لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د انتخاباتو وړاندې د درغلیو کوششونه کیږي: افراسیاب خټک


د پاکستان عوامي نیشنل ګوند سینیټر افراسیاب خټک وايي په ملک کې د راتلونکو پارلیماني انتخاباتو وړاندې په غټه کچه د درغلیو کوششونه کیږي.

د وایس اف امریکا ډیوه لویه خیبر پښتونخوا خپرونه کې د خبرو په وخت افراسیاب خټک وویل پاکستان کې د یو داسې ازاد او جمهوري حکومت مخه نیولو لپاره کوششونه روان دي چې د ملک آیین او جمهوري ادارو ته احترام ولري.

نوموړي وویل د یو داسې لاس پوسي حکومت جوړولو لپاره جګړه روانه ده کوم چې د پوځي ادارو اشارو او حکمونو ته غاړه کیږدي.

نوموړی زیاتوي: ٫٫ جګړه په دي ده چې پاکستان کې به حکومت څوک کوي. داحکومت به ایا غیرمنتخب پوځ، عدلیه یا ججان کوي او که په پارلیمان کې منتخب شوي ګوندونه به حکومت کوي؟٬٬

سینیټر افراسیاب خټک زیاته کړه عمران خان د کال ۲۰۱۴ را په دیخوا پوځ او هغه نورو خلکو ته خپله وګه ورکړې چا چې غوښتل چې د نواز شریف حکومت وغورځوي او زیاتوي، عمران خان ددې لپاره ضرور استعمال شوی چې د نواز شریف حکومت بې ثباته کړي او یا يې نسکور کړي، خو په شخصي توګه یقین نه کوي چې عمران خان به په واک کې راشي ځکه عمران خان د اعتبارقابل سړی نه دی.

٫٫ داسې ښکارې چې اوس به هم مرکزي حکومت یا پارلیمان ته داسې خلک راوستی شي چې خپل سیاسي بنیاد ونه لري بلکه د امنیتي ادارو په لار ښودنه باندې کاروکړي. د عمران خان نه به د ۲۵م جولاي پورې ګټه پورته کړل شي چې د نواز شریف مسلم لیګ ګوند په شا بوځي.٬٬

افراسیاب خټک د هغه اییني کمیټۍ غړی وو چې اتلسم اییني بدلون يې لیکلی وو.

نوموړی وايي په کال ۲۰۱۰ کې د پاکستان په ایین کې د اتلسم ترمیم لاندې ۱۰۲ اییني مادو کې بدلونونه راوستی شو چې پکې ترټولو مهم بدلون د ایین ارټیکل شپږم کې شوی وو.

ددغه بدلون ترمخه نه یواځې په آیین کې بدلون راوستل شوی وو او ایین د خپو لاندې کول نه بلکه ددې معطل کول یا ځنډول هم غداري ګرځولی شوې وه.

افراسیاب خټک زیاته کړه د اتلسم اییني ترمیم وروستو امنیتي ادارې اوس د عدلیې د لارې د پوځي بغاوتونو منصوبې جوړوي چې ترمخه يې دوي ولیدل چې په ۲۰۱۲ کې د سپریم کورټ د لارې د پیپلزګوند سره تعلق لرونکی وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د بډو رشوتونو په یو مقدمه کې د خپلې څوکۍ نه لرې کړی شو او د هغې وروستو د مسلم لیګ نون مشر نواز شریف د وزیراعظم د څوکۍ نه لري کړی شو.

نوموړی وايي عدلیه سیاست ته رادننه کړی شوې چې ورسره عدلیې خپل اعتبار هم بایللی او زیاتوي د پاکستان اولس فکر کوي عدليې ته لیکلې فیصلې ورکړی کیږي.

فراسیاب خټک وویل پوځ نه یواځې د هیواد خارجه او امنیتي تګلاره جوړوي او د نړۍ غټو هیوادونو سره د اړیکو فیصلې کوي بلکه د پاکستان د بجټ فیصلې کولو کې هم غټه برخه لري. نوموړي وایي د بهرنۍ او کورنیو تګلارو ترڅنګ پوځ په ملک کې دننه غټې تجارتي منصوبې هم چلوي.

نوموړي وویل د ټولنیزې میډیا زیاتو خلکو ته د رسایۍ له کبله د امنیتي ادارو کوششونه پوره کامیاب شوي نه دي.او امنیتي ادارو ازاد اواز پورته کوونکي خلک د خپلو کورونو نه پورته کړي او هغوي ته يې د مرګ دهړکې ورکړي.خلک يې یرولي خو د لکونو په شمیره کې د خلکو یرول اوس د پوځ د وس کار نه دی.

ښاغلی خټک وايي پاکستان کې په میډیا باندې سخت بندیزونه دي او لاسونه يې تاوهل کیږي. نوموړی وايي د مسلم لیګ نون ګوند ډېر سیاسي امیدواران یا خو ونیولی شو او یا د فشار لاندې راغلل چې په ازاده توګه په انتخاباتو کې برخه وانه خلي او د نواز شریف د ګوند سره خپل تعلق پرېږدي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:40 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG