د راېټرز خبري ادارې د خبر تر مخه د اتوار په ورځ د پاکستان وفاقي وزیرې شیرین مزاري د فرانس د صدر پرضد لیکل شوی یو ټوېټ د فرانس د حکومت لخوا د نیوکو وروسته لرې (ډیلیټ) کړی.
شیرین مزاري د فرانس صدر ایمانیول مېکرون په اړه لیکلي وو، هغه د مسلمانانو سره هغه رویه کوي لکه څنګه چې نازیانو په دویم نړیوال جنګ کې د یهودیانو سره کوله.
د فرانس خارجه وزیر د پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کړې وه چې په ټوېټر د پاکستان د بشري حقونو د وزیرې لخوا دغه خبره (لیکل) بیرته واخلي.
شیرین مزاري دغه ټوېټ د فرانس په یوه مجله کې د پېغمبر اسلام د خاکو جوړولو پر سر د فرانس او پاکستان ترمنځه پیدا شوي تاو تریخوالي وروسته کړی وو. د یادو خاکو په سر په مسلمانه نړۍ په خاصه توګه پاکستان کې خلک قهرژن کړي وو.
شیرین مزاري د یو انلاېن مضمون/ لیکنه خپرولو سره په ټوېټ کې لیکلي وو ٫٫ مېکرون د مسلمانانو سره هغه کار کوي کوم چې نازیانو د یهودیانو سره کړی وو. مسلمانان ماشومان به یو ځانګړی نمبر (کارډ) لري (نور به یې نه لري) لکه څنګه چې یهودیان دې ته مجبوره کړی شوي وو چې په خپلو جامو دې زیړ ستوری لګوي چې دوي پیژندل کیږي.٬٬
خو په دغه لیکنه کې د حقیقت څرګندولو لپاره د اتوار په ورځ بدلون/ ترمیم شوی وو چې تر مخه یې که دغه عملي کیږي، نو د فرانس ټولو ماشومانو لپاره به وي نه چې تش د مسلمانانو د ماشومانو لپاره.
د خالي / شنبې په ورځ ناوخته د فرانس د خارجه وزارت لخوا د شیرین مزاري د دغه ټوېټ د غندنې تر څنګ دغې ته ٫٫ ښکاره دروغ، او د نفرت او تشدده ډکه نظریه٬٬بلل شوې وه. د دغې په ځواب کې د اتوار/ یکشنبې په ورځ مېرمن مزاري بیا خپله دعوه وکړه.
د اتوار په ورځ ناوخته بیا شیرین مزاري په یو بل ټوېټ کې ولیکل :٫٫ د کوم مضمون چې ما حواله ورکړې وه هغه د خپرونې لخوا سم شوی، ما هم د دغې سره سم خپل ټوېټ حذف (ډیلیټ) کړی.٬٬ شیرین مزاري ویلي په پاکستان کې د فرانس سفیر هغه په مضمون کې د بدلون نه خبر کړې.
د فرانس خارجه وزیر ژا ایب لودغیا آر ټي اېل ریډیو ته ویلي وو، دغه تبصره د منلو وړ نه ده او باېد د ټوېټر نه لرې کړی شي، او زیاته کړې یې ده چې هغه هوښیار پاتې شو ځکه ځیني مطبوعاتو ترې ګټه بورته کوله او دوي خپل مضمون سم کړو.
د اکتوبر میاشتې په اخیره کې د پاکستان پارلیمان په یو قرار داد کې د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د پېرس نه خپل سفیر راستون کړي، او په مېکرون یې د مسلمانانو پرضد ٫٫ د کرکې خورولو٬٬٬ تور لګولی وو.
اېمانول مېکرون فرانس کې د تاریخ هغه یو استاد ته پیرزونې وړاندې کړې وې چې د یو ۱۸ کلن چیچن تن لخوا تر په چاړه سر وهل شوی وو. دغه استاد د وینا ازادۍ په یو کلاس کې د پیغمبر اسلام خاکې ښودلې وې. فرانسیسي چارواکو ویلي وو د استاد وژنه د فرانس د بنیادي اقدار (د وینا او اظهار ازادۍ) پرضد برید بللی وو.
د ستمبر په میاشت کې په شارلي هېبډو مجله کې د یادو خاکو د خپرولو وروسته مېکرون د سېکولرازم دفاع کړې وه او زیاته کړې یې وه چې د مذهب د سپکاوي د حق تر څنګ د عقیدې ازادي د بیان د ازادۍ سره یوځاې شوي.