د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې پلازمينې مظفر اباد پله روانې د احتجاجي لاريون قافلې د موسم د خرابۍ باوجود راولاکوټ ښار ته رسېدلي، او په سيمه کې انټرنېټ لا هم بند دی.
د لاريون انتظام کوونکې شريکې ولسي کمېټۍ او پاکستان د انتظام لاندې کشمیر د حکومت ترمنځ مذاکرات پيل شوي خو تراوسه د مذاکراتو په اړه نور کوم تفصيل مخې ته نه دی راغلی.
ويل شوي، په مذاکراتو کې د حکومت لخوا چيف سيکرټري او د راولاکوټ کمشنر او د ولسي کمېټۍ ځينې مشران برخه اخلي.
پرون په درېمه ورځ احتجاجونه او مظاهرې روانې وې. له دغې په وړاندينۍ شپه په کوټلي کې په جرايي علاقه کې د پوليسو او مظاهره چیانو ترمنځ نښتو کې د پوليسو يو افسر (اې اېس پي) او تحصيلدار په ګډون څو تنه ژوبل شوي دي.
د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې د احتجاجونو او تشدد څخه ډکو مظاهرو په مهال موبايل انټرنېټ سروس ځنډول شوی دی، چارواکو په دغې اړه څه نه دي ويلي.
ویل شوي په پلازمينه مظفر اباد کې نيم پوځي دستې رېنجرز په ځای کړل شوي دي.
په کشمير کې روانو احتجاجونو کې د تشدد په پېښو کې تراوسه پورې يو پوليس اهلکار وژل شوی او ګڼ مظاهره چیان هم ژوبل شوي دي.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه وزیراعظم شهباز شريف د پاکستان د انتظام لاندې کشمير په حالاتو نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د لوړې کچې غونډه رابللې ده.
نوموړي په اېکس (پخواني ټویټر) د کشمير په حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او په فريقېنو یې په پرامنه ډول د غوښتنو منلو دپاره د تګلارې جوړولو ټينګار کړی دی.
شهباز شریف ویلي، قانون په لاسه کې اخستل او سرکاري ودانیو ته زيان رسول به ونه زغمل شي.
او د پاکستان صدر اصف علي زرداري په ټولو فريقېنو د زغم څخه کار اخستو غږ کړی چې مسلې دې د خبرو اترو او مشورې د لارې هوارې کړل شي، سياسي ګوندونه، رياستي ادارې او د کشمير ولس دې د زمه وارۍ نه کار واخلي چې دوښمن د حالاتو نه ګټه پورته نه کړي.
د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې د بجلۍ په قيمتونو کې د کمي او په اوړو د سبسډۍ په سر احتجاجونه روان دي خو دا لړۍ د تېر کال راهسې دوام لري.
تېر کال د مې په میاشت کې پيل شوي احتجاجي غورځنګ کې دوه غټې غوښتنې کېدې، يوه د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر په دريابونو جوړېدونکې بجلۍ د ضرورت ترمخه په پيداواري مصرف بيرته ځايي ابادۍ ته ورکول او بل د ګلګت بلتستان په څېر د اوړو په قيمتونو سبسډي يا مراعات ورکول شامل دي.
په نورو غوښتنو کې د بېورو کرېسي او اشرافيه سرکاري مراعات کمول، بلدياتي استازو ته د پرمختيايي فنډونو منتقل کول، په کشمېر کې د موبايل فون انټرنېټ ښه کول، د زده کوونکو د اتحاديو په ځای کول، د کشمير بېنک شيډولډ بېنک ګرځول، او په منګلا ډېم د رټوعه هريام پل جوړول شامل دي.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ويلي، د یاد غورځنګ په پيل کې د حکومت لخوا د دوی د غلي کولو په لړ کې د بشري حقونو سرغړونې شوي، او ولسي شريکې کمېټۍ ویلي، ځينې مشران یې نيول شوي دي.
Forum