پاکستان پټرول 26روپۍ دوه پېسې او ډيزل 17روپۍ او 34پېسې ګران کړي دي. د تيلو ګرانولو ته سخت غبرګون وېل شوی دی. د تيرې يوې نيمې میاشتې راهسې پاکستان کې پرله پېسې تېل ګرانيږي.
د پاکستان د خزانې وزارت ویلي، "په نړيوال مارکيټ کې د تېلو د بيعو سېوا کېدو له امله حکومت په ملک کې د تېلو بېعو د سېوا کولو پرېکړه کړې ده".
ويل شوي دي چې نوي بېعې به د 16م ستمبر څخه عملي وي.
د نوو قيمتونو ترمخه، د پېټرولو يو ليټر د 305روپو او 36 پېسو نه 331 روپو او 38پېسو ته رسېدلی دی او د يو ليټر ډيزلو بيعه د 311روپو او 84پېسو نه 329روپو او 81 پېسو ته سېوا شوي ده.
له دې وړاندې په لومړي ستمبر يو ليټر پېټرول 14.19روپۍ او ډیزل 18.44روپۍ ګران کړی شوي وو او له دغې وړاندې په 16م اګست پېټرول 17.50روپۍ او ډيزل 20 روپۍ ګران کړی شوي وو.
د تيلو تازه بيعو لوړېدو ته په ټولنيرو رسنیو سخت غبرګون ويل شوی دی.
اقتصاد پوهه جرنلسټ مهتاب حېدر په اېکس [پخواني ټويټر] ويلي، "پاکستان کې د ګرانۍ نوي څپه".
او بل جرنلسټ فخر دراني ویلي،
"ظالم حکومت نامنظور، ګراني نامنظور، ظالمانو لږ سوچ خو وکړئ غريب به څه کوي. حکومت پېټرول 26روپۍ ګران کړه د پېټرولو بم یې راګوزار کړو، د ډيزلو په يو ليټر کې 17روپۍ اضافه، اوس به د دې اثر په د ټولو څيزونو په قيمتونو وي، مطلب د ګرانۍ نوی طوفان".
پاکستان تحریک انصاف ګوند هم د تيلو په ګرانولو سختې نیوکې کړي چې تيل د تېر[پي ډي اېم] د حکومت له امله پرله پسې ګرانيږي.
فخر دراني په يو بل ټویټ کې ويلي دي،
"ځينې خلک وايي عمران خان په 150 روپۍ پېټرول ورکول هغه وخت قوم راضي وو. وروره دا د هغې 150 روپو نتيجه ده چې ملک ته په غاړه ده. دا هغه ځمکني ماينز دي چې خان خواره کړي د آی اېم اېف سره د معاهدې د خلاف ورزۍ په صورت کې، د هغه نه وروسته راتلونکو د ماينونو پاکولو په ځای دې خاورې اچولې او پټ کړي یې وو اوس هغه پرله پسې چاودنې کوي".
بل جرنلسټ وسيم عباسي ویلي،
"ډالر د 300 روپو نه ارزان شو ولس ته یې څه ګټه ورسېده؟".
د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق ویلي، "نور غلي پاتې کېدل مرګ دی." هغه د پېۍټرولو په قيمتونو کې د اضافې سخته غندنه کړې او د ګرانۍ پرضد یې د احتجاجونو اعلان کړی دی.
Forum