دپاکستان پوځ وایي دخېبر پښتونخوا په ټانک اؤ قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې شپږ ترهګر وژل شوي دي.
دپوځ دمطبوعاتي څانګې یا ایي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې د ټانک ضلعې په منزئ سیمه کې د29م او 30م جون منځ شپه کې د پوځ اؤ ترهګرو ترمنځ نښته شوې ده.
پوځ ویلي دي دغه نښته کې یې درې ترهګر وژلي اؤ دهغوي نه یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.
خو پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو پيژندګلو نه ده روښانه کړې چې څوک دي اؤ دکومې ترهګرې ډلې سره یې تړاؤ درلودو.
همدا شان پوځ دعوه کړې ده چې دافغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې هم درې ترهګر دیوې نښتې په مهال وژلي دي.
دپوځ بیان کې ویل شوي چې شمالي وزیرستان کې یې ترهګرو سره نښته د رزمک په سیمه کې شوې ده.
پوځ ویلي دغلته چې یې کوم درې ترهګر وژلي هغوي په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ دبېګناه خلکو وژنو کې ککړ وؤ.
په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې دپوځ اؤ نورو امنیتي ځواکونو پرضد دترهګریزو بریدونو لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې چې ددې بریدونو پړه زیاتره وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش پغاړه اخلي.
دترهګرو بریدونو کې دچټکتیا سره سم پوځ هم وایي چې داستخباراتي معلوماتو په اساس یې دهیواد بیلابیلو سیمو کې دپټو ترهګر اؤ تندلارو پرضد خپل عملیات چټک کړي دي.
تېره اوونۍ پوځ دعوه کړې وه چې دافغانستان دپولې ترڅنګ دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې یې هم د ترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې درې وسله وال پکې وژل شوي دي.
سرچینو ویلي په دغو عملیاتو کې پاکستان کې دداعش مهم مشر شفیع الله هم وژل شوی چې امنیتي ځواکونو یې په سل شل لکه روپۍ انعام ویستی ؤ.
په 21م جون شمالي وزیرستان کې د ډپټي کمشنر په کور د راکټونو برید شوی ؤ چې پخپله ډپټي کمشنر دغه برید کې خوندي پاتې شوی ؤ خو د هغه ډرایور پکې ژوبل شوی ؤ.
ر دې پېښې یوه ورځ وړاندې دشمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې په پوځ بمي برید شوی ؤ چې دپوځ په وینا دوه عسکر پکې وژل شوي وؤ.
همدغه شان په 12م جون هم دشمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې دسړک دغاړې دیو ماین په چاودنه کې دامنیتي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.
تر هغې وړاندې د جون په 10مه شمالي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي وو. په ځوابي عملیاتو کې پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه.
په پینځم جون شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ یوه بله نښته کې دوه پوځیان وژل شوي وؤ اؤ پوځ د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.