لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مردان کې د تبلیغي جماعت په شپږو خارجي غړو کې کرونا وایرس موندل شوی


يوه ورځ وړاندې د مردان ضلعې سره تړلې چارسده ضلع کې هم په اته کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی و چې اووه پکې د تبليغي جماعت غړي وو. دوه د چین او یو د کرغزستان شهري دی
يوه ورځ وړاندې د مردان ضلعې سره تړلې چارسده ضلع کې هم په اته کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی و چې اووه پکې د تبليغي جماعت غړي وو. دوه د چین او یو د کرغزستان شهري دی

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د انډونیشیا، کینیا او الجیریا د تبلیغي جماعت په شپږو غړو کې د کرونا وایرس تصدیق شوی دی.

دا په داسې حال کې چې د حکومت له خوا د مردان تر ټولو لوی تبليغي مرکز (الفاروق مسجد) قرنطین مرکز ګرځول شوی دی. له دې وړاندې هم د تبليغي جماعت په دریو غړو کې د کرونا وايرس رنځ ښکاره شوی و.

د حکومتي مامورينو په وينا چې د تبليغي جماعت دغه شپږ غړي د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې قرنطين کړی شوي دي.

د مردان ډاکټر ذيشان وايي، دا شپږ واړه غړي د بهر هېوادونو سره تعلق لري. د هغه په وینا چې د تبلیغي جماعت دغه غړي د انډونيشيا، کينيا او الجيريا سره تعلق لري.

يوه ورځ وړاندې د مردان ضلعې سره تړلې چارسده ضلع کې هم په اته کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی و چې اووه پکې د تبليغي جماعت غړي وو. دوه د چین او یو د کرغزستان شهري دی.

سرکاري سرچينې وايي تېره ورځ د مردان په لرې پرته سيمه رستم کې هم پينځلس تبليغيان په يو جومات کې قرنطين کړې شوې دي.

د طب ماهرين ويره څرګندوي، که خلک د يو بل نه فاصله ونه ساتي نو دا وايرس به لا نور خورېږي. په خصوصي توګه د تبليغي جماعت غړي د تبليغ په غرض په بېلا بېلو سيمو کې ګرځي او دا د دې وايرس د خورېدو لامل جوړېږي.

په دې اړه ډاکټر عدنان قیوم وايي، د کرونا وايرس نه د بچ کېدو يواځينۍ لار په کورونو کې پاتې کېدل دي، په اجتماعاتو بايد په مکمله توګه پابندي ولګول شي ځکه چې دا وخت په نړۍ کې په عمومي او په پاکستان کې په خصوصي توګه د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېر په زياتېدو دی.

د ذکر وړ ده چې دا وخت په پاکستان کې يو شمېر د تبليغي جماعت غړو د کرونا وايرس له امله ژوند له لاسه ورکړی چې پکې تر ټولو زيات په سند صوبه کې اغېزمن شوي.

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د کروانا وايرس ښکار مريضانو شمېر ۱۱۲ ته رسېدلی،د ۳۸۰ کسانو د معاينې نتيجې منفي راغلې دي او ۲۸ کسان تر دې دمه د کرونا وايرس د رنځ نه روغ شوي دي.

د سرکاري مامورينو په وينا چې اوس کرونا وايرس د مردان ضلعې لرې پرتو سيمو ته خورېدل پېل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG