پاکستان د گل،دوشنبې په ورځ په ډاگه کړه چې گاونډي هیواد یې، هندوستان، د دوو ایټمي قدرتونو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل امکان ته اشاره کړې ده.
دا خبره وروسته له هغه په ډاگه شوې چې د جولائي د ٢٥مې په انتخاباتو کې د تحریک انصاف گوند له بریا وروسته، نوي منتخب وزیراعظم، عمران خان، په اسلام آباد کې واک ته رسیدلی دی.
شاه محمود قریشی لنډه شیبه وروسته له هغه چې د پاکستان د نوي خارجه وزیر په توگه یې د بهرنیو چارو په وزارت کې سوگند پورته کړ، وویل چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي د یو خط په استولو سره، عمران خان ته مبارکي ورکړې او دې خط «د خبرو اترو د یو بهیر د پیلولو پیغام هم له ځانه سره درلود». قریشي دا ټکی، یو غټ مثبت عمل وگاڼه.
د هندوستان له اړخه تر اوسه کوم رسمي غبرگون نه دی څرگند شوی، خو هندي رسنیو عمران خان ته د نریندرا مودي د استول شوي لیک په هکله خبرونه خپاره کړي او جزییات یې ورکړي دي.
په هند کې چاپ شوی اخبار، دِ هندو، لیکلي چې نریندرا مودي د پاکستان نوي حکومت ته پخپلې لومړنۍ رسمي مکاتبه کې، د دوه اړخیزو رابطو غږ کړی دی.
یادې شوې ورځپاڼې د سرکاري ذرایعو له قوله لیکي چې: «وزیراعظم [مودي] د هند او پاکستان ترمنځ د ښه گاونډيزو اړیکو د جوړولو او د منطقې د خلکو د گټې لپاره، د غرضي او گټورو تماسونو د ساتلو ژمنه اظهار کړه.»
بلې ورځپاڼې، د پریس ټرسټ آف انډیا، ویلي چې نریندرا مودي خپل پاکستاني سیال ته دا څرگنده کړې چې نوې ډهلي له اسلام آباد سره «د گټورو او غرضي تماسونو» په هڅه کې ده.
بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر، شاه محمود قریشي، دا خبره ومنله چې د هند او پاکستان ترمنځ مسئلو، لکه د کشمیر لانجه، د دواړو ملکونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي. خو زیاته یې کړله چې دا مسئلې ډیرې پیچلې دي او ښایي کوم «فوري یا آسانه حل» ورته پیدا نشي.
قریشي همدا راز وویل چې هند او پاکستان دواړه ایټمي قوتونه دي او بله هیڅ لاره نلري مگر دا چې خپل منځ کې خبرو ته کښیني. هغه زیاته کړه: «مونږ ته په کار ده چې په یو مداومه او مسلسل ډائیلاگ کې پاته شو، ځکه زما په نظر، دا یوازینۍ او هوښیاره لاره ده چې مونږ دواړو ته راپاته ده.»
د اسلام آباد او نوې ډهلي ترمنځ اړیکې چې له پخوا هم خړې پړې پاته شوي، په هند کې د نریندرا مودي په واک ته رسیدو سره نورې هم ترینگلې شوې.
په تیرو دوو کلونو کې، د دواړو ملکونو ترمنځ د تشدده ډکې اړیکې د دې سبب شوې چې څو څو ځله د کشمیر پر لانجمنې پولې پوځي نښتې وشي او کسان پکې ووژل شي. دغو نښتو دا ویرې هم راتازه کړې چې هسې نه د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر بله غټه جگړه پیل شي.