د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر محمد اورنګزیب وایي حکومت د روان مالي کال تر پائ نړیوالې مالیاتي ادارې یا آي ایم ایف سره (د پور) نوی تړون کول غواړي
د خالي یا شنبې په ورځ د پاکستان اسټاک ایکسچینج څخه د لېدنې په مهال د خزانې وزیر ویلي د آي ایم ایف د میډيا ډایریکټرې د نوي پروګرام لپاره خبرو اترو ته رضامندي ښودلې ده خو د خزانې وزیر پوښتنه کړې ده چې که دا نوی تړون د آي ایم ایف سره وشي نو بیا به له هغې وروسته څه کیږي.
هغه وویل د ملک اقتصاد ته د اډاڼې ورکولو لپاره اړینه ده چې برامدات سیوا کړل شي .
محمد اورنګزیب وویل برامداتو سیوا کولو ته ماحول برابرول د حکومت ذمه واري ده اؤ ددې کار لپاره کوم سویچ نه وي چې ګنې په اړولو به یې برامداتو ته ماحول ساز ګار شي بلکې په مشوره د شوؤ سمو پرېکړو له لارې دا کار کیدای شي.
هغه ویل پاکستان کې د معاشي نمو لپاره د ډالرو شتون ضروري دی ،" چې ډالر وي نو د تاسو د نورې دنیا نه څېړنه واخلئ پاکستان ته یې راوړي اؤ مصرف یې کړئ ، میاشي نمو به زیاتیږي خو چې ډالر ختم شي نو معاشي نمو ورسره ختمه شي اؤ بیا به د آي ایم ایف نه مرسته غوښتل راپغاړه وي"
روانه اوونۍ نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف ویلي چې پاکستان سره د قرض په نوې معاهده مذاکراتو ته تېاره ده او وايي چې په روانه میاشت کې د آي اېم اېف د بورډ په غونډه کې له منظورۍ وروسته به پاکستان ته د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې پاتې 1.1 ارب ډالر ترلاسه شي.
د زيارت په ورځ واشنګټن کې د بريفنګ په موقع د نړیوالې مالياتي آدارې اي اېم اېف ډایریکټرې کميونيکېش جولي کوزک د پاکستان د اقتصاد او د آي اېم اېف سره د لنډ مهاله پروګرام په اړه ویلي چې د فنډ د عملې او پاکستاني چارواکو ترمنځ د مارچ په 19مه د مامورينو په کچه تړون وشو او اوس دا د اېګزیګټيو بورډ د منظورۍ سره مشروط ده.
جولي کوزيک وايي چې مونږ د نوي پروګرام په حواله راتلونکو میاشتو کې مذاکراتو ته تېار يو.
د اي اېم اېف د وياندې وينا وه چې د لومړۍ جاېزې بشپړولو وروسته د پاکستان اقتصادي او مالياتي صورتحال ښه شوی دی.
د اقتصادي چارو څېړونکي ډاکټر عابد قيوم سلهري وايي که د کال 2023م راپدېخوا صورتحال ته وکتل شي نو يقيناً د پاکستان معشيت د ښه والي په لور روان دی ولې چې په دغه وخت کي پاکستان د ديواليه کېدو په څنډه ولاړ و.
د ډيوه خبریال ارشد حسین سره خبرو کې ډاکټر عابد قيوم سلهري ویلي ، د تېرو اتوؤ نهو میاشتو راهیسې اقتصادي استحکام ليدل کېږي او ددې استحکام د برقرار ساتلو په ترڅ کې به مونږ ته د آي اېم اېف سره بل درې کلن قرض پروګرام کول وي چې داسې هېواد د دېواليه کېدو له خطر څخه خوندي شي.
د آي اېم اېف لخوا دا بېان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان د زرمبادلې ذخيره 8.04 ارب ډالرو ته پورته شوې ده چې ماهرين یې په درامداتو ولاړ اقتصاد لپاره کم بولي.
Forum