لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يونس خان : پښتانه به په خپل محنت ځان ته ځائې پیدا کوي


Younis Khan
Younis Khan

د پاکستان کرکټ ټیم پخوانی کپتان او بیټسمین یونس خان چې په ټیسټ کړکټ کې يي پاکستان لخوا تر ټولو زیاتو رنزونو ریکارډ قائم کړی دی وي او ای ډیوه ته خصوصي مرکه کې وايي پښتانه به یوازې په خپل محنت ځان ته ځائې پیدا کوي گني نو د مشکلاتو سره به مخ کیږي.

د ډیوه خبریالې کلثوم کاکړ سره دوبۍ نه په ټیلې فون خبرو اترو کې د مردان یونس خان وویل د هغه خپل کریئر یو مثال دی چې څه رنگ که چرې پښتانه محنت نه کوي نو د مشکلاتو او مسلو سره مخ کیدی شي.

"ځما مثال کیریئر کې مسلې مسائل راغلې دي خو ما باندې د الله کرم دی، ځما د مور پلار دعاگانې، د فیملې (کورنۍ) سپورټ، ځما د ملگرو، د پوره پاکستان ...ځما شاته ولاړ وو،" یونس خان وویل.

یونس خان د نهې یا سه شنبې په ورځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ گراؤنډ کې د انگینډ خلاف د دریو ټیسټ میچونو سیریز په وړمبي میچ کې په ټیسټ کرکټ کې د پخواني بیټسمین جاوید میانداد د زیاتو رنزونو ریکارډ مات کړو.

د مردان ٣٧ کلن یونس خان په چکه یا شپږو رنزونو د میانداد ریکارډ مات کړو. میانداد په ۱۲۴ ټيسټ مېچونو کې د ۲۳ سنچريانو (۱۰۰) او ۴۳ نيموسنچريانو(۵۰) په مدد ۸۸۳۲ رنزونه جوړ کړي وو او يونس خان د خپل کېرئير په ۱۰۲م ټيسټ مېچ کې د ميانداد دغه ريکارډ مات کړو

يونس خان ته د ميانداد د ريکارډ ماتولو دپاره د نني مېچ نه وړاندې د ۱۹ رنزونو جوړولو ضرورت ؤ ، چې نن يې پوره کړل .

د يونس خان نه وړاندې د پاکستان بل پخوانی کپتان انضمام الحق د جاوېد ميانداد ريکارډ ماتولو نه د درې رنزونو په فاصله وو مو ریکارډ يي مات نه کړی شو.

يونس خان په کال ۲۰۰۰م کې ټيسټ کرکټ پېل کړی او د نوموړي په يو اننگز کې تر ټولو زيات ۳۱۳ رنزونه جوړ کړي دي . د يونس خان په کپتانۍ کې پاکستان په کال ۲۰۰۹م کې د ټي ټوېنټي کرکټ نړيوال میچ هم گټلی وو.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:51 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG