لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د نیمايي نه کمې میاندې بچو ته خپل پی یا شودې ورکوي


پروفيسر ډاکټر امين جان په يو شخصي روغتون کې د ماشومانو متخصص دی وايي کومې مياندې چې ماشومانو ته خپل پې ورکوي هغوي نه يوازې خپل ماشومان د بيمارو نه محفوظ ساتي بلکې خپله هم د بيلا بيلو بيمارو نه خوندې پاتې کیږي
پروفيسر ډاکټر امين جان په يو شخصي روغتون کې د ماشومانو متخصص دی وايي کومې مياندې چې ماشومانو ته خپل پې ورکوي هغوي نه يوازې خپل ماشومان د بيمارو نه محفوظ ساتي بلکې خپله هم د بيلا بيلو بيمارو نه خوندې پاتې کیږي

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي په صوبه کې یوازې ۴۸ فيصد مياندې ماشومانو ته خپل پی یا شودې ورکوي. ماهرینو دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې په صوبه کې ماشومانو ته د مېندو د پیو میاشت نمانځل کیږی.

د صوبايي حکومت د چارواکو د وینا ترمخه د دوی کوښښ دی چې بچو ته د شودو ورکولو میاندو دغه شرح د صحت د نړيوالو اهدافو سره سم۶۰ فيصد ته ورسوي او په دې لړ کې موجود قانوانین په مکمله توګه د عملي کولو تر څنګ نورې هلې ځلې هم تندې کړی شي.

ماشومانو ته د مور د پيو ورکولو نړيواله مياشت د مانځلو په مناسبت په پېښور کې يوه غونډه وشوي وه.

د غونډي په مهال د خېبرپښتونخوا د محکمه صحت د غذايت يا نيوټريشن څانګې مشر ډاکټر هارون خان وویل چې په صوبه کې دوه کم پنځوس فيصده مياندې ماشومانو ته خپل پی ورکوي چې د نړيوالو اهدافو نه کمه شميره ده. هغه وویل په دې اړه په عام ولس کې شعور پېداکولو په غرض دا مياشت مانځل کیږي.

پروفيسر ډاکټر امين جان په يو شخصي روغتون کې د ماشومانو متخصص دی وايي کومې مياندې چې ماشومانو ته خپل پې ورکوي هغوي نه يوازې خپل ماشومان د بيمارو نه محفوظ ساتي بلکې خپله هم د بيلا بيلو بيمارو نه خوندې پاتې کیږي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سيکټري ډاکټر فاروق جميل وي او ای ډيوه ته وويل چې ماشومانو ته د مور پی ورکولو او په بازارونو کې موجود کيمايي پيو باندې بنديز لګولو په اړه صوبايي حکومت قانون سازي کړې ده او دغه قانون په صحيح توګه د نافذ کولو د پاره چټک ګامونه پورته کولی شي.

د يو سوال په جواب کې نوموړي زياته کړه چې د قانون مطابق د کار په ځايونو کې د مېرمنو کارکونکو د پاره خپلو ماشومانو ته په پرده کې د پيو ورکولو د پاره به خاص ځايونه جوړول کېږي.

د صحت ماهرين وايي که چېرې مياندې خپلو ماشومانو ته د مقرره وخت پورې پی ورکوي نو د دې سره په نړيواله کچه هر کال اته لکه او دريويشت زره ماشومان د مرګ نه بچ کيدلې شي.

د خېبر پښتونخوا د محکمه صحت د چارواکو وېنا ترمخه د يکم اګست نه ماشومانو ته د مور د پيو ورکولو نړيواله مياشت د يونيسف په مرسته په ټوله صوبه کې نمانځل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG