لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن نقوي: "افغانستان سره ښې اړيکې غواړو خو چې خپله خاوره د پاکستان ضد ترهګرۍ کارېدو ته نه پرېږدي"‏


Mohsin Naqvi
Mohsin Naqvi

‏د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، "د افغانستان سره ښې اړيکې غواړو خو دا په هغې صورت کې چې هغوی زمونږ سره ملګرتيا وکړي او ‏خپله خاوره د پاکستان پرضد ترهګرۍ دپاره کارېدو نه پرې نه ږدي، هغو ته به اقدامات کول دي"‏

د کورنيو چارو وزير محسن نقوي يو ځل بيا تکرار کړې، "بشام کې په چينايانو بريد تحريک طالبان پاکستان کړی وو، د افغانستان نه یې منصوبه جوړه ‏شوې وه، پاکستان دغه مسله افغانستان کې د عبوري حکومت سره راپورته کړې وه او په هغو ټينګار شوی وو چې هلته موجود ترهګر ودروي او پرضد یې ‏کارروايي وکړي خو تراوسه پورې د هغې کومې ښې نتيجې نه دي راغلي".‏

هغه ويلي، "مونږ په افغانستان کې د عبوري حکومت نه غوښتنه کوو، چې بختیار شاه، قاري عبدالله او خان لالا او په خصوصي توګه د ټي ټي پي مشر نور ‏ولي مسيد او د ملاکنډ کمانډر عظمت الله مسيد او نور مشران ونيسي، پرضد یې کارروايي وکړي يا یې پاکستان ته حواله کړي".‏

په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏ هغه وخت تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی وو.‏

په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې د ياد بريد په اړه ويلي وو، ‏‎‏"په دغه بريد کې پينځه ‏چينايي او ‏‏يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی ‏وو، پاکستان د دغو پېښو په ‏کلکه غندنه ‏‏کوي".‏

د پاکستان د پوځي وياند دعوې ته په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي دغه تورونه رد کړي او ويلي ‏‏‏يې وو، د خېبرپښتونخوا په يوه داسې سيمه کې، چې "د پاکستان د پوځ د کلک امنيت لاندې ده، د چينايانو وژل کېدل د پاکستاني امنيتي ‏ارګانونو ‏‏‏کمزوري او یا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاګه کوي". ‏

محسن نقوي پرون په ‏‎26‎مه مې د ترهګرۍ ضد ادارې (نېکټا) د چارواکو سره په ګډه خبري غونډې ته ويلي، "مونږ په خپلو پولو امنيتي اقدامات سېوا کړي ‏خو بيا هم ترهګر په څه نه څه طريقه راتلو کې کاميابيږي، پاکستان خبر دی چې د دې په شا کوم قوتونه دي چې زمونږ او چین اړيکې خرابول غواړي".‏

هغه زياته کړې، "دغه قوتونه په افغانستان کې د عبوري کمزوري حکومت څخه ګټې پورته کوي، په پوله پرتو علاقو کې د ټي ټي پي په څېر ترهګرو ته ‏ملاتړ ورکول کيږي ا و د هغې زمونږ سره ګڼ شواهد موجود دي، ټي ټي پي د پاکستان پرضد کارول کيږي".‏

نقوي دعوه کړې، "د پاکستان امنيتي ادارو په ياده پېښه کې ککړ کسان معلوم کړل شوي او نيول شوي دي"، هغه د کوم ملک نوم نه دی ويلي چې د ‏پاکستان پرضد د ټي ټي پي ملاتړ کوي، خو ويلي يې دي خو "زمونږ سره ګڼ شواهد موجود دي".‏

د نېکټا مشر رای طاهر بشام کې په چينایانو د شوې حملې تفصيلات مطبوعاتو سره شريک کړي، د يادې پېښې وروسته ګډه پلټنيزه کميټي جوړه کړل ‏شوې، "دغه بريد د ټي ټي پي د مشرۍ په لارښوونه شوې، هغوی د دې حملې دپاره زمونږ د مخالفه استخباراتي ادارو څخه ډېرې روپۍ اخستي دي".‏

هغه دعوه کړې، د پاکستان امنيتي ادارو په ياد برید کې ککړ کسان نيولي او هغوی په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد ادارې سره بندي دي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG