برطانیه کې پولیسو یو تن په دې شک نیولی چې د برطانيي او پاکستان تر منځ د کرکټ موجوده سیریز کې يي شرط لگونکو سره د درغلطۍ سازش جوړ کړی ؤ. او برطانيي پاکستان ته په څلورم ټیسټ میچ کې ماتی ورکړی.
د اتوار په ورځ پاکستان ته د ماتې ورکولو روسته برطانيي د څلور ټیسټ میچونو سیریز د یو په مقابله کې په دریو میچونو ووگټلو.
د برطانیي پولیسو لندن کې د لوبغاړو ایجنټ مظهر مجید د میچ فکسنگ سازش سره د تړون په شک نیولی.
د برطانيي نیوز اف دې ورلډ نومې ورځپاڼې د اتوار په ورځ خپل یو رپورټ کې ویلې مظهر مجید ته يي ٢٣٠،٠٠٠ پونډا پیسې ورکړې وې چې پاکستاني لوبغاړې به د برطانيي خلاف په څلورم ټیسټ کې په مقرره وختونو کې نو بالونه کوي. ورځپاڼه وائې میچ کې بالرانو هم هاغه رنگ نو بالونه ووکړل څه رنگ چې ویل شوې ؤ. ورځپاڼه وائې خبریال يي مظهر مجید سره خبرې اترې په خفیه توگه ریکارډ کړې وې.
رپورټه وائې، د مظهر مجید د وینا سره سم محمد عامر او محمد اصف میچ کې د زیارت او جمعې په ورځ نو بالونه وکړل. عامر او اصف په هاغه لوبغاړو کې شامل ؤ چې پولیسو تې پوښتنې کړې دې. دغه لوبغاړو د خبریالانو سره د خبرو نه انکار کړی دی.
ورځپاڼې ویلې خبریال يي ځان خفیه ساتلی ؤ او ټول معلومات يي د تحقیقاتو ادارې سکالینډ یارډ ته ورکړې دي.
نیول شوی تن مظهر مجید او د هغه رور اظهر د یو شمیر پاکستاني لوبغاړو ایجنټا پاتې شوې دي. په انټرنیټ د کرکټ د معلوماتو ویب پاڼې کریک انفو خپل یو رپورټ کې ویلې پاکستاني لوبغاړو ته د انگلینډ د دورې نه وړاندې ویل شوې ؤ اظهر او مظهر روڼو سره دې د هغوې د مشکوکو سرگرمو په وجه لیده کاته نه کوي.
کرکټ پاکستان کې ترټولو زیاته د خوښې لوبه ده او د تیرو څو کلونو راهسې په یوشمیر پاکستاني لوبغاړو باندې د میچ فکسنگ تورونه لگول شوې دي.
1