لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان د ۲۳.۳ کهربه روپۍ پور(قرض) دی


State Bank of Pakistan
State Bank of Pakistan

محمد اکرام

د نړیوال بینک او د پاکستان مرکزي بینک(سټېټ بینک اف پاکستان) روستۍ شمېرې ښايي د پاکستان بهرنۍ او کورنۍ قرضې یا پورونه نزدې ۲۳.۳ کهربهروپو ته رسېدلی.

د نړیوالې مالیاتي ادارې اېي ایم ایف د یو رپورټ ترمخه د روان کال جون میاشت پورې د پاکستان د بهرنو قرضو یا پورونو حجم ۷۹.۲ ارب ډالره دی. د ددې نه د هیواد ۸.۳ کهربه روپو نه زیاتې پیسې جوړیږي.

په دغه بهرنۍ قرضو کې د مسلم لیګ نون ګوند حکومت د کال ۲۰۱۳ جولايي میاشت نه تر کال ۲۰۱۷ جون میاشت پورې ۳۵ اربه ډالره نوې قرضې اخستې. د پاکستان د خزانې وزارت وايي په نوو اخستل شوو قرضو کې ۱۷ اربه ډالره بهرملکونو او مالي ادارو ته د زړو قرضو په بیرته ورکولو لګول شوي او په مجموعي توګه د ملک په بهرنو قرضو کې ۱۸ اربه ډالره زیاتوالی راغلی.

د بهرنو قرضو تر څنګ د پاکستان مرکزي بینک(سټېټ بینک اف پاکستان) یو تازه رپورټ وايي د روان کال جولايي میاشت اخر پورې د ملک کورنۍ قرضې ۱۵.۴ کهربه روپو ته رسیدلي.

د سټېټ بینک د رپورټ تر مخه په دغه قرضو کې نيمې قرضې د لنډې مودې لپاره اخستل شوې دي چې حکومت ته په یو کال کې دننه

و رکول وي. حکومت د Market Treasury Bills یا (ایم ټي بي) په نوم نوټونو د لارې دملکي سرمایه کارانو او مالي ادارو نه د لنډې مودې لپاره قرضې اخلي. حکومت پنګې اچوونکو ته دغه پورونه په درې یا شپږ میاشتو او یا په یو کال کې د سود سره بیرته ورکوي. حکومت په دغه (ایم ټي بي) باندې د ۶ فیصده نه لږ زیات سود ورکوي.

د مرکزي بینک د اکتوبر په میاشت کې جاري شوې شمیرې ښايي په تیر یو کال کې کورنۍ قرضې ۱.۵۳ کهرب روپۍ زیاتې شوي چې د کال د ۲۰۱۶ مالي کال په نسبت ۱۱ في صده زیاتې دي.

په پاکستان د پورونو زیاتېدونکی بار:

د نړیوالې مالي څېړنې ادارې (موډي) روستی رپورټ وايي د پاکستان د قرضو بار ډیر زیات دی او داچې د راتلونکي مالي کال لپاره به خساره د سرکاري اندازو نه زیاته وي. د جولايي په میاشت کې د خپور شوي رپورټ ترمخه دغه اداره وايي په پاکستان کې د سي پیک په نوم مشهورې د چين لويې اقتصادي منصوبې بېلابېلو پروژو په خپل وخت نه عملي کیدو له وجې به ملکي اقتصادي وده دحکومتي تمو نه ښکته وي.

په هیواد باندې د قرضو دومره غټ بار د ملک په اقتصادي وضع بحثونه راپارولي دې. د پاکستان سرکاري شمیرې ښايي چې دمسلم لیګ نون ګوند مشر او پخواني وزیراعظم نوازشریف په خپله واکمنۍ کې د بهر هیوادونو نه ترټولو زیاتې قرضې اخستي. د ايي ایم ایف رپورټ ترمخه د پخواني وزیراعظم نوازشریف په اوسني حکومت کې دکال ۲۰۱۳ جولاي میاشت نه تر کال ۲۰۱۷ جون میاشت پورې په بهر ملکي قرضو کې ۳۰ فيصده زیاتوالي راتلو سره به دغه قرضه ۷۹.۲ ارب ډالره ته رسېدلي.

د ایشیايي ترقیاتي بینک تازه شمیر ه ښايي چې په پاکستان کې ۲۹.۵ فيصده خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند تیروي. د نړیوال بینک دغربت معیار مطابق د ورځې په سر د ۱.۹۰ ډالره نه کمې پیسې ګټونکې خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند تیروي.

د پاکستان واکمنان که یو خوا د بهر ملکونو او مالي ادارو نه په اربونو ډالره قرضې اخلي او ورځ په ورځ خپل اولس ددغه قرضو د بوج لاندې ډوبوي نو بل خواد ملک دننه او بهر د ځان لپاه د اربونو ډالره جایدادونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG