لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې بارانونو سخت زیانونه اړولي، ۱۹ کسان مړه شوي او ګڼ کورونه تباه شوي


د پاکستان په خېبر پښتونخوا، بلوچستان اؤ سیند صوبو کې د بارانونو لړۍ روانه ده اؤ پاکستاني رسنۍ وایي چې دې بارانونو کې ۱۹کسان مړه شوي دي اؤ ګڼو کورونو اؤ فصلونو ته پکې زیان اوښتی دی.

د پښتونخوا سیندونه اؤ خوړونه هم د بارانونو له امله راډک شوي اؤ د موسمیاتو محکمې د سیلابونو راختلو اندېښنې ښکاره کړي دي.

د تېرو دوؤ ورځو د پرله پسې باران له امله د پښتونخوا د ټانک ضلعې په ګومل کوټ مرتضا سیمه کې د یو کور درې کوټې راغورځېدلي چې پکې یوه مېرمنه اؤ دوه ماشومان مړه شوي دي اؤ درې تنان نور ژوبل شوي دي.

د ټانک ضلعې د مرستندویه دولتي ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ وي او ای سره شریکو کړو مالومات کې ویلي دوي غورځېدلي کور څخه د درېوؤ کسانو مړي او درې ژوبل کسان ویستلي او د ټانک ضلعې مرکزي روغتون ته یې انتقال کړي دي

د روغتون چارواکي وايي په مړو کې یو زنانه او دوه ماشومان چې خور او ورور دي او درې ژوبل هلکان راوړول شوي دي .

د خېبر پښتونخوا صوبې اعلا وزیر علي امین ګنډاپور ټانک کې په رامنځته شوې مرګ ژوبله خفکان ښکاره کړی اؤ د مړو شوؤ کسانو د کورنۍ سره یې د مالي مرستو اعلان کړی دی.

بچارواکي وايي چې د باران وروسته راغلي سیلاب بنو، وزیرستان او ډیره اسماعیل خان سړکونه بند کړي دي او د بیټني سر کل او جټاتر سیمو خلکو ته د سیلابي اوبو د خطر ممکنه خبرتیا ورکړل شوې .

د سیمې نه یو ځایی تن هاشم خان ډیوه ته وویل سیلاب د بیټني سرکل نه تیریدو وروسته دا مهال ټانک ښار سره په څیرمه جټاتر سیمو ته داخل شوی .

هغه وویل د سیلاب اوبه ټانک ښار کې د بجلۍ ګریډ ته دننه شوي او د وزیرستان سړک یې په مکمل توګه لاندې کړی دی .

د ټانک ضلعې انتظامیه مشر تنویر خټک وايي په ضلع کې بیړنی حالت پرځای کړل شوی تر دې مهال د انساني زیان یا د خلکو د کورونو ویجاړیدو اطلاع یې نه ده ترلاسه کړې خو په ځینو سیمو کې د کر کروندې ځمکې ویجاړې شوي دي.

په کوز دیر ثمرباغ سوره غونډو کې هم د یو کور برانډه راغورځېدلې چې یوه پېغله جینۍ ترې ورلاندې شوې اؤ مړه شوې ده.

همدا شان سرچینې وایي د چارسدې د عمرزو په چیندرو ډاګ سیمه کې د یو کچه کور غورځېدو له امله شپیته کلنه میرمن مړه شوې اؤ یو تن بل ژوبل شوی دی.

په پښتونخوا کې بارانونو تر ټولو زیات زیانونه اړولي دي اؤ سرچینې وایي چې په کرک کې هم د یو کور د کوټې راغورځېدو له امله یوه میرمنه اؤ دوه ماشومان مړه شوي اؤ درې کسان ژوبل شوي دي.

دقدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي ادارې پي ډيم ای پخپل رپورټ کې ویلي چې د دوؤ ورځو بارانونو کې د کورونو د کوټو اؤ دیوالونو ګڼ شمیر پېښې مخې ته راغلې دي.

پي ډي ایم ای ویلي چې په د بارانونو کې نهو کورونو ته زیانونه اوړیدلي اؤ د زیاتو بارانونو ورېدو له امله د بوني په مقام د چترال په سیند کې سیلاب بهیږي.

پاکستاني رسنیو بلوچستان کې د قدرتي افتونو په مهال د مرستو د دولتي ادارې له قوله ویلي چې ویلي چې بلوچستان کې هم ۱۲ کسان په بارانونو کې مړه شوي اؤ ۳۲ نور ژوبل شوي دي

په دغه صوبه کې ۲۶۳ کورونه په دې بارانونو کې متاثره شوي اؤ ۹۱ پکې په مکمله توګه تباه شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG