لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم ترڅنگ د پوځ سره هم احتساب کېدی شي؟


د پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ او علي وزیر د اسلام اباد پرېس کلب بهر ناست دي
د پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ او علي وزیر د اسلام اباد پرېس کلب بهر ناست دي

د پاکستان د پوځي ترجمان جنرال اصف غفور په پښتون ژغورنې غورځنگ لگولي تورونو په بدل کې اوس په سوشل میډیا د پوځ نه د احتساب غوښتنې پيل شوي دي.

د پوځ سره د حساب کتاب لومړۍ غوښتنه د پوځي ویاند د گل، دوشنبې، په ورځ په شوي پرېس کانفرس کې هغه وخت وشوه کله چې د ناستو خبریالانو نه یو د پوځي ویاند نه د پي ټي اېم دریځ معلومولو لپاره د تحریک د مشرانو سره د مرکې اجازه وغوښته ځکه چې په پاکستان کې ټيليويژنونه او مطبوعات دا وس نه لري چې د پي ټي ايم خبر خور کړي.

دا حقيقت که تر اوسه چا نه منلو نو د پوځي وياند په پرېس کانفرنس کې هر چا په سترگو وليد او په غوږونو واورېد.

جنرال اصف غفور په پي ټي ايم تور پورې کړ چې د پښتنو دغه تحريک د هندي او افغان استخباراتي ادارو نه مالي مرستې اخلي. خو چې کله يو صحافي حامد مير د جنرال اصف نه پوښتنه وکړه دی کولی شي د پي ټي ايم د مشرانو نه د دې تورونو ځوابونه وغواړي؟ نو جنرال غفور ورته وويل د هغوی خلاف به قانوني لاره خپله شي او ميډيا ته هيڅ حاجت نشته چې د پي ټي ايم موقف مخې ته راوړي.

څېړنکاران او صحافيان وايي د ميډيا لخوا د جنرال اصف غفور ته اجازه غوښتل دا په ډاگه کوي چې پاکستاني ميډيا د بنېزونو سره مخ ده او د پي ټي ايم د موقف په پاکستانۍ ميډيا نه راتلل هم د پوځ په حکم کيږي. ځينې څېړنکاران دا هم د پوځ سره د احتساب نه کېدلو يو مثال گڼي.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د جنرال اصف غفور تورونه په اسمبلۍ کې پورته کړي او وايي، داسې تورونه د باچا خان، صمد خان او ولي خان نه رواخله تر ننه پورې روان دي. چا چې هم رياستي بيانيه چيلنج کړې ده هم دغه تورونه ورته تيار پراته وي.

(په مونږ هم دا تورونه ولگول شول چې غداران دي او د بهر نه پيسې اخلي. مونږ د هر قسمه احتساب ته تيار يو خو تاسو (پوځ) به هم احتساب ته کيني.) محسن داوړ وايي په پي ټي ايم تورونه ځکه لگي چې دوی د هدفي وژنو، د عدالت پرته قتلونو، د ورک کړل شوو خلکو احتساب غواړي.

که هر څو هم په پاکستانۍ ميډيا کې د پي ټي ايم ځوابونو ته ځای نه ورکول کيږي خو دغه کمی د پي ټي ايم لخوا په سوشل ميډيا د پوره کولو هڅې روانې دي او په ٢٩ اپريل په ټوېټر پي ټي ايم زنده باد (PTMZindabad) او لايز اف ډي جي اي ايس پي ار (LiesofDGISPR)ټاپ ټرېنډ و.

يو شمېر سياسي گوندونو، مدني فعالينو او د پي ټي ايم غړو د جنرال اصف غفور د تورونو په ځواب کې د پوځ د احتساب غوښتنې راپورته کړي دی او وايي چې د پي ټي ايم د احتساب سره سره دې د ترهگرۍ په نوم اخستل شوي ٣٣ اربه ډالرو حساب کتاب دې هم وشي.

دوی دا هم وايي چې د پښتنو د کورونو، بازارونو او کاروبارونو لوټل او تباه کول او د ترهگرۍ په ضد د جنگ په نوم په لکونو پښتانه بې کوره کول او د کلونو کډوالۍ ته اړباسل دې هم احتساب ته کېښودل شي.

په پاکستانۍ ميډيا دا نيوکې هم سېوا شوي دي چې د صحافتي اقدارو برخلاف د وزير اعظم عمران خان په وزيرستان کې په پي ټي ايم لگولي تورونه او په اسلام اباد کې د پوځ د وياند لگولي تورونه په يو اړخيزه توگه وړاندې کيږي.

د پيپلز گوند جنرل سيکټري فرحت الله بابر په ټوېټر په خپل غبرگون کې وايي چې د ځوانانو د بشري حقونو غورځنگ باندې تورونه لگول کيږي خو نه څه ثبوت ورکوي او نه پرې کومه مقدمه جوړوي.

ښاعلی بابر وايي ( د دې مثال داسې دی چې څوک خپل لاس اوچت کړي او د وهلو دړکه ورکوي خو د گوزار کولو زړه نه لري. دا د يو ريښيني او بهادر انداز نه دی) ټويټ پکې واچوئ

په سوشل ميډيا د نورو تر څنگ دا هم غوښتنه شوې ده چې د تحريک لبيک لخوا د فيض اباد پرلت ته د چا مرسته تر لاسه وه او ولې په يوه ويډيو کې ښودل کيږي چې د پوځ يو افسر د پرلت په گډونوالو کې لفافې وېشي چې گمان کيږي گډونوالو ته د دغې کار اجرت ورکول کيږي.

په دغه ويډيو کې ښودل شوی افسر جنرال فيض هغه وخت ميجر جنرال و او اوس لېفټنټ جنرال شوی دی او په ممکنه توگه د پاکستان د پوځ مشر کېدو ته هم برلبر شوی دی.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين د وي او ای د بيلا بيلو ژبو خپرونو ته دا هم ويلي چې د امريکا نه اخستل شوې ٣٣ اربه ډالره، د پښتنو د تباهۍ حقيقتونه، د ورک کړل شویو پښتنو او نورو پاکستانيانو درک، د پښتنو په وسايلو د پوځ قبضې او يو شمېر نورې غوښتنې داسې دې چې پاکستاني قام او نړۍ ته دې ښکاره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG