لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: په ايمن الظواهري پسې امریکايي ډرون د پاکستان څخه نه وه پورته شوې


د انساني حقونو دپاره د پاکستان پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري دا پوښتنه راپورته کړې ده چې ایا په الظواهري د حملې دپاره د پاکستان فضايي حدود استعمال شوي دي؟
د انساني حقونو دپاره د پاکستان پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري دا پوښتنه راپورته کړې ده چې ایا په الظواهري د حملې دپاره د پاکستان فضايي حدود استعمال شوي دي؟

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي، "په ايمن الظواهري پسې امريکايي ډرون د پاکستان څخه نه وو تللی، هغه څنګه وژل شوی، هغه چرته وو په دې باندې د افغانستان او امريکا ترمنځ خبره پکار ده".

امریکايي صدر جوبایډن په خپله د القاعده مشر ايمن الظواهري په ډرون بريد کې په کابل کې وژل کېدو تصدیق کړی دی. ډرون برید د اګست په لومړۍ نېټه شوی دی.

د طالبانو حکومت د ډرون برید غندنه کړې خو تراوسه پورې د ايمن الظواهري په اړه څه نه دي ويلي چې ایا هغه وژل شوی دی او که نا؟

د شورو/ چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د وزيراعظم د مرستيال ملا عبدالسلام حنفي نه خبريالانو پوښتنه وکړه چې د امریکا په ډرون برید کې د ایمن الظواهري د وژنې په اړه څه وایي، هغه وویل:

"مونږ تر اوسه په دې اړه تفصیلي معلومات نه لرو، ټول هغه څه چې موږ ترې خبر یو هغه دا دي چې دلته یو ډرون برید شوی دی او زموږ اسلامي امارت [طالبان] یې په کلکه غندنه کوي".

پاکستان هم د ايمن الظواهري د وژنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د پاکستان خارجه وزارت د اګست په دویمه نېټه په یو بیان کې وویل پاکستاني مامورینو په افغانستان کې د "ترهګرۍ ضد" عملیاتو په اړه د امریکې رسمي بیان او مطبوعاتي رپورټونه لیدلي دي، پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي، د ترهګرۍ خلاف د پاکستان "قربانۍ" هرچا ته معلومې دي او دا چې د نړیوالو قوانینو او د متحده قومونو د اړونده قراردادونو سره سم پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره تیار دی.

د پاکستان خارجه وزارت د خارجه وزارت په بیان کې د الظواهري نوم نه دی اخیستل شوی او نه هم دا وېل شوي چې په افغانستان کې د امریکې د ترهګرۍ ضد عملیات هدف څوک یا کومه ډله وه؟

د انساني حقونو دپاره د پاکستان پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري دا پوښتنه راپورته کړې ده چې ایا په الظواهري د حملې دپاره د پاکستان فضايي حدود استعمال شوي دي؟

مېرمن مزاري په ټوېټر ویلي چې امریکايي ډرون د خليج د لوري افغانستان ته تللی دی، او که چېرې دا وګڼل شي چې پاکستان امریکي ته پوخي اډې نه دي ورکړي ( او یا دې حکومت په پټه ورکړي وي) نو بیا امریکايي ډرون د کوم ملک په فضايي حدودو کې پرواز وکړو؟ ایران امریکايي پوځ ته اجازت نه ورکوي نو بیا ایا د پاکستان فضايي حدود استعمال شول؟

په مطبوعاتو ځینې خبرونه مخې ته راغلي چې په کابل کې په ايمن الظواهري کوم ډرون بريد شوی دغه ډرون د پاکستان فضايي حدود کارولي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله يو شخصي ټيلي ويژن جيو سره په خبرو کې ویلي، د ایمن الظواهري يا په افغانستان کې د ډرون کېدل داسې معامله ده چې امريکا او افغانستان له پرې خبري پکار دي او دا هم کتل پکار دي چې کوم مذاکرات شوي په هغې کې په دې اړه څه ويل شوي وو.

ثناالله ویلي، که ايمن الظواهري په کابل کې وو او طالبان پرې نه وو، نو دا بيا بيله خبره ده.

د راپورونو ترمخه د القاعده مشر ايمن الظواهري په کابل کې د طالبانو په حکومت کې شاملې حقانې شبکې ساتلو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG