لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کمېس لیکل شوي عربۍ په سر په یوې ښځې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی


Blasphemy Lahore
Blasphemy Lahore

د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې په يوه ښځه د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی، د هغې په کميس عربي ليکل شوې وه خو دغه ښځه ‏پوليسو د ګڼې نه ژغورلې ده.‏


دغه پېښه پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ د لاهور په اچهره علاقه کې شوې ده. د پوليسو په وينا ماسپښين يوه ښځه د خپل خاوند سره بازار ته تللې، د هغې ‏په کميس په عربۍ ژبه کې ليکل شوي وو، خلکو پرې سختې نيوکې کړي او د مذهب د سپکاوي تور یې پرې لګولی دی.‏

پوليسو ويلي، په ګڼ شمېر کې خلک بازاز کې راټول شوي او بيا چې پوليس په پېښه خبر شوي، پوليس موقعې ته ورغلي او ښځه يې تاڼې ته منتقل کړې ‏ده.‏


د لاهور د ګلبرګ ښځينه پوليس مشرې (اې اېس پي) شهربانو نقوي چې دغه تورنه ښځه یې تاڼې ته منتقل کړي، يوه ويډيو یې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ‏او هغه پکې وايي، ‏

"يوه ښځه د خپل خاوند سره د اچهره بازار ته سودا له راغلې د هغې په کميس ځيني حروف ليکل شوي چې خلکو دغه حروف ليدلي هغې ته یې د کميس ‏‏(کرتې) ويستلو ویلي او ګډوډی جوړ شوی چې چرته ګستاخي شوې ده".‏

په دغه ويډيو کې د پوليس افسرې سره تورنه ښځه او ځينې سړي هم موجود دي او ورورسته بیا دغه ښځه وايي، "په کمیس یې ځينې ليکل ډيزاين شوي زه ‏نه وم خبر چې په دې په عربۍ ژبه ليکل شوي وو، زه د قران او سنت سوچ نه شم کولی چې ګستاخي وکړم، زما کوم داسې نيت نه وو په بې علمۍ کې شوي ‏بيا هم بخښنه غواړم او په راتلونکې کې به داسې نه کيږي".‏

په ياده پېښه په ټولنيزو رسنيو بحثونه تاوده شوي، ځينې خلکو ويلي د تحریک لبېک کسانو د مذهب تور لګولی دی.‏
‏ ځينې خلکو پوليس افسر ستايلې چې تورنه ښځه یې بچ کړې او ځينې بيا ويلي، تورنې ښځې سره د مجرم په څېر چلند کړی او بخښنه یې پرې غوښتې ده.‏

ځينې خلکو بيا ويلي، چې ښځې کوم کميس اغوستی وو، "په حقيقت کې دا د شالک رياض په نوم سعودي برېنډ دی، په کميس په عربۍ ژبه کې حلوه ‏ليکل شوي او په اردو ژبه کې د هغې مطب دی ښايسته. افسوس چې مونږ د تحقيق نه بغېر غلط خبر خپور کړی دی".‏

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو خبرونه مخې ته راځي او نيوکې کيږي اکثره د مذهب د سپکاوي تورونه د شخصي ګټو دپاره ‏کاريږي.‏

د دې واقعې په اړه په خپل ویډیو پیغام کې د پاکستان علما کونسل مولانا طاهر اشرفي وایي: داسې جامو استمال په عرب هیوادونو کې عام دې، ځه ګنړم چې دې زنانه پرځاې به هغه خلقو به معافي غوښتۍ وه چا چې دا غلط تور لګولې دې، داسې خلق د شریعت د بدنامې وجه جوړېږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG