لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ۴۰ کلونو عمر خلکو ته د کرونا ضد وېکسین ورکولو اعلان کړی


ین سی او سی وايي په پاکستان کې تر اوسه ۱۸ لکه نه زیات خلکو ته وېکسین لګول شوي دي
ین سی او سی وايي په پاکستان کې تر اوسه ۱۸ لکه نه زیات خلکو ته وېکسین لګول شوي دي

په پاکستان کی د کرونا د مخنوي دپاره د حکومت ادارې نېشنل کمانډ انېډ اپرېشن سېنټر، این سي او سیي، ویلي په ټول هیواد پاکستان کې به د اپرېل د ۲۷ نېټې څخه د څلوېښتو کالو او د دې نه د زیات عمر کسانو دپاره وېکسین ته د نوم کېکنې یا رېجسټرېشن شروع شي.

ددی وړاندی د ۵۰ کالو او د دې د نه زیات عمر خلکو ته د کرونا ضد وېکسین ورکېدل.

د این سی او سی د پاکستان مشر اسد عمر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اپریل په ۲۶ نیټه د این سی او سی په غونډه کی دا فیصله وشوه چه د ۴۰ عمر یا ددی نه زیات عمر کسان د رجسټریشن عمل به د نهې، سه شنبې د ورځ نه پرانیستل شي.

اسد عمر په خپل ټوېټر پېغام کې وویل د ۵۰ کالو نه د زیات عمر هغه کسان چې د وېکسین دپاره یې نوم لېکنه یا رېجسټریشن کړی دی کولی شي چې د وېکسین ورکولو مرکزونو ته ورشي او وېکسین ولګوي. هغه وویل دغه کسانو به د وړاندې د نمبر یا د نوبت اخیستلو ضرورت نه وي.

په پاکستان کی تر اوسه اته لاکه څلور سوه او دوه پنځوس کسان په کرونا اخته شوی او ۱۷۱۸۷ کسانو ژوند د لاسه ورکړی او اېن سي او سي وايي په تیر شواروز کی ۴۸۲۵ کسانو کی کرونا ښکاره شوی او ۷۰ کسانو ژوند بايللی.

دوه ورځ وړاندی د پاکستان هوايي شرکتونو د چین څخه د کرونا ضد شپږ لکه وېکسین ملک ته رسولو دعوې کړې وې

این سی او سی وايي په پاکستان کې تر اوسه ۱۸ لکه نه زیات خلکو ته وېکسین لګول شوي دي.

ددی وړاندی چین پاکستان ته پنځه کله وېړیا وېکسین ورکړي وو. دغه وېکسین په لومړۍ ترجیح کې زیاتره ډاکټرانو او د طبي عملې نورو غړو ته لګول شوي.

اسد عمر ویلي وو چې د اختر وروسته به عام وګړو ته د وېکسین ورکولو عمل پرانستی شی خو بیا حکومت لومړی د ۵۰ کالو عمراو اوس د ۴۰ کاله عمر خلکو ته د وېکسین بهیر شروع کړو.

په پاکستان کی زیاتره د چین جوړ وېکسین کارول کیږی او د روس جوړ وېکسینو اجازه هم ورکړی شوی او په شخصي کچه د دې د دوه خوراکونو بيعه ۱۲۰۰۰ روپۍ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG