د پاکستان د موسمياتو محکمې ويلي، راتلونکو دوه ورځو کې به د ملک په زياتره مېداني علاقو کې د ګرمۍ/ تودوخې سخته څپه وي.
د موسمياتو محکمې ويلي، د اتوار/ یکشنبې په ورځ د سيند صوبې په موهنجوداړو کې د تودوخې کچه يا درجه حرارت تر ټولو زيات 53 سنټي ګرېډه ريکارډ کړل شوی دی.
ويل شوي د سيند او پنجاب صوبو په څو سيمو کې د 47 نه تر 53 سنټي ګرېډه پورې ګرمي ريکارډ کړل شوې ده.
د موسمياتو محکمې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ هم په مېداني علاقو کې د سختې ګرمۍ وړاندوینه کړې. د رپورټونو ترمخه، د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ډېره ګرمي ريکارډ شوې ده.
د اتوار/یکشنبې په ورځ ډېره اسماعيل خان کې 44 او بنو کې 43 سنټي ګرېډه ګرمي ریکارډ شوې او دغه ډول د صوبې نورې جنوبي سيمې به هم د سختې ګرمۍ د څپې لاندې وي.
خو د موسمياتو محکمې په بره دير، سوات، مانسهره او کوهستان کې د سيلۍ او باران امکان څرګند کړی دی.
د موسمياتي بدلون او ماحولياتو رابطه کار وياند محمد سليم شېخ ويلي، د تودوخې د څپې په اړه ولس پوهاوي ته اړتيا لري.
هغه ويلي، په نړيواله کچه د موسمي بدلون له امله پاکستان په وروستيو کلونو کې د سختې ګرمۍ سره مخ دی.
د نوموړي په خبره، خلک دې په ګرمۍ کې د سهار د لسو بجو نه درېو بجو پورې بې د ضرورته بهر د ګرځېدو څخه ډډه وکړي، او په ځانګړي ډول حامله ښځې د سختۍ ګرمۍ څخه زیاتې اغېزمندی شي ځکه حامله ښځې دې په زياته ګرمۍ کې بهر ونه ګرځي.
د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه د امریکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز په مطالعاتو کې ويل شوي، حامله ښځې د غېر حامله ښځو په مقابله کې د ګرمۍ د ستړيا، تودوخې او نورو ناروغو د ښکار کېدو زیات امکان لري.
ځکه حامله ښځې په ګرمۍ کې بايد زياتې اوبه وڅښي، په يخ ځای کې پاتې شي او ارتې جامې واغوندي.
Forum