لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې گڼ شمیر غیرقانوني تندوره گوندونه په فیسبوک فعاله دي


په پاکستان کې گڼ شمیرې تندوره ډلې چې حکومت پرې پابندي لگلوې ده په فیس بک فعاله دي او خپله مفکوره بغیر د څه ویرې خپروي.

د انګریزۍ ژبې معتبره ورځپاڼه ډان په خپل یو تحقیقي رپورټ کې لیکي په پاکستان کې ٢٥ میلنه خلک فیسبوک استعمالوي خو د انديښني خبره دا ده چې داوخت په هیواد کي په ٦۴ داسې ګوندونو څخه چې پابندي پرې لگول شوي ۴١ په فیسبوک خپل اکاونټونه او ځانګري پاڼې لري.

دغه ګوندونه د مذهبي فرقو، سني او شعیه، سره سره سند او په بلوچستان کي د بیلتون خوښو ډلو سره تړون لري.

د ډان په خپل تحقیق کي وايي چی اهل سنت والجماعت په فیسبوک ٢٠٠ ځانګري پانړي یا ډلي لری "چي دفیسبوک په اصطلاح کي ورته پیج او ګروپ ویلي کیږي".

دغه شان جی سنده متحده محاذ ١٦٠، سپاه صحابه ١۴٨، بلوچستان سټوډنټس آرګنائزیشن ٥۴ او سپاه محمد نومي ګوند ۴٥ پانړي او اکاونټونه په فیسبوک لري چې د خپلې مفکورې خورولو لپاره يي استعمالوي.

رپورټ وړاندي لیکي لشکرجنګهوي، تحریک طالبان پاکستان، تحریک طالبان سوات، تحریک نفاذ شریعت محمدي، جماعت الحرار، ٣١٣ بریګیډ او یو شمیر شیعه او د بلوچستان بیلتون خوښې ډلۍ په وړه کچه د فیسبوک استعمال کوي.

رپورټ وايي د حیرانتیا خبره دا ده چي د غیرقانونه ټاکل شوي ګوندنو دغه ځانګړي پانړي د یو نیم لاک نه زیاتو خلکو خوښې یا لائیک کړې دي. دغه خلکو کي ٩٠ فیصده په ښکاره خپل شناخت د سړو په توګه کوي.

په دغه پاڼو تندروه ډلو مفکوري، دهغوي تګ لاري او د نفرت نه ډک لیکنې، عکسونه او ویډیوګانې خوریږي چی هدف يي په سوشل میډیا خپل هم خیال خلک راغونډ کړي.

د ډان رپورټ لیکي چي په تحقیق کي راغونډ شوي معلومات په وړو کې د مالگې برابردي او انديښنه يی څرګنده کړې ده چي ترهګر ګوندونه یوبل سره د رابطو لپاره دسوشل میډیا استعمال کوي او داسي پاڼې کاره وي چي د فیسبوک په اصطلاح کي ورته کلوزډ ګروپ ویل کیږي.

پاکستان کي د ترهګرو پر ضد عملیات کونکو ادارو باندي د وړاندې نه نیوکي کیږي چي دوي صرف د مخصوصه ډلو پر ضد عملیات کوي او په خاصه توګه تیرو څو هفتو کې يي د هغه خلکو پر ضد چاپي وهلي دي ي د پاکستان آئین د لاندي د خپل رائي اظهار کولو او د پاکستان پوځ او په واکمند ګوند مسلم لیګ نواز په پالیسو یي نیوکې کولي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG