لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مردان عمران یونس وايي د کورنۍ دوه غړي یې د کرونا دلاسه مړه شوي، په خلکو د احتیاط غږ کوي


په پاکستان کې که یو خوا د کرونا وبا ګڼې کورنۍ غمژنې کړي نو بلخوا ماهرین وايي اوس هم خلک احتیاط نه کوي، ماسکونه نه لګوي او په بازارونو او مارکیټونو کې د یو بل نه سماجي فاصله نه ساتي
په پاکستان کې که یو خوا د کرونا وبا ګڼې کورنۍ غمژنې کړي نو بلخوا ماهرین وايي اوس هم خلک احتیاط نه کوي، ماسکونه نه لګوي او په بازارونو او مارکیټونو کې د یو بل نه سماجي فاصله نه ساتي

د مردان عمران یونس وايي په کورنۍ کې يې 11 تنه په کرونا اخته شوي چې پکې يې دوو مشرانو د کورونا له امله ژوند هم د لاسه ورکړی دی او زياتوي یوازې هغه خلک د کرونا احساس کولی شي چې خپلوان يې ترې کرونا جدا کړي وي.

په پاکستان کې که یو خوا د کرونا وبا ګڼې کورنۍ غمژنې کړي نو بلخوا ماهرین وايي اوس هم خلک احتیاط نه کوي، ماسکونه نه لګوي او په بازارونو او مارکیټونو کې د یو بل نه سماجي فاصله نه ساتي.

ماهرین وايي په ملکي کچه د کرونا وبا مثبت کېسونو شرح د ۷.۱۱ فيصدي ته زیاته شوې او که خلق احتیاط ونه کړي بيا به لاک ډاون لګولی شي.

د کرونا وایرس له امله د کورنۍ د مشکلاتو په اړه عمران يونس وايي کورنۍ يې نه يوازې د ځاني او مالي زيان اوړېدلی دی بلکې په ټولنه کې ترې اوس خلک فاصله ساتي.

هغه وويل چې که چېرې خلک احتیاط وکړي نو د کرونا وایرس نه د بچ کېدو او د وایرس د خپرېدو مخه نیولو یې دغه یوازنۍ لاره ده.

په پاکستان کې د کرونا وبا کېسونه بیا په زیاتېدو دي او چارواکي دا د مرض دریمه څپه بولي.

د پاکستان منصوپه بندې وزید اسد عمر ویلي په پاکستان کې د کرونا وایرس تازه څپه زیاته مهلک ده.

بلخوا په پاکستان کې د صحت کار کوونکو د کرونا ويکسين هم لګول کیږي او په خېبرپښتونخوا کې د 60 نه کالو د زيات عمر کسانو ته هم د کرونا ويکسن لګول پېل کړی شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا د څار قومي رابطه کار کميټي وايي، په ملک کې د کرونا وبا خوريږي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وبا د مخنيوي دپاره صوبايي حکومت نوې حکمنامه جاري کړې خو چارواکي وايي خلک احتياط نه کوي.

چارواکي وايي که خلک احتياط نه کوي په لاک ډاون کولو به مجبوره شي.

ډاکټر فهد اقبال وايي په اوله څپه کې د مرګونو شرحه د 30 نه 35 فيصده پورې وه او اوسنۍ شرح 64 فيصده ده.

هغه وويل دا اوسنۍ څپه په تېزۍ سره روانه ده او مرګونه هم زیات کوي.

د نور پاکستان په څېر په خېبرپښتونخوا کې ځينې تعليمي ادارې هم تړل شوي او صوبايي حکومت په اووه ضلعو کې په اته بجې د کاروبانونو بندولو سره نور بندېزونه هم لګولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG