لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کشمير مسله دې د ملګرو ملتونو د قرارداد سره سمه د رېفرنډم د لارې حل کړی شي. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم يا OIC


د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم يا OIC عمومي دفتر د خالي په ورځ د جمو او کشمیر لانجې په نړیواله کچه پیژندل شوی دریځ تایید کړی ، او د هند د حکومت دغه دعوې سره یې مخالفت کړی چې ګنې دغه مسله د پاکستان او هند تر منځ دوه اړخیزه مسله ده.

OIC په خپل بيان کې مقبوضه کشمیر کې شوي پرمختګونه "د اندیښنې وړ بللي" چې په دغه سيمه کې د هندوستان د یو اړخیزه پریکړې راهیسې رامینځته شوي چې د هند د اساسي قانون 370 ماده يې له مينځه وړې ده ، کوم چې د هند د ولقې لاندې کشمیر ته ځانګړې خپلواکي ورکړې وه.

د OICعمومي سکریټریټ د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د هغه قرارداد يو ځل بيا تاېد کړی چې د جمو او کشمیر شخړه يوه نړيواله شخړه ګڼي او د دغې مسلې آخيری حل د ملګرو ملتونو د څِار لاندې د جمو او کشمير اولسي راېې رېفرنډم ګڼي.

OIC د مقبوضه کشمیرد خلکو سره يو والی تکرار کړو او په جمو او کشمير کې د نامعلومه کرفيو د زر تر زره اوچتولو غوښتنه وکړه او د دغې ځآېې د خلکو د بنيادي حقونو د احترام غږ يې وکړو.

د OIC جنرل سېکټريټ د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا قرارداد د کشمير د شخړې پاېدار حل اوبللو.

د ملګرو ملتونو امنتي شورا په کال 1948م کې د اپرېل په 21مه نېټه د کشمير د کشالې په اړه د يو قرارداد منظوري ورکړې وه چې پکې ويل شوي وو چې د کشمير د خلکو نه دې اوپوښتل شي چې هغوي د هندوستان سره ورګډېدل غواړي او که د پاکستان سره.

جنرل سېکټرېټ په مينځنۍ آېشيا کې د تل پاتې امن لپاره د کشمير شخړه بنيادي کشاله اوبلله او په دغه مسله يې د پاکستان او هند ترمينځه د خبرو اترو بيا شرو کولو په ضرورت زور واچو.

د هندوستان وزيراعظم نرېندرا مودي د اګست په پينځمه نېټه په يو اړخيزه ډول د خپلې ولقې لاندې کشمير ځانګړی حېثيت ختم کړی او له تېرو 27 ورځو رهسې يې د دغې ځاېې د خلکو په ضد تر نا معلومه وخته پورې کرفيو لګولې او رپورټونه وايې د دغې ځآيې منتخب شوي مشران يې په خپلو کورونو کې نظر بند کړي دي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم دغه بيان په داسې وخت کې جاري کړی چې پاکستان د کشمير په کشاله د دغې تنظيم په سړه رويه ټکونه کړي د پاکستان د سېنټ پخواني چېر مېن رضا رباني د جمې په ورځ پاکستان له د دغې تنظيم نه د وتلو تجويز ورکړی چې د کشمیر په مسله د خاموشۍ وروسته پاکستان له نه ښايې چې په د غه تنظيم کې پاتې شي.

نوموړي د جمې په ورځ په سېنټ کې د کشمير په اړه د بحث په وخت ويلي د اسلامي امت بړبړقۍ ماته شوې او اوس پاکستان له د اسلامي هېوادونو سره خپلو اړيکو ته بيا کتنه پکار ده.

هندوستان د اسلامي هېوادونو تنظيم دغې غوښتنو ته لا رسمي غبرګون نه دی ويلي خو مطبوعات وايې هندوستان دغه تنظيم سنجيده نه ګڼي او وايې د دغې تنظيم ځينې غړي لکه بنګله دېش، افغانستان او مالديپ د کشمير په اړه د هندوستان په ورستۍ فېصله هېڅ اعتراض نه لري،

مطبوعات وايې د هند په ضد به OIC ډېر څه ځکه هم او نه کړي چې د دغې تنظيم غړي هېوادونه د هندوستان سره دا ا رباؤ ډالرو کاروبار کوي.

د هندوستان د تجارت وزارت شمېرې ښايې په کال 2018م کې د هند او OIC د غړو د هېوادونو ترمينځه د 262 اربه ډالرو کاروبار شوی.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG