لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې د عملیاتو په مهال یې شپږ وسله وال وژلي


 په بلوچستان کې د حکومت په ضد او په بنیادي اسانتیاو د حملو تور پاکستاني مامورین په بېلتون خوښو بلوڅ وسله والو پورې کوي
په بلوچستان کې د حکومت په ضد او په بنیادي اسانتیاو د حملو تور پاکستاني مامورین په بېلتون خوښو بلوڅ وسله والو پورې کوي

د پاکستان پوځ ویلي د بلوچستان په بلېده سیمه کې د وسله والو خلاف د عملیاتو په مهال یې شپږ مشکوک وسله وال وژلي او په لوی مقدار کې یې وسله او د چاودېدوونکي مواد ترلاسه کړي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په یو بیان کې وویل چې امنیتي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د بلېده به اېنجرخان نومې سیمه کې د وسله والو خلاف د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات شروع کړي وو چې مشکوکو وسله والو پې ډزې وکړې.

د ای اېس پي ار ترمخه د عسکرو جوابي ډزې شروع کړې او د دواړو خواو ترمنځ جګړه شروع شوه چې پکې شپږ مشکوک وسله وال ووژل شوو.

ای اېس پي ار دا نه دي ویلي چې ایا د امنیتي ځواکونو عسکر هم ژوبل او یا وژل شوي دي.

بليده د بلوچستان په کېچ ضلع کې د ایران د پولې سره نژدې پرته سیمه ده.

د سږ کال پر پينځويشتمه جنورۍ د کېچ ضلعې په سبدان سيمه کې وسلوالو د پاکستاني پوځ پر کېمپ بريد کړی و. ای ايس پي ار هغه وخت ويلي وو چې د وسلوالو په بريد کې لس پوځي عسکر وژل شوي او درې تنه ټپي شوي، او په ځوابي بريد کې يې يو وسلوال بريدګر وژلی.

په کېچ کې د بريد زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل ايف منلې وه.

د چهار شنبې په ورځ د مبینه شپږو وسله والو د وژل کېدو د پوځ د بیان په اړه د کومې وسلوالې ډلې دريځ مخې ته ندی راغلی۔د جنورۍ په میاشت کې په تربت کې په وسلوال بريد کې د پاکستان لس پوځي عسکر وژل شوي دي.

د فبرورۍ په دويمه په بلوڅ ميشته سيمه پنځګور او نوشکي کې د پاکستاني مليشا ځواکونو پر کېمپونو ډليز وسلوال بريدونه شوي وو. په پنجګور کې د بريدګرو او د امنتي ځواکونو تر ميان جګړه 72 ساعته دوام درلود.

د دې بريدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل اې منلې وه۔

د پاکستان د پوځ وياندې ادارې هغه وخت بيان ورکړی چې د نوشکي په بريد کې څلور امنيتي او په پنجګور کې يې پينځه امنتي سرتيري وژل شوي او د امنتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې يې شل وسلوال وژلي۔

د پاکستان مرکزي او د بلوچستان صوبايي حکومت تورونه پورې کړي و چې د پنجګور او نوشکي بريد ګر د بريد پر وخت په افغانستان او هيند کې ناست د دوی له ملګرو سره په تماس کې وو.

دهند له لوري و دې تورونو ته تازه ځواب ندی ويل شوی خو د افغان طالبانو لخوا وويل شوي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هيواد پر ضد ونه کارول شي او که چيري څوک داسې وکړي نو طالبان به يې په خلاف ګامونه اخلي۔

هندي چارواکي هم وايي په پاکستان کې مېشت وسله وال د هند د انتظام لاندې کشمیر کې جنګیږي.

په بلوچستان کې د اوسني حالت په اړه د انساني حقوقو کميشن پاکستان مرستيال مشر ايډوکېټ حبيب طاهر تشويش څرګندوي او وايي چې د بلوچستان د مسئلې حل دې د خبرو دلارې ولټول شي۔" د بلوچستان د مسئلې حل په ټوپک کې ندی."

حبېب طاهر وویل په بلوچستان کې د بې امنۍ مسله سنګینه شوي ده. "دا مسئله اوس يو ډېر خطرناک پړاو ته رسېدلې ده،نو د دې مسئلې حل خبرې اترې دي."

يو کال وړاندې د پاکستان وزير اعظم عمران خان د وژل شوي بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي لمسی نوابزاده شاه زېن بګټي خپل سلاکاﺭ ټاکلی و او له خفه بلوڅو سره يې د روغې جوړې زمه واري په لاس ورکړه.

سرچيني دا تايدوي چې په نورو ملکونو کې له جلا وطن بلوڅ مشرانو سره څه موده وړاندې د شاه زېن بګټي رابطې شوې خو تر اوسه پدې کې کوم ځانګړی پر مخ تګ ندی شوی۔

ای اېس پي ار وویل په بلېدي کې چې د کومو وسله والو خلاف عملیات کېدل هغه په کېچ ضلع کې په امنیتي ځواکونو حملو کې ککړ وو او د هغه چا خلاف به علمیات دوام لري چې د بلوچستان امن او ثبات او پرمختګ ته زیان رسوي.

په بلوچستان کې د تېرې څه مودي راهسې د امن او امان صورتحال کړکېچن ګڼل کېږي او پاکستاني مامورین بېلتون خوښي بلوڅ وسله وال د حکومت په ضد د حملو تورن بولي. څېړونکي وايي د بلوچستان ولس د صوبې په قدرتي وسایلو زیات اختیار غواړي او پاکستان وفاقي حکومت د صوبې پرمختګ ته زیاته توجه نه ده ورکړې چې له امله یې د حکومت په ضد حملې کېږي.


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG