لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي سي اېل نه د نواز شریف د نامې ویستلو یا نه ويستلو فیصله به نن کیږي


د پاکستان داخله وزارت بیګاه ناوخته اعلان کړی چې د ایګزیټ کنټرول لسټ لپاره د کابینې لاندې کار کوونکې کمېټۍ غونډه نن سحر رابلل شوې چې د نواز شریف نوم د ايي سي ایل (ممنوع الخروج) نه لرې کولو په درخواست فیصله وکړي.

نواز شریف د خپل ورور شهباز شریف سره د ګل په سحر لندن ته سفر کوونکی وو. پاکستاني میډیا وايي داسې ښکاري حکومت د نواز شریف نوم د ایګزیټ کنټرول لسټ نه لري کولو کې د لم لیټ نه کار اخلي.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ترمخه د کورنیو چارو وزارت لخوا تیره شپه ناوخته په خپور شوي یو اعلان کې وېل شوي چې په دغه غونډه کې به د پاکستان مسلم لیګ ن ډلې مشر شهباز شریف لخوا د پاکستان درې وارې وزیراعظم پاتې نواز شریف نامه د اي سي اېل د نوملړ نه د لرې کولو په خواست فیصله کیږي.

د رپورټ تر مخه دغه غونډه به د قانون وزارت په دفتر کې کیږي او مشري به د قانون وفاقي وزیر فروغ نسیم کوي. دغه غونډې له رابلل شو کسانو کې د نواز شریف ورور شهباز شریف یا د هغه لخوا څوک غړی، د احتساب قامی ادارې یا نېب استازی یا نماېنده، د پنجاب ایالت د صحت محکمې سېکتر او د حکومت لخوا جوړ کړی شوي صححي یا میډیکل بورډ کنوېنیر شامل دي. دغه ټولو کسانو ته وېل شوي چې د نواز شریف په اړه د عدالت او د هغه د صحت پوره پوره ریکارډ د ځان سره راوړي.

د ننۍ غونډې وروسته به دغه کمیټۍ خپل وړاندیزونه مرکزي کابینې ته وړاندې کوي او مرکزي کابینه به بیا د نواز شریف نامه د اېګزټ کنټرول لسټ یا ممنوع الخروج نه لرې کولو فیصله کوي.

د پاکستان مسلم لیګ ویاندې مریم اورنګزیب په یو بیان کې ویلي چې د ګوند مشر شهباز شریف، د پارټۍ ناېب سېکتر عطاالله تارړ او د نواز شریف شخصي ډاکټر عدنان خان به په ننۍ غونډه کې ګډون کوي.

تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو ځانګړې استازې فردوس عاشق اعوان ویلي وو چې په اي اسي اېل کې د چا نامې شاملول یا لرې کول د حکومت کار نه دی.

مېرمن اعوان ویلي وو: ٫٫ حکومت پخپله د چا نامه په اي سي اېل کې نه اچوي. په دغه نوملړ کې نامې د نېب یا احتساب قامي ادارې او یا د عدالتونو لخوا د وړاندیز وروسته اچول کیږي. اوس چې د یوې نامې لرې کولو لپاره یو خواست راغلی او هم دغه طریقه به په پام کې ساتل کیږي.٬٬

د پاکستان درې ځله پخواني وزیراعظم نواز شریف لندن ته د علاج لپاره تګ د ګل په ورځ یو ځل بیا پداسې حال ځنډول شوی چې د احتساب قامي ادارې، نیب ویلي چې د ملک نه بهر سفر کوونکو د څار فهرست یا ایګزیټ کنټرول لسټ نه د نوموړي نوم لري کولو لپاره حکومت مجاز اداره ده.

نیب خپل دریز په داسې وخت ورکړی چې ددې وړاندې د اطلاعاتو مرکزي وزیرې فردوس عاشق اعوان ویلي وو چې د نواز شریف نوم د ایګزیټ کنټرول لسټ نه لرې کولو فیصله به د نیب او میډیکل بورډ د سفارشونو په رڼا کې کولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکي صدر په انقره کې ځانمرګي برید ناکامه بللی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG