لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي پیک منصوبې څلور سوه اربه روپۍ چرته ورکې دي؟


پاکستان کې حکومت مخالفه ګوند پيپلز پارټۍ د پاک چېن اقتصادي پروژې (سي پیک) منصوبه کې څلور سوه اربه روپو د غبن د پلټنو غوښتنه کړې او د سېنټ د موصلااتو کمېتۍ یو غړي تور لګولی په دغه منصوبه کې د وړو صوبو نه تیریدونکې غربي لاره تر اوسه څومره کار شوی؟

د پاکستان پیپلز ګوند سېنېټرې شېري رحمان لخواه سېنټ کښې جمع کړی شوي یو تحرېک کښې د سي پیک لاندې لوېو سړکونو په جوړښت کښې تر څلور سوه اربه روپو بې درکه کیدو یا غبن معامله راپورته شوې ده.

په دغه تحرېک کښې د پاکستان یوې حکومتي ادارې ٫٫ اډېټر جرنل اف پاکستان٬٬ په حواله ویل شوي، دغه ادارې د سې پېک د لاندې د لوېو سړکونو په جوړیدو کې د پېسو وهلو یا غبن په ګوته کړېدې.

د پېپلز ګوند د دغه تحرېک د لارې د حکومت نه د دې تورونو د پلټنو او په دې اړه پارلېمان ته د سپېناوې کولو غوښتنه هم شوې ده.

په پاکستان کې د سي پیک منصوبې شورو کیدو سره سم د هیواد وړو صوبو لکه پښتونخوا او بلوچستان تور لګوو چې دوي په دغه منصوبه کې د پامه غورځول شوي او زیات تره منصوبې په پنجاب صوبه کې پیل شوي دي.

د بلوچستان ایالت نه د عوامې نېشنل ګوند سېنټر او د سېنېټ د مواصلاتو د قاېمه کمېټۍ مشر داود خان اچکزې وي او ای ډېوه ته ویلي په سي پیک منصوبه نن یو وارې بیا حکومتې چارواکو کمیټۍ ته سپیناوی نه دی کړی.

ښاغلی داود خان اچکزۍ زیاتوي ٫٫ دوي د حکومت نه غوښتلي وو چې په غربي لاره پيل شوی کار اوښايي، او د چین او امریکا مرستندویه ادارې یو اېس ایډ لخوا د دغه پروژې لپاره ورکړل شوو اته سوه اربه روپو کې ولې د غربي لارې لپاره یوه پېسه هم نه اېښودل شوې؟ ٬٬

د پاکستان پخواني وزېر اعظم نواز شرېف درې وارې د هېواد سېاسې مشرانو ته د خېبر پښتنوخوا او بلوچستان اېالت نه تېرېدونکې غربې لاره لومړی جوړولو بارو ورکړی وو. خو د دغه صوبو مشران په واکمن مسلم لېګ (ن) ګوند د خپل لوظ نه په وروستو کېدو تورونه لګوې او ګیله کوي چې مرکزي حکومت د دغه لانجمنې پروژې ټولې ګټې د خپل سېاسې طاقت مرکز پنجاب اېالت ته ورکوولو کښې غرِضې دې د چرته نه چې به د سي پیک شرقې ﻻره تېرېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG