لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکي: ماشومان هم د کرونا وایرس نه ناروغه شوي، بندېزونه هم پراخ کړی شوي


بل خوا د خېبر پښتونخوا نه وروسته په اسلام اباد کې هم د اپرېل د 9 مې نېټې نه تر 25 اپرېل پورې هم په هفته کې دوه ورځې خالي او اتوار د صوبو نه اسلام اباد ته د مسافر ګاډو په تګ راتګ بندېز لګولی شوی دی
بل خوا د خېبر پښتونخوا نه وروسته په اسلام اباد کې هم د اپرېل د 9 مې نېټې نه تر 25 اپرېل پورې هم په هفته کې دوه ورځې خالي او اتوار د صوبو نه اسلام اباد ته د مسافر ګاډو په تګ راتګ بندېز لګولی شوی دی

پاکستان کې د کرونا وبا په ضد قامي ادارې نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر ویلي دي په روغتونونو کې د خصوصي پام لرنې په څانګو کې د کرونا واېرس نه د ځپلو خلکو شمېره 3587 ته لوړه شوې ده.

بل خوا د خېبر پښتونخوا نه وروسته په اسلام اباد کې هم د اپرېل د 9 مې نېټې نه تر 25 اپرېل پورې هم په هفته کې دوه ورځې خالي او اتوار د صوبو نه اسلام اباد ته د مسافر ګاډو په تګ راتګ بندېز لګولی شوی دی.

د اسلام اباد انتظامي په یو بیان کې ویلي دي دغه امر یې د قامي ادارې اېن سي او سي په وېنا کړی دی

د سند صوبې د تعلیم وزیر سعید غني هم نن د ګل، دوشنبې، په ورځ د یو خبري کانفرنس په وخت د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړی د پنجاب او خېبر پښتونخوا نه سند صوبې ته د ګاډو په داخلېدو دې بندېز ولګوي.

په اسلام اباد کې د صحت چارواکو مېډیا ته ویلي دي د کرونا وایرس په سرښار کې اوس په تېزۍ سره ماشومانو ته هم خورېږي او د اسلام اباد د صحت د یو چارواکي له خولې چې تر اوسه د 5426 ماشومانو د کرونا وایرس مثبتې پېښې موندلی شوي دي.

د اسلام اباد د صحت یو افسر ضعیم رضا مطبوعاتو ته ویلي دي چې د کله نه د کرونا د نوي واېرس دریمه څپه خوره شوې ده نو له وجې یې دا وخت نه یواځې د لویې عمر خلکو ته خطر زیات شوې دی بلکې د ماشومان یا کم عمره خلکو په شمېرو کې هم زیات والی لیدلی کېږي.

بل خوا د تعلیم مرکزي وزیر شفقت محمود ویلي دي چې سبا د نهې- سشنبې په ورځ یې د صوبو د تعلیم د وزیرانو غونډه رابللې ده چې پکې به د تعلیمي ادارو پرانستلو یا د نورې مودې لپاره د تړلو فېصله کېږي.

د قامي ادارې اېن سي او سي او د کرونا وبا لپاره د صحت د مرکزي ادارې جوړې شوې وېب پاڼې covid.gov.ok تر مخه په تېر و څلیرش ساعتو کې په ټول پاکستان کې د کرونا ځپلو شوو خلکو شمېره د 6 لکهو او 92 زرو نه اوړېدلی ده او دغه واېرس 43 نور کسان وژلي هم دي.

د صحت چارواکو ویلي دي چې په دریمه څپه کې لویه شمېره خلک د سا اخستو د ستونزې سره زیات مخ دي او کله نه چې نوې قسم واېرس په خلکو کې زیات شوی دی نو د روغتونونو کې په خصوصي وراډونو کې د سختو ناروغانو شمېره هم زیاته شوې ده.

د صوبو حال

د سرکاري شمېرو له مخې د ګل - دوشنبې تر ماښامه پورې په خېبر پښتونخوا کې د ټولو ځپلو شوو خلکو شمېره 92423 ته رسېدلی او تر اوسه یې دغلته 2457 کسان مړه کړي دي.

په بلوچستان کې تر اوسه کرونا واېرس 19785 کسان متاثره کړي او 211 یې مړه کړي. پنجاب کې د ځپلی شوو خلکو شمېره 233,348 ده او 6587 کسان یې مړه کړي دي. دغه شان کرونا وبا په سېند صوبه کې 266,618 کسان ځپلي او 4509 یې مړه کړي دي.

ددې تر څنګ د هېواد د هوابازۍ څانګې مطبوعاتو ته په یو بیان کې ویلي دي چې د نوي کرونا واېرس کېسونو د زیاتېدو له امله یې د بهر هېوادنو نه پاکستان ته په مسافر الوتکو بندیزونه زیات کړي دي.

د سول ایوي اېشن چارواکو لخوا بیان کې ویلي شوي دي چې د سي درجې هېوادونو شمېره یې د 12 نه 22 ته زیاته کړی او وايي ددغه هېوادنو نه د جازونو راتګ بندېزونو فېصله به د اپرېل شپږمې نېټې نه تر اپرېل 20 مې پورې په ځای وي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG