لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستاني صحافیان: زمونږ مظاهرې د یو تحریک آغاز دی
تازه خبر

پاکستاني صحافیان: زمونږ مظاهرې د یو تحریک آغاز دی


پاکستاني صحافیانو د نهې/سې شنبې په ورځ په ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې وکړې او د ریاست د ځواکمنو امنیتي ادارو لخوا پر رسنیو زیاتیدونکی سېنسرشېپ، له دندې څخه د خبریالانو گوښه کول او اوزگاره کول، او همدا راز د خپلو تنخواگانو ځنډېدل یې وغندل.

دا مظاهرې د "یوم سیاه" یا تورې ورځې په نامه، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وشوې، او مخکښه ډله یې، د پاکستان د صحافیانو وفاقي انجمن و. یاد انجمن وایي خبریالان، چې په هیواد کې له ډېر سخت پړاو سره مخ شوي دي، فیصله کړې ده چې د "بې سابقه سېنسرشېپ" سره مبارزه وکړي.

د پاکستان د صحافیانو د وفاقي انجمن مشر، افضل بټ د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې دا مظاهرې "لا د یو تحریک آغاز" دی.

جرنلسټان او د مطبوعاتو د آزادۍ کارکنان وایي چې د پاکستان پوځ پر رسنیو یا میډیا فشار راوړي څو د ریاست خلاف خبرو مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان حکومت خپل د اعلاناتو بجټ کموي او په دې سره، د خصوصي ورځپاڼو او ټي وي سټېشنونو د آمدن لویه برخه له منځه ځي.

په تیرو څو میاشتو کې، څو سوه صحافیان له دندو شړل شوي دي، ځکه د میډیا ادارو د حکومتي اعلانونو د کمیدو له وجهې، د صحافیانو تنخوا گانې نشوای ورکولای.

د سې شنبې ورځې په مظاهرو کې، صحافیانو تورې پټې پر مټو تړلې وې، تورې جنډې یې هم له ځانه سره لېږدولې، او د سېنسرشېپ، د خبریالانو د معیشتي ستونزو، او د اظهار رایې د قوانینو د خلاف ورزۍ ضد یې شعارونه اوچت کړي و.

د پاکستان د صحافیانو وفاقي انجمن مشر، افضل بټ وایي چې د ریاست چارواکي "په دې ورځو کې آن د رسنیو د رپوټونو شیبه په شیبه جزییات څاري، او دا دستور ورکوي چې څوک دې د چاپي او یا الکټرانیکي میډیا مخکښه کسان وي."

د پاکستان د حکومت له اړخه، کوم غبرگون ندی ښودل شوی.

د ډان ورځپاڼې ایډیټر ظفر عباس چې ورځ تر بلې پرې فشارونه زیات شوي دي، وایي چې پاکستاني صحافیانو پخوا هم ډېرې سختې پابندۍ لیدلي، په شمول د دې چې ورځپاڼې یې بندې شوي، خبریالان په جېلونو کې اچول شوي، یا ډایرکټ یې رپوټونه او خپرونې سینسر شوي دي. خو هغه زیاتوي، "هغه څه چې مونږ یې نن د ریاستي ادارو لخوا د فشار په بڼه کې گورو، لکه په مهمو خبرونو سترگې پټول او خود سانسوري، دا تر هغه مخکې فشارونو ډېر زیات خراب دي."

په کراچي کې د صحافیانو د انجمن مشر، اشرف خان وایي، چارواکي د پاکستان د سایبري جرمونو د قانون څخه، په سوشل میډیا کې د آزادۍ د ټکولو په مقصد ناوړه استفاده کوي.

اشرف خان زیاته کړه چې پاکستاني چارواکي د ټویټر او فیسبوک په شان سوشل میډیا کمپنیو نه هم غوښتنه کوي چې د یو شمیر مختلفو دلایلو پر اساس دې د ځینو کسانو اکاونټونه وتړي.

بل خوا د ډان ورځپاڼې ایډېټر ظفر عباس وایي چې د پاکستان میډیا کارکوونکي له بدترین شرایطو سره مخ شوي، او که صحافیان او د میډیا ادارو مالکان مشترکه هڅه او مبارزه ونه کړي، نو د هغه په باور، په پاکستان کې چې صحافیانو په تیرو څو لسیزو کې پرمختگونه کړي و، هغه به ټول به اوبو لاهو شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG