لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا په زندانونو کې لا د کرونا وایرس مریض نیشته، د صوبې د قېد خانو مشر وايي


د جسټس پروجېکټ پاکستان نومې يوې غېر حکومتي اداره وايي د هېواد په کچه ۱۴۰ نه سوا قېديانو کې د کرونا وايرس تصديق شوی دی چې پکې د پنجاب سر ښار لاهور کې ۵۹، کراچۍ کې ۴۰ قېديان او د بلوچستان کوټه ښار کې يو قېدي د دې وايرس نه ناورغه شوی دی

د خېبر پښتونخوا د جيلخانو انسپکټر جنرل مسعود الرحمان ويلي د صوبې په يو جيل کې هم لا تر دې دمه د کرونا وايرس مثبت کېس مخې ته نه دی راغلی، دوی حفاظتي انتظامات کړي دي او قېدیانو ته هرقسم طبي سهولتونه ورکول کیږي

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې مسعود الرحمان وویل "مونږه په ټولو جيلونو کې د نوي قېديانو د پاره قرنطين مرکزونا جوړ کړيدي، ۱۵ ورځو پورې هلته ساتلو وروسته طبي عمله يي معائنه کوي او چې هغو يي کليئر کړي نو بيا نورو بېروکونو ته دغه قېديان استولې شي، زمونږه خپله طبي عمله ټول قېد يان په خپله نګرانۍ کې ساتي، دې نه علاوه هره اوونۍ جوډيشيل مجسرېټ جيل ته رازي او کومو وړو جرمونو ولا کېسونه چې دي د هغې فېصله کوي."

د انساني حقونو نړيوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل په وروستيو کې په پاکستان غږ کړی و چې د ملک دننه په جيلونو کې بند قېديانو کې د کرونا وايرس په شمېره او دغلته د شوو د کرونا ټيسټونو په شمېره کې دې روڼ والی راولي.

ادارې په خپل رپورټ کې ليکلي وو چې د دې ناروغۍ نوعيت او په جيلونو کې د قېديانو شمېر ته له کتلو وروسته داسې ښکاري چې په زندانونو کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر به د سرکاري شمېرې نه زيات وي.

بلخوا په خېبر پښتونخوا کې د قانوني چارو پوهان وايي د هېواد د نورو صوبو د جيلونو په څېر دتله هم پہ جيلونو کې د ګنجایش نه د زیاتو قېديانو له امله کرونا وايرس په تېزۍ خورېدلی شي او غوښته کوي چې په زندانونو کې دې حفاظتي ګامونو پورته کړی شي او په وړو جرمونو کې بند تنان دې په ضمانتونو زر تر زره ازاد کړی شي.

د جسټس پروجېکټ پاکستان نومې يوې غېر حکومتي اداره وايي د هېواد په کچه ۱۴۰ نه سوا قېديانو کې د کرونا وايرس تصديق شوی دی چې پکې د پنجاب سر ښار لاهور کې ۵۹، کراچۍ کې ۴۰ قېديان او د بلوچستان کوټه ښار کې يو قېدي د دې وايرس نه ناورغه شوی دی

د پېښور هايي کورټ وکېل سيف الله کاکاخېل وي او ای ډيوه ته وويل په جيلونو کې قېد تنانو کې زياتره د مخکې نه په ډول ډول ناروغو اخته وي، دې وايي په بنديخانو کې د حد نه سوا قېديانو ساتلو له امله کرونا وايرس په اسانۍ د خورېدو اندېښنه پېدا شوي نو باید په جيلونو د بار کموولو د پاره په وړو جرمونو کې قېد شوي تنان زر تر زره په ضمانت پرېښودل پکار دي.

هغه وول " چې کوم تنان په وړوکو جرمونو کې ککړ وي هغو ته ضمانت ورکول پکار دي، زنانه ؤ ته ورکول پکار دي ځکه چې دلته داسې ښځې شته چې يا خو يي ماشومان په جيلونو کې پېدا شوي يا يي ځان سره راوستې دي هغو ته ورکول پکار دي، بيا هغه مجرمان چې کوم د ۱۸ کالو نه کم عمر واله دي هغو ته هم ضمانتونه ورکول پکار دي."

د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د يو رپورت ترمخه دا وخت د خېبر پښتونخوا په زندانونوکي خواوشه۱۱۵۰۰ پوري قېديان پراته دي چي په کي ۳۰۰ پوري ښځې هم شاملې دي۔ رپورټ زياتوي په دغو زندانونو کي ۷۵۰۰ نه زيات تنانوساتلوګنجائش نيشته دې

پېښور کې مېشت د يو شخصي ټيليويژن مشر طارق وحيد وايي د سختې سکيورټۍ له کبله يو خبريال هم نشي کولې چې په پښتونخوا کې جوړ جيلونو د صورت حال جاج واخلي، دې وايي په دغه زندانونو کې ۳۰ فيصده اضافي قېديان بندي دي او د زيات رش له وجي د دغه قېديانو صحت ته په خه توګه پام لرنه نه کېږي۔

" که زه تاسو ته د مثال درکم د سنټرل جيل پېښور کوم چې جوړ شوې وو د ۱۰۰۰ يا ۱۲۰۰ قېديانو د پاره، بيا په کې نور بېرکونه جوړ شو نو ګنجايش په کې د ۲۰۰۰ نه سوا شو خو په دې وخت کې د پېښور سنټرل جيل کې د ۴۰۰۰ زيات قېديان موجود دي، ښکاره خبره ده چې په داسې ګڼه کې د هغو د صحت او خوراک خيال ساتل ډېر ګران دي، د کرونا په تناظر کې مونږه ووګورو نو تراوسه پورې د خېبر پښتونخوا په جېلونو کې د قېديانو ټيسټونه نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG