لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي امريکا سره يې تعلق په ښه لوري روان دى


This handout photograph released by Pakistan's Inter Services Public Relations (ISPR) office shows Pakistan's army chief General Ashfaq Kayani (R) as he speaks with US commander in Afghanistan in Rawalpindi, August 2, 2012.
This handout photograph released by Pakistan's Inter Services Public Relations (ISPR) office shows Pakistan's army chief General Ashfaq Kayani (R) as he speaks with US commander in Afghanistan in Rawalpindi, August 2, 2012.
دپاکستان خارجه دفتر وئيلي دي امريکا څخه ترلاسه شوي 280 ملينه ډالر به دپاک ايران گيس پائپ لا ئن منصوبې په اغيزمن کولو نۀ بلکې دمنگله او کرم تنگي ډيمونو په نور فعاله کولو خرڅ کولى شي.
دخارجه دفتر وياند معظم احمد اسلام اباد کې دجمعې په ورځ خبريالانو ته داحوال تيرولو په وخت وئيلي دي دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي دمشر جنرال ظهيرالاسلام امريکا ته اوسنى سفر ددواړو هيوادونو په اړيکو کې دتاؤتريخوالي ختمولو په لړ کې زيات اهم دى.
هغه وويل دپاکستان دځمکنو لارو څخه افغانستان کې ميشته دنيټو ځواکونو ته دسامانونو په تيرولو دبنديز څخه وروستو چې کوم وضعيت رامينځته شوى ؤ اوس امريکا او پاکستان ددغه وضعيت دښه والي دپاره په بيلا بيلو وړانديزونو کار کوي.
دپاکستان څخه دهندوانو هند ته دکډو کولو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياند وويل ددغه پوښتنې ځواب دکورنو چارو وزارت په ښه ډول ورکولى شي.
برما کې دمسلمانانو دوژنې په حقله ديوې پوښتنې په ځواب کې وياند وويل پاکستان دغلته دمسلمانانو په عامه وژنه انديښنې لري او په دغه لړ کې دپاکستان صدر دبرما حکومت ته دخط ليکلو په ترڅ کې خپلې انديښنې په ډاگه کړي دي.
ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل ملا برادر په پاکستان کې بندي دى او افغانستان سره چې دبنديانو دتبادلې په بابله کومې خبرې روانې دي هغې کې دملا برادر افغانستان ته په سپارلو هيڅ خبره نۀ ده شوې.
معظم احمدخان وويل دکيري لوگر بل په مد کې چې پاکستان ته کوم 280 ملينه ډالر ورکړل شوي دي هغه به دډيمونو په ښه والي مصرفولى شي.
هغه وويل دا تاثر بې ځايه دى چې گنې امريکا دغه رقم پاکستان ته دپاک امريکا گيس پائپ لا ئن دمنصوبې ايسارولو لپاره ورکړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG