لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مردان کې کاروباریان د کرونا د مخنیوي دپاره د بازارونو د تړل کېدو حمایت کوي


د خېبرپښتونخوا مردان سيمې ځايي کاروبار کوونکي وايي چې دوی به خپلو کارکوونکو ته له جېبه پيسې ورکوي خو دوکانونه او بازارونه دې وتړل شي چې کورونا وايرس خور نه شي.

دا په داسې حال کې د خېبرپښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې د لویو او وړو بازارونو د تړلو امر کړی خو په ولسي کچه په دې عمل ډېر کم لیدل کېږي، خو خلک بيا هم ګيله کوي چې اوس هم په بازارونو کې ګڼه ګوڼه په نظر راځي.

د مردان يو ځايي دکاندار محمد اسرار وايي چې هغوي تيار دي چې د حکومت سره په دې لړ کې ملګرتيا وکړي ځکه چې اوس د دې وايرس منع کول ضروري دي، که دوي ته تاوان رسي نه ودې رسي خو خلک له دې وبا بچ کول مهم دي.

په مردان کې د حکومتي امر وروسته بازارونه تړل شوي، ګاډي ولاړ دي ، په مکمله توګه د بندېز اعلان شوی دی او تجارتي هلې ځلي په مکمله توګه بندې دي.

د ياد وړ ده چې د مردان په منګا سيمه کې د کورونا وايرس لومړی مړی هم شوی د کومې وروسته چې دغه سيمه د هر قسمه تګ راتګ لپاره بنده کړی شوې وه.

د مردان د وړو کاروبارونو د مرکز يا سمال چېمبر اف کامرس پخوانی صدر محمد شهزاد وايي چې بايد ټول قام د کورونا په ضد يو موټی شي ځکه چې دا څو ورځې که بازارونه بند نه شي نو د دې نه لويه تباهي کېدې شي.

هغه وايي چې اولس سره يوه لار ده او هغه احتياط دی نو حکومت که د بازارونو د بندېدو اعلان کړی بايد اولس پرې په مکمله توګه عمل وکړي.

د مردان منګا سيمه په څلورمه ورځ هم تړل شوې او په ټوله ضلع کې د جراثيم وژونکو دوايانو سپری هم شوې وې.

د دې ترڅنګ د کورونا وايرس په ضد د پوهه راوستلو او د لاسونو د صفا ساتلو لپاره د حکومت له خوا ځای په ځای په اوبو کې د شاملو دوايانو انتظام هم شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG