لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: وفاقي حکومت د پوځ خرچه نشي پوره کوولی نو په مالیاتي کمېشن کې د صوبو نه پېسې اخیستل غواړي


د پاکستان پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بټو زرداري وویل وفاقي حکومت به په قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) کې د خېبر پښتونخوا برخه غبن کوولو ته نه پرېږدي
د پاکستان پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بټو زرداري وویل وفاقي حکومت به په قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) کې د خېبر پښتونخوا برخه غبن کوولو ته نه پرېږدي

د پاکستان پيپلز ګوند شريک چېرمېن بلاول بهټو زرداري په ملاکنډ کې د پاکستان جمهوري غوځنګ جلسي ته په خپله وېنا کې ويلي چې مرکزي حکومت په اين ايف سي يا قامي مالياتي کمېشن کې د خېبرپښتونخوا اييني برخه غبن کول غواړي او مرکزي حکومت د تېرکال راهسې د خېبر پښتونخوا 160 ارب روپۍ نيولي دي.

په خېبر پښتونخوا کې کار پوهان وايي چې موجوده وفاقي حکومت کوشش کوي چې اين ايف سي ايوارډ کې د صوبو برخه کمه کړي ځکه چې مرکز د پوځ خرچې نه شي پوره کولی او چې وفاق د صوبو پېسو ونېسي نو صوبايي حکومتونه نه شي کولې چې خپل ترقياتي منصوبې ترسره کړي۔

بلخوا په روستيو کې د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز ويلي ؤ حکومت به د قامي مالياتي کميشن د لاندې د وسيلوويشلو لپاره په مکينزم کې ښه والې راولي او صوبې به ذمه وارې ګرځوي چې دوی دغه پيسې څنګه خرچ کوي۔

د پاکستان پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بټو زرداري وویل وفاقي حکومت به په قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) کې د خېبر پښتونخوا برخه غبن کوولو ته نه پرېږدي.

د ملاکنډ ډويژن په بټخيله سيمه کې د تحریک انصاف د حکومت پرضد جوړ غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ) جلسې ته په وېنا کې نوموړي وویل، چې د پيپلز ګوند حکومت صوبو ته ائيني حقوق ورکوولو د پاره په ائين کې اتلسم ترميم کړی خو اوس په هغو اييني حقونو ډاکه اچول کيږي. " هغوي ستاسو په حقونو ډاکه اچول غواړي، کومې 160 ارب روپۍ چې تېر کال خېبر پښتونخوا ته مېلاوېدل پکار وې چې هغه د اسلام اباد نه، بلکې د پښتونخوا پېسې وي هغه د موجوده حکومت د نا اهلۍ د وجې نه صوبې ته ورنه کړل شوې، که چرې دغه پېسې خېبر پښتونخوا ته ورکړل شوې وي نو په ملاکنډ ډويژن کې به اوس څومره ځوانان په روزګار وو او څومره تعليمي ادارې به جوړې کړل شوې وې"

د عوامي نېشنل ګوند سره تړاؤ لرونکی د مردان ضلعې پخواني ناظم حمايت الله مايار وي او ای ډيوه ته وويل په 2009 کې شوي اين ايف سي ايوارډ ترمخه صوبو ته به 57 فيصده او وفاق ته به 43 فيصده برخه ورکړی کېږي. هغه وویل د مرکزي حکومت د خپل بجټ نه د وفاقي ادارو خرچې نه شي پوره کولې ځکه اوس غواړي چې دغه اين ايف سي اوارډ کې د صوبو برخه کمه کړي۔

" د پاکستان تحريک انصاف حکومت چې راغلې نو بار بار دا ويلې کېږي چې دا اين ايف سي ايوارډ دې واپس کړل شي او يوه نيوې فارموله چې مرکز ته پکې زياتې او صوبو ته پکې کمې پېسې مېلاوېږي هغه دې جوړه کړل شي، او د هغې مختلف وجوهات خودل کېږي خو خاص کر زمونږه ملېټري اسټېبلېشمنټ ته پېسي ورکول د وفاق زمه واري ده، اوس دغه اين ايف سي ايوارډ واپس کول يا چې کوم اين ايف سي ايوارډ شوی دی نو د هغې په مطابق صوبو ته هغه پېسې نه مېلاوېږي او هغه مرکز ځان سره هيسارې کړي دي نو دا بلکل يو غېر اييني عمل دی"

نوموړي زياته کړه د مرکزي حکومت لخوا په بجت کې ترلاسه کېدونکو پېسو مطابق صوبې خپل ترقياتي سيکيمونه جوړه وي خو دغه پېسي صوبو ته نه ورکولو کېدو لوجې په صوبه کې ترقياتي منصوبې يا خو سره شروع نه کړل شي او يا دځنډ ښکار شي۔

" په وفاقي بجټ کې باقاعده د صوبو د برخې تعين وشي او بيا صوبې د هغې مطابق خپل بجټ جوړ کړي، نو کله چې صوبو ته هغه تعين کړل شوې پېسې د مرکز لخوا نه مېلاوېږي نو د هغې سره د صوبو ترقي متاثره شي"

په روستيو کې د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز ويلي ؤ حکومت به د قامي مالياتي کميشن لاندې د وسيلوويشلو لپاره په مکينزم کې ښه والې راولي او صوبې به ذمه وارې ګرځوي چې دوی دغه پيسې څنګه خرچ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG