لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د اېف اې ټي اېف د ټيم سره رغنده او مثبتې خبرې شوي


FATF-Grey-List
FATF-Grey-List

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي د جون په میاشت کې د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د انتقال د څار نړيوالې ادارې [فاينانشل اېکشن ټاسک فورس، اېف اې ټي اېف] ټيم د پاکستان سفر کړی وو.

پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [14 ستمبر] د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي د اېف اې ټي اېف تکنيکي ټيم چې په وروستيو کې د پاکستان سفر کړی د اړونده ادارو سره یې لیدلي، "زمونږ د نظره دا يو کامياب سفر وو".

د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د دې سفر هدف د پاکستان د لوړې کچې ژمنو دوامداره ساتلو او اصلاحاتو تاييدول وو او د اېف اې ټي اېف د ټيم سره رغنده او مثبت ليدنې شوي دي.

ويل شوي د اېف اې ټي اېف د ټيم په رپورټ به د اکتوبر په درېمه اوونۍ کې په پېرس کې د ادارې په غونډه کې بحث کيږي او پاکستان په تمه دی چې د جايزې روان عمل به سر ته ورسي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې په پرله پسې هڅو د اېف اې ټي اېف سره د لوړې کچې تکنيکي او د اېف اې ټي اېف دوه جامعه پلانونه يې هم عملي کړي دي.

پاکستان ويلي، اېف اې ټي اېف د پاکستان لخوا په 40 کې په 38 سپارښتنو د عملي کولو سره، د عمل کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی دی.

پاکستان ویلي په تيرو څلورو کلونو کې د مني لانډرنګ او ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي په لړ کې چې کومې هڅې شوي نتيجې يې سېوا شوي، د مني لانډرنګ او ترهګرۍ د مالي مرستو خطرې يې راکمې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دغه بيان ورکړی خو اېف اې ټي اېف په خپله په رسمي ډول په دغه اړوند تراوسه پورې کوم بيان نه دی جاري کړی.

څيړونکي وايي، دا به اوس د اکتوبر په مياشت کې معلومه شي چې اېف اې ټي اېف پاکستان د خړ فهرست څخه لرې کوي که په ځای يې پکې پاتې کوي.

په داسې حال کې چې په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.

څيړونکي وايي، پاکستان په تکنيکي او سفارتي کچه د اېف اې ټي اېف په سپارښتنو عمل کړی نړۍ يې قانع کړی ځکه نه ښکاري چې پاکستان به نور په خړ فهرست کې پاتې شي.

خو د څيړونکو په نظر پاکستان ته به هغو پاليسيانو ته کتنه کول او پرېښودل وي د کومو له امله چې د اېف اې ټي اېف خړ نوملړ ته تللی وو.

پاکستان د کال 2018 راهسې د اېف اې ټي اېف په خړ نوملړ کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG