لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په میډیا د پښتنو غورځنګ له ځاې نه ورکولو په سر سختې نېوکې شوي


PTM Rally
PTM Rally

د اندازو تر مخه د اتوار په ورځ په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په لویه جلسه کې په زرګونو پښتنو ګډون کړی که څه هم د پښتنو دغې جلسېله په پاکستاني مطبوعاتو کې ځاې نه دی ورکړی شوی.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډېلي ټاېمز نن په خپله یوه اداریه کې د پاکستاني میډیا دغه ګام د صحافت لپاره یوه لویه دهوکه بللی او زیاتوي د پاکستان یو ټي وي چېنل هم د اتوار په ورځ د صحافت سره انصاف وه نه کړو.

منظور پشتین
منظور پشتین

ډېلي ټاېمز په خپله اداریه کې لیکي د پېښور دغه جلسه د ښار د تاریخ یوه لویه جلسه وه، چرته چې په زرګونو پښتانه راغونډ شوي وو او د خپلو اېيني حقونو غوښتنه يې کوله. خو د پاکستان میډیا په دغو سترګې پټې کړی خو د دغې په مقابله کې بیا هم ده میډیا د سیاسي ګوندونو او مذهبي ډلو جلسې جلوسونو نېغ په نېغه خپروي.

که څه هم د پښتنو دغه لوې جلسې په پاکستاني میډیا کې هغه شان ځاې وه نه لرلو، خو په سوشل میډیا او ټولنیزو رسنیو عامو پښتنو، د میډیا او انټرنیټ دا ازادۍ لپاره کارکونکو نه یواځې دغه جلسه وستایله، د پاکستاني میډیا په دغه بد مخ يې ټکونه هم کړي.

پاکستان کې د انټرنیټ کارونکو د حقونو لپاره جوړ تنظیم ډیجیټل رایټس مشرې نګهت داد، چې د ښځو د حقونو مبارزه او یوه وکیله هم ده، پخپل یو ټویټ کې پاکستاني میډیا سپکه کړې او لیکي ٫٫ د پي ټي ایم جلسې ته په ځاېې نه ورکولو پاکستاني میډیا ته شرم پکار دې.٬٬

د پاکستان ډان ټي وي پیژندلي پروګرام ٫٫ ذرا هټ کی٬٬ کوربه مبشر زېدي چا چې وړاندې په خپل یو پروګرام کې منظور پشتین میلمه کړی هم وو، د پاکستاني میډیا په رول سخت خفګان ښودلی او خپل دغه خفګان يې په یو ټویټ کې داسې څرګند کړی: ٫٫ نن ځان ته په خبریال ویلو شرمیږم چې میډیا د پښتنو جلسې ته ځاېې ور نه کړو.٬٬ ښاغلي مبشر وړاندې لیکلي ٫٫ د دغې تحریک ملاتړ کوم او په ټولو غږ کوم چې پکې ګډون وکړي.٬٬

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن غړی ماروي سرمد چې په ټویټر ډیره فعاله ده، په یو ټوېټ کې لیکلي په میډیا د نه ښودلو باوجود په دومره لويه شمیره کې د پښتنو په جلسه کې ګډون د دغې کامیابي ده.

د وین ګاس په نامې یوې خبریالې پخپل ټویټ کې د پاکستان میډیا د وینا د ازادۍ دعوو په اړه پښتنه کړې، چې د خپلو وګړو غږ نه اوریدلو ته به دوي (پاکستاني میډیا) څه ځواب وایي؟

یوې بلې میرمن نایله عنایت په خپل ټویټ کې د یو مذهبي تحریک مشر خادم حسین د جلسې مثال ورکړی او وايي پاکستاني میډیا د هغه په شان تندره فکر لرونکي جلسو ته ډیر ځاېې ورکړی، خو د پښتنو دومره لوېې جلسې ته هیڅ ځاېې نه ورکوي.

د پاکستان پېژندلی مدني فعال جبران ناصر د پښتون تحفظ مومنټ سره د پاکستاني میډیا په ناروا سلوک لیکلي: ٫٫ دا څه نوې خبره نه ده، دغې میډیا بلوچستان، قبایلي سېمې، د اوکاړې زمیدار او بې درکه خلکو په مسلو هم دغه شان کیږي. ښاغلی ناصر لیکي د پاکستان میډیا یواځې د ښارونو او سیاسي ګوندونو میډیا ده.٬٬

د ډاکټر ابرار خان په نامه یو تن بیا د خپل زړه خفګان په خپل ټويټ کې څه داسې لیکلی چې ٫٫ د پاکستان ازاده میډیا د سلمان خان په مسله خو خبرې کوي، خو د هیواد دننه پښتنو ورسره هیڅ قدر نشته.٬٬

ډاکټر ابرار خان وړاندې لیکلي چې نن ورځ د پاکستاني میډیا د تاریخ توره ورځ ده، ځکه یو خبریال هم د دغې جلسې خبر نه ورکوي او بیا پوښتنه کوي چې د پاکستان ریاست په کوم خوا روان دی؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG