لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې ایراني او پاکستاني مامورینو د دوه اړخېزه تجارت په زیاتوولو خبرې کړي


ایران او پاکستان ایراني تېل پاکستان ته د رسولو دپاره د پایب لاین جوړولو منصوبه هم لري
ایران او پاکستان ایراني تېل پاکستان ته د رسولو دپاره د پایب لاین جوړولو منصوبه هم لري

په کوټه کې د ایران کونسل جنرال محمد رفیعي وويل د پاکستان او ایران د اقتصادي زون پرانسته به په نزدو ورځو کې د ايران د سيستان بلوچستان د میر جاوه په ښار کي وکړی شي او په ټیټ نرخ به پاکستان ته تيل پلوري.

د بلوچستان د حکومت د بیان ترمخه، د ایران کونسل جنرال دغه خبرې په کوټه کي د بلوچستان اعلۍ وزير جام کمال خان سره د کتنۍ پرمهال وکړې.

جام کمال او کونسل جنرال محمد رفیعي موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ و سوداګرۍ ته د ودې ورکولوڅخه به وعامو خلکو ته استيفا ده ورسي.

د بیان ترمخه، د پاکستان او ایران ترمنځ تجارت د تر پنځه میلیارد ډالروپورې زیاتو ل د دې غونډې مهم ټکی و. دوی د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو لپاره د پاکستان او ایران پر سرحدې پولېبا ندي د اقتصادي زونونو له لارې د سوداګرۍ په اړه ټینګار وکړ او دغه ډول د پاکستان او ایران د سرحدي د ګډ کمیسون او د ګډې سوداګرۍ په ترڅ کې د پریکړو د پلي کولو په اړه هم خبري اتري ترسره شوي.

جام کمال وویل د دواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکې په سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پورې تړلې دي، په سوداګرۍ پورې تړلي فعالیتونه به دغه اړيکي نورې هم پیاوړي کوالی شي. هغه زیاته کړه، په سیمه کې ناامنۍ د پاکستان او ايران پر اقتصاد با ندي منفي اغیزه کوي.

جام کمال وويل، مرکزۍ او صوبائي حکومتونه د ايران سره د سوداګري د زياتولو لپاره د مخا دره موادو د قاچاق او په سرحدي سيمو کي د سولې د پرځاې کولو له پاره تکل کوي.

جام کمال خان وویل د پاکستان او ایران ترمنځ پر سرحدونو باندي د مالیې څخه پرته منډي به د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو ته وده ورکړي.

حکومت د شيعه زيارت کونکو لپاره ایران ته د سفرپر مهال بشپړه امنیت ورکريدي

د ایران کونسل جنرال محمد رفیعي وويل دواړه هیوادونه د لسیزو راهیسې ټولنیز، سیاسي او کلتوري اړیکې لري؛ له همدې امله ایراني حکومت تل د پاکستان سره د خپلو اړیکو لپاره اهمیت ورکړی دی.

ایراني او پاکستاني مامورینو د دوه اړخېره تجارت په زیاتوولو په داسې مهال خبرې کړي چې امریکې په ایران اقتصادي پابندۍ سختې کړي. امریکې ویلي هغه هېوادونه به هم د بندیزونو سره مخامخ کیږي چې د ایران سره تجارت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG