لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ډېرې مېرمنې او ماشومان متوازن خوراک نه لري


د يونېسېف د خوراک او غذايت د څانګې ډاکټرې سلما وي او ای ډيوه ته وویل چې په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د خوراک د کمي لکبله ښځې او ماشومان درې قسمه ناروغيو سره مخ دي
د يونېسېف د خوراک او غذايت د څانګې ډاکټرې سلما وي او ای ډيوه ته وویل چې په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د خوراک د کمي لکبله ښځې او ماشومان درې قسمه ناروغيو سره مخ دي

په خېبر پښتونخوا کې شوې يوه نظر پوښتنه یا سروی ښايې د قبايلي ضلعو د ماشومانو او ښځو لويه شمېره د متوازن خوراک د نيشت والي له کبله د يوشمېر ذهني او بدني ناروغيو ښکار دي.

نظر پوښتنه د پاکستان د حکومت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسېف او آغاخان يونيورسټۍ په ګډه کړې چې شمېرې يې د تشویش وړ دي.

د نظر پوښتنې ترمخه په قبايلي ضلعو کې د ۴٨ فیصد نه د زیاتو ماشومانو قدونه د خپلو عمرونو په حساب ټيټ دي، دغه شمېره په نوره پښتونخوا کې ۴٠ فیصد ده چې د پاکستان د نورو سيمو نه ډېره زياته ده.

د دغې سروی ترمخه په قبايلي ضلعو کې د ٢٣ فیصد ماشومانو وزن هم د هغوي د عمرونو په حساب کم ديی، دغه شمېره د پښتونخوا په نورو برخو کې ١٥ فیصد ده . سروی وايې په پښتونخوا او قبايلي ضلعو کې ٥٠ فیصد ماشومانې جينکۍ او هلکان د وينې د کمي سره مخ دي.

د يونېسېف د خوراک او غذايت د څانګې ډاکټرې سلما وي او ای ډيوه ته وویل چې په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د خوراک د کمي لکبله ښځې او ماشومان درې قسمه ناروغيو سره مخ دي.

ډاکټر سلما وویل په دغه سيمو کې چې د ښځو او ماشومانو د غذايت په اړه خبره کېږي نو حالات ډېرزيات خراب دي. هغې وویل په سیمه کې ماشومانو د غیرمتواز خوراک له امله درې قسمه مسلو سره مخامخ کیږی، يوه دا چې د قد په حساب د ماشومانو وزن کم دی دويمه دا چې زياتره ماشومان پس قد پاتې کېږي يعني قد يې کم وي چې ورسره يې ذهني صلاحيت هم کم پاتې شي او دريمه مسله دا چې په ماشومانو لويو کې د اوبېزيټي ( غټوالي ) ناروغي ده."

د سروې ترمخه په قبايي ضلعو کې ٣٣ فیصد ماشومان کم وزنه دي چې په نورملک کې دغه شمېره د ٢٠ فیصد نه کمه ده.

د خېبر پښتونخوا د صحت د څانگې چارواکی ډاکټر جانبازافريدي وویل په قبايلي سيمو کې په اکثره ماشومانو او ښځو کې د يو شمېر ناروغيو لوي علت هغوي ته د غوښې، مېوو او سبزيانو کمی دی."د پښتنو په سيمو کې اکثره خلک د وينې د کمې سره مخ دي او ډېر د يو شمېر ماېکرو نيوټرينټ د کمي له وجې د ډېرو بيمارو ښکار کېږي".

په وروستۍ سروې کې ښکاره شوې ده چې په قبايلي ضلعو کې ۴٨ فیصد ښځې او ماشومان د ماېکرو نيوټرينټ او هېمو ګلوبېن د کمې سره مخ دي او ٢٨ فیصد د وينې او فولادو د کمي ښکار دي په دوي کې په ١٢ فیصد ماشومانو کې د وېټامن ای کمی هم دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG