لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مردان د سټرابېري کرونده ګر وايي بازارونو د بندېدو له امله هر ورځ د زرګونو روپو تاوان کوي


په مردان ملاکنډ ج سړک د سټرابري ګڼ شمېر سټالونه سږکال هم لګول شوي خو د اخیستونکو د نيشتوالي له کبله دغه سټالونه خالي پراته دي
په مردان ملاکنډ ج سړک د سټرابري ګڼ شمېر سټالونه سږکال هم لګول شوي خو د اخیستونکو د نيشتوالي له کبله دغه سټالونه خالي پراته دي

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د سټرابري (ځمکني توت) مېوه تیاره او کرونده ګر دا د نغدو پېسو فصل ګڼي چې د مردان ترڅنګ په چارسده ضلع کېهم په لويه پېمانه کرل کیږي.

خو په ملک کې د کرونا وايرس د خورېدو وروسته د نور بازار په ډول د مېوو منډۍ هم بندي نو ځکه د سټرابري زميدار وايي مېوه نشې خرڅولی او د تاوان سره مخامخ دي

د مردان ضلعې په تخت بای کلي کې يو زميدار فضل اکبر وايي، د کرونا وايرس خورېدو وروسته دوي هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره روپۍ تاوان کوي ځکه چې بازارونه بند دي. هغه وايي دا میوه یوازې دوه میاشتې وي.

دی زياتوي چې ډېره مېوه په پټي کې خرابه شوه او کومه چې دوي وشوکوي نو اخیستلو والا يې څوک نه ويشته

فضل اکبر غوښتنه وکړه چې که حکومت يې مرسته نه شي کولی، بايد دوي ته منډۍ پرانستل شي

د نومبر نه تر اپرېل مياشت پورې هر کال په ۳۳ زره روپۍ يو جرېب ځمکه د شپږو مياشتو لپاره په اجاره اخیستل کېږي.

د دې مېوې سره يواځې زميداران نه بلکې په سوونو ځايي مزدوران هم ګټه ترلاسه کوي، چې په باغونو کې مزدوري کوي او یا د تخت بای، چارسدې او پېښور په لويو سړکونو دا مېوې خرڅوي

په مردان ملاکنډ ج سړک د سټرابري ګڼ شمېر سټالونه سږکال هم لګول شوي خو د اخیستونکو د نيشتوالي له کبله دغه سټالونه خالي پراته دي.

په دې باغونو کې يو مزدوري کوونکی اميرمحمد دريځ لري چې کرونا يواځې زميداران نه دي اغېزمن کړي بلکې د دوي دياړي هم بنده کړې ده.

د ځايي زميدارانو په وينا چې د سټرابري دا مېوه به د خېبرپښتونخوا لويو ښارونو ترڅنګ پېنډۍ، اسلام اباد، پنجاب او د سند صوبې لويو ښارونو ته لېږل کېدو خو د کرونا وايرس راتلو وروستو دغه ټولې لارې بندې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG