لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې پنځه تنه وژل شوي

د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د چهار شنبې په ورځ د کشمیر پر کرښه نښتو کې په شپږمه ورځ پنځه تنه وژل شوي. په تیرو شپږو ورځو نښتو کې د مړو شمېره شپاړسو تنو ته رسېدلې ده.

د هند یو چارواکي مطبو عاتو ته ویلي چې د پاکستان له پنجاب ایالت سره د هندي کشمیر د جمو د سیمې د دوه سوه کلومټره غځېدلې کرښې په اوږدو کې د لسګونو کلیو لږ تر لږه اتیا زره وګړو له تېرې جمعې ورځې راهسې کورونه پرېښي او کډه شوي دي.

د هیمانت کمار شرما نومې یوه ځایي حکومتي مامور اې ایف پي ته ویلي "ځینې کورنۍ د خپلو خپلوانو کورونو ته ورغلي او ځینو نورو ته یې مونږ د سرپناه، خوراک او څښاک تیاري نیسو."

هندي چارواکو د سرحد په پنځه کلومټره ساحه کې ټول ښوونځي رخصت کړي او حکومتي ځواکونو د متاثره اوسېدونکو د سیمې څخه بهر انتقالولو لپاره، چې کورونه او څاروي یې پرېښي دي، له زغروالو یا زریع موټرو څخهه کار اخیستی دی.

پاکستاني او هندي چارواکو روانه اونۍ پرله پسې په دې اړوند له یو بل سره خبرې اترې کړي، خو بیا هم تر دې دمه د کال د تر ټولو خونړۍ شخړې په آرامولو کې پاتې راغلي دي.

دواړه پارېدلي لوري یو پر بل تور لګوي چې د جګړې په پيلولو یې د دوه زره دیارلسم کال له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

که څه هم دواړه لوري د کشمیر پر سر په شخړه دي خو هغه سرحدي کرښه چې وروستۍ ناندرې پرې پېښې شوي، متنازعه نه ده.

د هیمالایا سیمه د هند او پاکستان ترمنځ په ۱۹۴۷ کې د برېتانیایي استعمار تر پای ته رسېدلو وروسته وېشل شوې وه، خو تر دې دمه د ۹۳۰ کلومټره سرحد په اوږدو کې په پرلپسې بریدونو کې سلګونه تنه وژل شوي دي.

د سرحد ګڼې سیمې متنازعې دي. هندوستان په خپله برخه کشمیر کې شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي، په داسې حال کې چې په سیمه کې په لسګونه ډلې د کشمیر د خپلواکۍ او یا د پاکستان سره د یو ځای کېدلو لپاره جنګېږي.

See all News Updates of the Day

ملګري ملتونه: پاکستان کې په هرو ‏‎50‎‏ منټو کې يوه حامله ښځه د انسانتياوو د نشتوالي له امله مري

د ملګرو ملتونو د ابادۍ فنډ (يو اېن ايف پي اې) په پاکستان کې د توليدي صحت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي په هر 50 منټو کې يوه ‏حامله ښځه د سهولتونو د نشتوالي لکبله مري او د حامله ښځو د مړينې دا شرحه صفر کولو د پاره به پاکستان ته 122 کلونه موده پکار وي. ‏

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د ابادۍ فنډ په خپل تازه کلني رپورټ کې ويلي چې پاکستان په جنسي او توليدي صحت کې د نړۍ نه ډېر وروسته پاتې ‏شوی دی او دلته زياتره حامله ښځې د ماشوم د زېږولو په وخت د جديد علاج او خسمانې نه محرومه دي.‏

رپورټ زياتوي چې د پاکستان په کليوالو سيمو کې حامله مېرمنې زياتې ځپل کیږي اود دې افسوسناک صورتحال باوجود حکومت مثبت ګامونه نه پورته ‏کوي.

د ملګرو ملتونو د ابادۍ او پرمختيا د څانګې مشر مقدر شاه وايي، "په پاکستان کې هر 50 منټو کې يوه ښځه د دغې وجې نه مړه کيږي چې کله حامله وه ‏ورته په مناسب وخت سهوليات او دوايانې نه ترلاسه کیږي. پاکستان ته 122 کاله پکار دي که دوي غواړي چې يوه حامله ښځه د سهولتونو د نشتوالې ‏لکبله مړه نه شي".‏

له دې مخکې ملګرو ملتونو ويلي وو چې د مور او ماشوم د صحت او د علاج سهولتونو په اړه د پاکستان صوبه بلوچستان تر ټولو شاته پاتې ده او د ماشوم ‏د زېږولو په وخت د مياندو د مړه کېدو شرحه تر خطرناکه حده پورې زياته ده. ‏

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان صحت نظام تش په کاغذونو کې سم ښودل کیږي. په حقيقت کې د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د 1500 ‏ناروغانو د پاره يواځې يو ډاکټر دی او حامله ښځو او نوو زېږېدلو ماشومانو دپاره په هيواد کې 756 د صحت مرکزونه دي. ‏

د يو اين ايف پي اې د پاکستان مشر ډاکټر لوې شبانې وايي، "په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې خانداني منصوبه بندۍ لپاره د چټکو ګامونو پورته ‏کولو ضرورت دی او پاکستان ته پکار دي چې په دې اړه نوره زياته سرمايه کاري وکړي چی داسې خلکو ته د توليدي صحت اسانۍ ورکول ممکن شي". ‏

پوهان وايي،پاکستان کې د حامله مېرمنو د مړينې شرحه کې د اضافې يوه وجه ګران بيعه دوايانې هم دي چې د يو غريب تن د وس نه بهر دي.‏

‏ دوي زياتوي، که پاکستان کې د صحت کارمندانې په ښه ډول روزل شي نو نو په هرو لسو ماشومانو کې نهه په کور دننه پيدا کېدای شي خو د هغې دپاره ‏به د صحت مرکزونه فعالول وي او عملې ته به ښه او جديد تربيت ورکول وي.‏

سيګار: په افغانستان کې داعش خراسان ډله منطقې او غرب ته ګواښ جوړېدی شي

داعش خراسان
داعش خراسان

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې سیګار په خپل درې مياشتني پورټ کې کانګرس ته ويلي، د دوحې په تړون کې د ‏طالبانو لخوا د شوې ژمنې باوجود په دې درېو مياشتو کې د افغانستان څخه د ترهګرۍ بريدونه جاري وو او دا هېواد يو ځل بيا د ترهګرو په ځاله بدليږي. ‏

د سيګار د رپورټ ترمخه په افغانستان کې داعش خراسان تر ټولو لوی ګواښ دی او د دې وړتيا لري چې منطقې او بهر ته ګواښ جوړ شي.‏

څېړونکي وايي د پاکستان او ايران څخه د مجبورۍ په حالاتو کې افغان کډوال خپل هيواد ته خالي لاسونه ستنول د داعش خراسان د پياوړي کېدو سوب ‏ګرځي.‏

د سياسي چارو افغان څېړونکی اختر محمد راسخ وايي، "د دغو په ډله کې هغه افغانان هم شته چې هغوی د فقر له امله يې پناه وړې پاکستان يا ايران ته او ‏يا د سياسي ستونزو له وجې يې چې دوی اول په جمهوريت کې وو او دوی ويريږي چې طالبان به يې وژني نو دوی هم واپس کيږي نو په دغه پروګرام کې ‏داعش ته ښه عسکرګري کيږي او دا خلک مجبوره دي چې لاړ شي او داعش سره وسله واخلي او د طالبانو په وړاندې وجنګېږي او د سيمې د ناامنه کولو ‏سره سم دوی ولوبېږي".‏

په افغانستان کې واکمنو طالبانو وار په وار په دې هېواد کې د داعش خراسان په ګډون د وسله والو ډلو د موجودګۍ او پياوړي کېدو په اړه راپورونه تل رد ‏کړي او له دې وړاندې يې ډيوه ته وخت په وخت ويلي چې افغانستان کې اوس کومه داسې وسله واله ډله وجود نه لري چې د دې هېواد خاوره د بل کوم ‏هېواد پرضد وکاروي او چاته ګواښ پېښ کړي.‏

خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت تور لګولی، "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چې د پاکستان خاورې څخه افغانستان ته را ‏اوښتي، د هغوی خاوره زموږ په ضد کارول شوې او پیښي له هغه هیواد څخه تنظیم کیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي".‏

پاکستان د طالبانو دغه تور ته سمدستي ځواب نه دی ويلی. خو د طالبانو د دفاع وزارت دغه بيان د پاکستان د پوځ هغه دعوې ته په ځواب کې ويلی، چې د ‏افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي.‏

د پاکستان پوځي وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري ويلي، د خېبرپښتونخوا په بشام کې په چينايي انجينيرانو په ‏‎26‎م مارچ شوي "بريد کې پينځه ‏چينايي او يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی ‏وو، پاکستان د دغو پېښو په ‏کلکه غندنه کوي".‏

هغه دعوه کړې وه، کلک شواهد موجود دي چې د ټي ټي پي ‏ترهګر پاکستان کې د ترهګرۍ دپاره د افغانستان خاوره کاروي په دغه لړ کې د پاکستان د ‏بهرنيو چارو وزارت احتجاج هم کړی او د پوځ مشر پرې تحفظات هم څرګند کړي دي".‏ د طالبانو د دفاع وزارت دغه دعوې رد کړي دي.‏

په افغانستان کې د داعش خراسان د موجودګۍ په حقله د سيګار په رپورټ کې ويل شوي که څه هم دا وسله واله ډله په ياد هيواد کې په کومه برخه کنټرول ‏نه لري خو د هيواد دننه تر ټولو لوی خطر ګڼل کېږي او د ملک په داخل او بيرون د ګواښ متوجې کولو صلاحيت لري.‏

سیګار په خپل تازه رپورټ کې د داعش خراسان په وروستيو بريدونو اندېښنه ښودلې او ويلي یې دي، ياده وسله واله ډله د دې وړتيا او اراده ساتي چې بېرون ‏کې د امريکا او لوېديځو ګټو باندې لږ تر لږه شپږو مياشتو کې بريد وکړي.‏

د رپورټ ترمخه وسله والو ډلو په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعيت، کمزوري حکومتدارۍ او منظمې شبکې نه د جنګيالو برتي کولو او تربيه ‏کولو ګټه پورته کړې ده.‏

د سياسي چارو ځيني افغان څېړونکي په دې نظر دي چې د داعش خراسان ترڅنګ نورې وسله والې ډلې د پاکستان په ګډون ګاونډي هيوادونو کې د ‏جوړېدو وروسته افغانستان ته ورغلې دي، دوی وايي يواځې د طالبانو دپاره يې مخنيوی کول ممکن نه دي.‏

په روس کې د ماسکو پوهنتون استاد او څېړونکی پروفېسر شېر حسن حسن وايي، " که چري د امريکايانو، اروپايانو، چين، هند، ايران او منځنۍ اسيا ‏هېوادونو په ګډون چې د افغانستان ګاونډيان دي، دغې پروسې ته په يو واحد نظر و نه کتل شي ترهګرې ډلې هلته مهار نشي چرته چې جوړېږي او هغه ‏ځای په ريښتني ډول په ګوته نه شي ترهګرې ډلې يواځې د افغانستان سره پاکېدلې ممکن نه دي".‏

د سيګار په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې طالبان په عراق او شام کې د داعش خراسان او نورو مخالفو ډلو پرضد حرکت کوي خو القاعده او پاکستاني ‏طالبان برداشت کوي.‏

په افغانستان کې د داعش خراسان د موجودګۍ په حقله که څه هم د سياسي چارو افغان څېړونکی اخترمحمد راسېخ په دې نظر دی چې ياده وسله واله ډله ‏د غربي نړۍ استخباراتو د خپلو ګټو دپاره جوړه کړې، خو داعش خراسان په افغانستان کې په امريکايي ځواکونو او د هغوی په تنصيباتو بريدونه کړي او ‏امريکا په 2016 کال کې داعش خراسان ترهګر تنظيم ګرځولې وه.‏

‏(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شریک کړي)‏

د پاکستان پوځ وایي ملک کې یې 13,000 عملیات کړي، څېړونکي: باید نتیجې یې مخې ته راغلې وای

د پاکستان پوځ یو ځل بیا په ملک کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ تور په افغانستان لګولی او وایي د ترهګرو پرضد د روزانه په بنیاد نیزدې سلو پورې عملیات کیږي. څېړونکي‌ وایي که پوځ دومره زیات عملیات کړي نو باید څه نتیجې یې هم مخې ته راغلې وای.

د پوځ‌ لخوا د ترهګرو پرضد په دې شمېره کې د عملیاتو دعوه په داسې حال کې شوې ده چې رپورټونه وايي په پاکستان کې ترهګري نوره هم سېوا شوې ده او زیاتره بریدونه په امنیتي ادرو شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي اېس پي آر مشر میجر جنرل احمد شریف د مې په اوومه یو اوږد پریس کانفرنس کې د سیاسي حالاتو ترڅنګ پاکستان کې زیاتېدونکې ترهګرې په اړه وویل، سږ کال یې د ترهګرو پرضد 13,000 نه زیات عملیات کړې دي.

د پوځ ویاند وویل د دغو عملیاتو په نتیجه کې 249 ترهګر وژل شوې دي اؤ 396 نیول شوي دي، دغه شان په ځوابي کاروایو کې 60 پوځیان هم سږ کال وژل شوي دي.

د روزانه په بنیاد دا سل عملیات په کومو سیمو کې روان دي د پوځ‌ ویاند په دې حقله څه واضحه خبره نه ده کړې.

په پاکستان کې د شخړو او امنیت د مطالعاتو د څېړنیزې ادارې یو مشر او څېړونکی عبدالله خان وایي، "د ای اېس پي آر مشر چې کومه دعوه کړې ده داسې دعوې د پولیسو اؤ ترهګرۍ ضد ادارو هم کړې دي خو باید که په دومره لویه کچه د ترهګرو پرضد عملیات روان دي نو ولس دې هم په دې خبر کړی شي چې چرته روان دي اؤ څه نتیجې یې راوتې".

د پاکستان پوځ پ هېواد کې دننه د ترهګرو پرضد د عملیاتو خبره هم کوي خو بیا دلته زیاتېدونکې ترهګرۍ تور په افغانستان هم لګوي کوم چې څو واره د طالبانو حکومت رد کړې دي.

څېړونکي وایي که چېرې په دومره لویه شمیره دا عملیات کیږي نو باید چې نتیجې یې ښکاره وي اؤ که بیا هم په ترهګرۍ قابو نه راځي نو بیا به پاکستان ته خپله تګلاره بدلول وي.

خبریال او د سیاسي چارو څېړونکی حق نواز خان وایي، په پاکستان کې په سیاسي کچه د ترهګرۍ پرضد څه تګلاره نه شته، وایي‌ باید په دې مسله سیکورټي ادارې اؤ سیاسي ګوندونه اتفاق ولري:

"جنګ د هرې مسلې حل نه دی خو چې مخکې د ریاست اؤ ترهګرو تر منځ کومې خبرې شوې دي ناکامه شوې دي او هغه نه پس حالات بیا نور هم خراب شوي دي".

په پاکستان کې د امنیت په برخه کې د څېړنې د غیر سرکاري ادارو رپوتونه وایي تېر او سږ کال پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده اؤ سږ کال د ترهګرۍ پېښې د کال 2015م نه هم سېوا دي.

دا رپوړټونه وایي د ترهګرۍ نه تر ټولو زیات خیبرپښتونخوا اؤ بلوچستان صوبې متاثره شوې دي.

په پاکستان کې کروندګرو د غنمو په سر د احتجاج اعلان کړی

یوسفزي وویل د سږ کال د جنورۍ او د فېبرورۍ په میاشتو کې د حکومت د فېصلې وروسته پاکستان ۳۲ لکه مېټرېک ټنه غنم درامد کړي دي، د دې باوجود چې په ملک کې د غنمو د پمبر یا د ښه پېدوار توقعو کېدله
یوسفزي وویل د سږ کال د جنورۍ او د فېبرورۍ په میاشتو کې د حکومت د فېصلې وروسته پاکستان ۳۲ لکه مېټرېک ټنه غنم درامد کړي دي، د دې باوجود چې په ملک کې د غنمو د پمبر یا د ښه پېدوار توقعو کېدله

د کروندګرو تنظیم پاکستان کسان اتحاد د می په لسمه نېټه د ملک په کچه د احتجاج اعلان کړی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د زمېندارانو نه په خپل مقرر کړي نرخ غنم واخلي او د ښه کورني پېداوار باوجود بهر نه د غنمو د درامد کولو د حکومتي فېصلې دې تحقیقات وکړی شي.

د پاکستان کسان اتحاد د خېبرپښتونخوا مشر او د اتحاد کاشتکاران خېبرپښتونخوا نومې تنظيم ترجمان لیاقت یوسفزي وي او ای ډیوه ته د ټېلې فون دلارې وویل د کروندګرو د احتجاج په ورځ به مرکزي لاریون د ملتان نه شروع کېږي او د خېبرپښتونخوا په شمول په نورو سیمو کې به په مقامي کچه کروندګر احتجاجونه کوي.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې په خپل مقرر کړي نرخ د کروندګرو نه غنم واخلي او په دې اړه دې تحقیقات وکړي چې په ملک کې د غنمو د ښه فصل د توقعو باوجود حکومت ولې بهر نه د غنمو د درامد کولو فېصله وکړه؟

یوسفزي وویل د سږ کال د جنورۍ او د فېبرورۍ په میاشتو کې د حکومت د فېصلې وروسته پاکستان ۳۲ لکه مېټرېک ټنه غنم درامد کړي دي، د دې باوجود چې په ملک کې د غنمو د پمبر یا د ښه پېدوار توقعو کېدله.

د پاکستان په ډان اخبار د غنمو د مسلې په اړه مضمون کې لیکل شوي چې د منسټري اف فوډ سېکيورټي یا د خوراک د تحفظ وزارت د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې د کابېنې اقتصادي کمېټۍ ته د غنمو د درامد کولو په اړه یو یاداشت کې وویل په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کال کې د دوه اشاریه ۴۵ مېلین ټنه غنمو د کمي توقعو ده او دا کمی پوره کولو دپاره پکار ده غنم درامد کړی شي.

د غنمو د درامد کېدو نه علاوه، لیاقت یوسفزی وایي حکومت د کروندګرو نه غنم نه اخلي او د اوړو مېلونو ته يې اجازت ورکړی چې نېغ په نېغه د زميندارانو نه غنم واخلي.

په ملک کې د غنمو او د نورو فصلونو د تقیسم او د ذخېره کولو دپاره پاکستان په ۱۹۷۳ کې د پاکستان اېګريکلچرل سټورېج اېنډ سروېسز، پاسکو، نومې حکومتي کمپني جوړه کړه.

یوسفزی ايي مخکې به پاسکو د کروندګرو نه غنم اخیستل، په خپلو ګودامونو کې به يې ذخیره کول او د کوټې یا د مقرر شوي مقدار به حساب به يې د اوړو په مېلونو خرڅول خو اوس اداره د مالي مشکلاتو په سبب غنم نه اخلي.

د لیاقت یوسفزی ترمخه، حکومت د غنمو د ۴۰ کلوګرامو نرخ ۳۹۰۰ ټاکلی دی.

لیاقت یوسفزی وايي پاسکو د اوړو مېلونو ته ويلي چې کروندګرو نه دې نېغ په نېغه خپله غنم اخلي. هغه وايي دا وخت په عام بازار کې د مېلونه د حکومت مقرر کړي نرخ هم په کمه بېعه اخلي.

د ډان اخبار د شورو، چهارشنبې، په ورخ خپل رپورټ کې وویل د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ ايي سي سي د نهې، سه شنبط، په ورځ پاسکو ته منظوري ورکړه چې اضافي ۴۰۰۰۰۰ ټنه غنم د کروندګرو نه واخلي.

د وي او ای ډیوه دپاره په سمدستي ډول ممکنه نه وه چې معلومه کړي چې یوسفزی په څه بنیاد وایي چې پاسکو د کروندګرو نه غنمو نه اخلي د دې برعکس چې وېل کېږي ايي سي سي پاسکو ته منظوري ورکړې چې زمېندارانو نه دې څلور لکه ټنه اضافي غنم واخلي؟

عدالت اډیاله زندان ته د بشرا بي بي د منتقلۍ حکم کړی، ‏امریکا وایي پاکستان او نړۍ کې د هر بندي ساتنه غواړي

د اسلام اباد هايکورټ د پخواني وزيراعظم او تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي خواست منظور کړی او د اسلام اباد له بني ګاله څخه ‏اډياله زندان ته د هغې د منقل کولو حکم یې کړی دی. ‏

په زندان کې د عمران خان د خونديتوب په اړه پوښتنې په ځواب کې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتيو ميلر ویلي، امریکا د پاکستان په ګډون په ‏ګرده نړۍ کې د هر بندي ساتنه او امنيت غواړي، او هر بندي بنيادي بشري حقونه لري.‏

بشرا بي بي د بني ګاله نه اډياله جېل ته د منتقل کېدو خواست کړی وو. د اسلام اباد هايکورټ جسټس میا ګل حسن اورنګزېب نن فېصله واورله، یاده ‏فېصله یې تېره اوونۍ محفوظ کړې وه.‏

عمران خان هم په اډياله زندان کې بندي دی.‏

پرون د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویاند نه په خبري کانفرنس کې پوښتنه شوې چې د امریکې سېنېټر چک شومر پاکستاني سفير سره ليدلي، او ورته ‏یې ويلي وو چې په زندان کې د عمران خان خونديتوب د امریکې ترجيح ده، په ځواب کې ميلر ويلي، هغه په دغه ليدنه او بحث معلومات نه لري، خو ‏امریکا د پاکستان په ګډون په ګرده نړۍ کې د هر بندي ساتنه او امنيت غواړي، او هر بندي بنيادي بشري حقونه لري.‏

هغه په پاکستان کې د امریکې د سفير ډانلډ بلوم په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر عمر ايوب خان او نورو غړو سره د ليدو ويلي چې په په ګڼو ‏موضوعاتو یې ورسره خبرې شوي دي، هغه بيا ويلي هر سياسي ګوند ته احترام لري او بشري حقونه ورله غواړي.‏

د جنورۍ په ‏‎31‎مه نېټه بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضيه کې ‏‎14‎‏ کاله سزا اورولې وه، او هغه بيا په خپله اډياله زندان ته تللې او بيا د زندان نه بني ګاله ‏ته منتقل کړل شوې او بني ګاله ورته سب جېل ګرځول شوی وو.‏

د فرورۍ په مياشت کې بيا بشرا بي بي د بني ګاله زندان ګرځولو ضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی وو. ‏

عمران خان تور لګولی وو مېرمن ته يې په بني ګاله کې زهر ورکول کيږي. بيا د عدالت په حکم طبي معاينه شوې او د هغوی صحت سم ګرځول شوی وو.‏

تېره مياشت اسلام اباد هایکورټ د توشه خانې په مقدمه کې پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته اورول شوې ‏‎14,14‎‏ کاله د قېد ‏سزاګانې معطل کړې وې.‏

خو د روان کال فرورۍ په درېمه عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د عدت دوران کې د نکاح کولو په جرم کې عدالت د 7، 7 کالو د بند سزا اورولې ‏وه.‏

د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د نومبر په میاشت کې د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو چې د عمران خان او بشرا بي ‏بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.‏

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG