لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د مې په میاشت کې شاوخوا 28 پاکستاني پوځیان وژل شوي


واشنګټن ـــ د پاکستان په ناارامه صوبه بلوچستان کې د مې میاشت د پاکستاني پوځیانو لپاره په روان کال کې تر ټوله خطرناکه وه. په یاده میاشت کې د شاوخوا 28 پوځیانو او پولیسو، 8 وسلوالو او شپږو عامو کسانو له وژل کېدو سره سره لسګونه نور ټپیان شوي هم وو.

تازه د بلوچستان په مرکز کوټه او ایراني پولې ته څېرمه په تربت سیمه کې د ګل- دوشنبې په ورځ دوه وسلوال بریدونه شوي دي چې امنیتي عسکرو او وسلوالو دواړو ته پکې د مرګ ژوبلې دعوه شوې ده. د پاکستان وزیراعظم دا بریدونه غندلي دي.

په بلوچستان کې د سیاسي چارو څېړونکی سید علي شاه وایي د بلوچستان شخړه سیاسي ده او د دې د حل لپاره څه نه کېږي ځکه نو وخت په وخت کله په پېښو کې کموالی او کله زیاتوالی راشي:

"تاوتریخوالی دلته همېشه وي، له 2006م تر 2013م کال پورې ډېر زیات وو، بیا د ډاکټر مالک بلوڅ په حکومت کې د خبرو اترو څه سلسله شروع شوه او امنیت یو څه بهتر شو خو اوس بیا د تشدد پېښې زیاتې شوې دي".

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو دفتر وایي وسلوالو د مې په 31مه د کوټې په پیر اسماعیل زیارت نومي ځای کې پر امنیتي چیک پوسټ برید کړی، چې وایي څلور ملېشه عسکر یې وژلي او شپږ یې ټپیان کړي دي، خو وایي په جوابي برید کې "څلور- پینځه ترهګر هم وژل شوي او اووه یا اته ټپیان شوي دي".

د پوځ د بیان له مخې په تربت کې هم وسلوالو د ملېشه ځواکونو پر موټر بمي برید کړی چې وایي دوه عسکر پکې ټپیان شوي دي. دا تازه بریدونه په داسې وخت شوي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په کوټه کې وو او وزیراعظم عمران خان هم نن د دې صوبې زیارت سیمې ته سفر کړی.

د دغو دواړو بریدونو ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د پاکستان پوځ هم د کومې ډلې د نوم له اخیستلو پرته دا بریدونه د "دښمن عناصرو" او "دښمن استخباراتي ادارو" کار بللی دی.

بلوچستان کې ولې پر پوځیانو حملې کېږي:

سیاسي څېړونکي سید علي شاه وي او اې ډیوه ته وویل، په بلوچستان کې چې د ترهګرۍ کومې پېښې کېږي هغه ډېر په "منظم" انداز کېږي:

"زما په فکر داسې نه دی چې دلته د پینځو شپږو کسانو یوه ډله ده او امنیتي ادارې دې د هغوی خلاف کاروایي وکړي او ختم دې یې کړي، بلکې دلته د پېښو تر شا یوه نظریه او سوچ دی".

د 2006م کال په اګست کې د بلوچ سیاستوال نواب اکبر بګټي تر وژل کېدو وروسته په تېره یوه نیمه لسیزه کې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې د خپلواکي غوښتونکو بلوڅ وسلوالو او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ‌ یو پر بل بریدونه کېدل، خو په تېرو دوو درو کلونو کې د صوبې په پښتني سیمو کې هم حملې زیاتې شوې دي.

بلوڅ ملتپال ګوندونه او وسلوالې ډلې د عرب سمندر پر غاړه چین ته په اجاره د بلوچستان د ګوادر بندر ورکول او په دې صوبه کې یو شمېر نورې چینایي منصوبې د صوبې په حقونو یو ګوزار ګڼي او څو واره یې د دغو منصوبو مخالفت کړی دی. ځینو بلوڅ وسلوالو ډلو پر دغو منصوبو او چینایي کارګرو باندې د حملو پړه هم منلې ده.

پر چینیانو باندې په شوو حملو کې تر ټولو غټه حمله د اپرېل پر 21مه د کوټې په سرینا هوټل کې په ظاهره د چین پر سفیر وو، خو د چارواکو په وینا نوموړی د برید په وخت په هوټل کې نه وو.

سیاسي څېړونکی او د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی خان زمان کاکړ وایي،‌ د پاکستان په پښتني سیمو کې چې د ترهګرۍ تازه لړۍ پیل شوې دا نېغ په نېغ د افغانستان له اوسنیو حالاتو سره تړاو لري.

خان زمان کاکړ وي او اې ډیوه ته وویل، د پاکستان پر پوځ او ملېشه ځواکونو چې کوم بریدونه کېږي، وایي په دې سره دوی [پوځ] دا ثابتول غواړي چې پاکستان په ترهګرۍ کې ککړ نه دی بلکې د ترهګرۍ په نخښه دی:

"د پاکستان د ترهګرۍ پروژه اوس تر افغانستانه محدوده نه ده بلکې [د پاکستان] په پښتني سیمه کې یې هم د دوی جنګي اقتصاد درولی دی، د دې په لار باندې دوی ډېرې لویې ګټې لاس ته راوړي".

د پاکستان حکومت او پوځ دواړه تل داسې تورونه ردوي چې ګواکې هېواد یې د ترهګرۍ په کومه پروژه کې لاس لري، خو ناقدین وایي د پاکستان پر خاوره د 2016م کال د مې پر 21مه د امریکې په ډروند برید کې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژنه ښیي چې افغان طالبان هلته په ازاده توګه ګرځي او ژوند کوي. د نوموړي په جېب کې د پاکستان شناختي کارډ موندل شوی.

نیژدې هره اوونۍ پر پوځ برید:

د مې په 31مه کوټې ښار ته نيژدې په مارواړ سيمه کې وسلوالو ماخوستن ناوخته د ملېشه عسکرو پر پوسته بريد وکړ چې 10 عسکر یې وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي وو. د مې په 31مه د بلوچستان په تربت ښار کې پر ملېشه عسکرو چاودنه شوې وه چې پکې دوه عسکر ټپیان شوي وو.

د مې پر 26مه د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په یو بیان کې دعوه کړې وه چې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي "څلور ترهګر" یې کوټې ته نیژدې په غبرګ سیمه کې له امنیتي عسکرو سره د ډزو په تبادله کې وژلي وو، خو پاکستاني طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د مې پر 25مه د کوټې ښار پر قمبراني سړک په بمي چاودنه کې د يو ماشوم او ایف سيعسکر په ګډون پینځه تنه ټپيان شوي وو. پولیس چارواکي د دې چاودنې هدف پر موټرسایکل ګزمه کوونکي ملېشه عسکر ګڼلي وو.

د مې په 21مه په سرحدي ښار چمن کې د فلسطین په ملاتړ د جمعیت علمای اسلام نظریاتي ګوند په مظاهره کې چاودنې شپږ تنه وژلي او اته نور ټپیان کړي وو. پولیسو د چاودنې هدف د ګوند یو مشر مولانا عبدالقادر بللی وو. د دې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

د مې پر 20مه په یوه بله پېښه کې د بلوچستان د کېچ ضلعې په دشت سیمه کې د ایف سي ځواک یو عسکر خپل شپږ ملګري عسکر په ډزو وژلي او اووه نور یې ژوبل کړي وو. د دې برید علت نه وو معلوم شوی او نه هم د پاکستان پوځ په دې اړه څه ویلي وو.

د مې پر 11مه د بلوچستان په مستونګ ښار کې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې وه چې دوه پوليس پکې وژل شوي او يو ټپي شوی وو. د مې پر 11 د کوټې ښار پر سرياب سړک عارف هسپتال ته نيژدې چاودنه شوې وه چې درې ملېشه عسکر پکې ټپيان شوي وو.

د مې پر 10مه د بلوچستان په تربت کېچ کې د ايران پولې ته نيژدې چاودنه شوې وه چې درې ملېشه عسکر پکې ټپیان شوي وو.

د مې پر 9مه کوټې ته نیژدې په مارګټ سیمه کي پر ملېشه عسکرو بمي چاودنه شوې وه چې درې تنه پکې وژل شوي او یو بل ټپي شوی وو.

د مې پر 5مه بیا د بلوچستان په ږوب سیمه کې د وسلوالو په برید کې اووه پاکستاني عسکر وژل شوي او درې ټپیان شوي وو. د دې برید ذمه واري کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه وه اخیستې، خو پاکستاني چارواکو تور پورې کړی چې دا برید وسلوالو د افغانستان له غاړې کړی وو. افغان حکومت تل د پاکستان غاړې ته د افغانستان له خوا د وسلوالو بریدونه رد کړي دي.

په بلوچستان کې یوې خواته بلوڅ وسلوال تنظیمونه فعال دي، چې ځینې یې د صوبې پر وسایلو خپل بشپړ واک او ځینې یې "ازادي" غواړي، دوی د پاکستاني امنیتي ادارو تر څنګ د چین پاکستان له اقتصادي منصوبې سیپېک سره پر تړلو کارونو هم وخت په وخت بریدونه کوي، خو په دې صوبه کې مذهبي ډلو هم وخت په وخت پر پاکستاني عسکرو د بریدونو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG