لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کیلاش خپل مړی په موسیقۍ ګډا او خوشحالۍ رخصتوي


د خیبر پښتونخواه شمالي ضلعې چترال کیلاش دره کې د اوسیدونکو کیلاش ژوند کې موسیقي او ګډا مهم کردار لوبوي او ددوي هیڅ داسې دستوره یا جشن نیشته چې پکې به روایتي موسیقي نه وي تر دې چې ددوي د ورورولۍ کوم تن مړشي نو د هغه مړینه هم کیلاش د ویر ژړا پر ځایې په ډول سورڼا او ګډا نمانځي
د خیبر پښتونخواه شمالي ضلعې چترال کیلاش دره کې د اوسیدونکو کیلاش ژوند کې موسیقي او ګډا مهم کردار لوبوي او ددوي هیڅ داسې دستوره یا جشن نیشته چې پکې به روایتي موسیقي نه وي تر دې چې ددوي د ورورولۍ کوم تن مړشي نو د هغه مړینه هم کیلاش د ویر ژړا پر ځایې په ډول سورڼا او ګډا نمانځي

د خیبر پښتونخواه شمالي ضلعې چترال کیلاش دره کې د اوسیدونکو کیلاش ژوند کې موسیقي او ګډا مهم کردار لوبوي او ددوي هیڅ داسې دستوره یا جشن نیشته چې پکې به روایتي موسیقي نه وي تر دې چې ددوي د ورورولۍ کوم تن مړشي نو د هغه مړینه هم کیلاش د ویر ژړا پر ځایې په ډول سورڼا او ګډا نمانځي.

د کیلاش درې بمبوریت کلي کې ٩٥کلن رم دین مړ شوی دی او مړی یې د کیلاشیانو یوه عبادت خانه کې سور څادر کې پټ په کټ پروت دی. د مړي گس اړخ ته د اکوړو ډکه یوه کاسه هم لیدل کیږي. د کټ نه گیر چاپیره د رم دین خپلوانې زنانه ناستې او ولاړې دي. یوه بوډۍ د خپلې ژبې سندرې وایي او د مړي د پاسه هوا کې لاسونو له داسې حرکت ورکوي لکه پښتنه سیمه کښې چې بوډیگانې د چا نذر ماتوي. د بوډۍ د سندرې نه پس د عبادت خانې گټ کې ولاړو دوو تنانو ډولکو له ډنگ ورکړواو موسیقي توده شوه او دننه موجودې ټولې ښځې او نارینه د مړي د کټ نه گیر چاپیره په گډا سر شوې. څوک ځان له گډیږي او چا د دریو څلورو او تر دې چې د لسو دولسو ټولگی جوړ کړی دی او خپل راویتي رقص کوي. ګډا سره سره دوي مخصوص انداز کې چغې او شپیلي هم غږوي. یو تن سره پکې اوږده نیزه او بل سره لاسونو کې گونگروگان هم لیدی شي. د گډا داسلسله قریباً پنځلس منټه جاري وه او بیا دمه شوه. په دغه موقع چې ډیوه راډیو د یو کیلاش شیرعالم سره خبرې وکړې کوم چې د سکول استا‏ُذ دی نو هغه وویل رم دین به څاروي ساتل او کرکیله به يي کوله.

د ژوند یوه برخه یې پیښور، کراچۍ او چترال کې هم تیره کړې ده او د تیرو پنځو کالو نه په کټ پروت رنځور وو. ددې پوښتنې چې دوي د خپلوانو په مرگ دومره خوشحالي ولې کوي شیرعالم وویل ددوي د کلتور مطابق چې څوک دې دنیا ته راشي نو هم دوي خوشحالیږي او خواږه ویشي او څوک چې دلته نه رخصتیږي نو دوي گڼي بیا قدرت ته لاړوځکه یې په خوشحالۍ او گډا رخصتوي، زیاتوي ددوي مړی عبادت خانه کې دوه درې ورځې هم دغه شان پروت وي او د گډاگانو او موسیقۍ لړۍ جاري وي البته کله چې موسم گرم وي نو دا دستوره صرف یوه ورځ شپه وي او بیا دوي مړی خاورو ته وسپاري. شیرعالم وایي تر ۱۹۷۰ پورې به دوي خپل مړي نه خښول او څرگنده به بکسو کې هادیره کې پراته وو او ددوي د کلتور مطابق دوي د مړي سامان نه استعمالوي نو هغه ټول څیزونه لکه جامې کټ بستره، رقیبۍ، ټوپک، کالي به هم ورسره صندوق کې پراته وو خو بیا به د شا و خوا نه خلق راتلل او قیمتي سامان به یې غلا کولو نو دوي فیصله وکړه نور به دوي خپل مړي خښوي او صرف عام څیزونه به ورسره ږدي.او په قبر سور بیرغ ولاړ وي.

دی وایي په دې موقع دوي گډې بیزې حلالوي او تر څو چې مړی پروت وي دوي ټول زنانه، نارینه او ماشومان هم دلته په شریکه ډوډۍ خوري. شیرعالم چې دا خبرې ډیوه راډیو سره کولې نو دغه وخت کې کیلاش زنانه مخصوصو ټوکرو کې کور کې په تنور پخو شوو ډوډو سره عبادت خانو پلو راروانې وې. البته کمسۍ يې پرانیستې وې. شیر عالم وايي کیلاش زنانه خپلو ویښتانو نه نرۍ نرۍ کمسۍ کوي خو کله چې مړی ووشي نو کمسۍ پرانیزي.

پنځلس منټه پس یو ځل بیا د عبادت خانې دننه موسیقي پیل شوه او اوس نوو راغلو زنانه و او نارینه و گډا شروع کړه او د موسیقۍ او گډا دا لړۍ به شپه او ورځ تر هاغې جاري وي تر څو چې رم دین خاورو ته نه وي سپارل شوی.

د کیلاش قبیلې پحقله تاریخ پوهان بیلا بیل نظرونه لري خو زیات قوي پکښې دادی چې دا خلق ۲۳۰۰ کاله اگاهو سکندر اعظم سره دلته راغلي وو، د سکندر د تگ نه پس دوي هم دلته پاتې شول او په ټول چترال تر افغانستانه پورې ددوي حکمراني وه. افغانستان کې چې دوي کومه سیمه کښې اوسیدل هغې ته به يې کافرستان ویلو خو نولسمه پیړۍ کښې د کافرستان نوم په نورستان بدل کړی شو. اوس دوي د چترال ضلعې دریو کلیو( بمبوریت، رمبور او بریر) کې اوسیږي. کره شمیره یې نه ده معلومه خو ویل کیږي د څلورو زرو نفرو نه به زیات نه وي ځکه چې دوي په تندۍ خپل کلتور پریږدي او اسلام قبلوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG