په پخواني مشرقي پاکستان کې د مورنۍ ژبې په حق کې د راپاسېدلې تحریک ورسته، ملگري ملتونه د فېبرورۍ د میاشت ٢١ مه نېټه په نړیواله کچه د مورنۍ ژبې ورځ لمانځي او په مناسبت یې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه کې د تعلیم په اهمیت زور اچولی دی.
د مورنۍ ژبې په نړیواله ورځ ملگرو ملتونو وویل ژبې د دې دینا او د خلکو د شناخت، سماجي رابطو، تعلیم او پرمختگ دپاره انتهايی ډیر اهمیت لري خو اوس ځینې ژبې د خطر سره مخامخ دي او ځینې خو بیخي په ختمیدو دي. "کله چې یوه ژبه ختمه شي نو دنیا د ثقافتي تنوع نهم محرومه شي."
په پاکستان کې د پښتنو فعالان د ډیر وخت راهسې غوښتنه کوي چې پښتو دې د تعلیم، روزگار او یوه قامي ژبه هم وټاکل شي.
د پښتنو نومیالی لیکوال او شاعر پروفیسر اباسین یوسفزي د وي او ای ډیوه په هېلو وي او اې پروګرام کې وویل: "هره هغه ژبه چې د مکتب، بازار، عدالت او رسنیو ژبه وي هغه ژبه مخ په وړاندې ځي. په پاکستان کې یواځې د اردو ژبې صورتحال ښه دی ځکه چې هغې ته پوره پوره اهمیت ورکول کېږي، تر هغه وروسته د سیندي ژبې صورتحال ښه دی ځکه چې هغوی خپلې ژبې ته خدمت کړی دی، خو د پښتو په ګډون د نورو ژبو حالت خراب دی".
په ویرجینیا کې مېشت ډاکټر الماس خان وایي، "د ساینس په برخه کې چې چا په ټوله نړۍ کې د نوبل انعامونه اخیستي دي په هغوی کې به کم داسې څوک وي چې پخپله مورنۍ ژبه یې تعلیم نه وي کړی، که څوک په ساینس کې انقلابي کار کول غواړي نو په مورنۍ ژبه دې زدکړې وکړي".
په پېښور کې د باچاخان څېړنې مرکز بدرالحکیم حکیمزی وايي د نړۍ پرمخته تللي هېوادونو د پردیو په ځای په خپلو مورنیو ژبو کې د تعلیم دلارې ترقي کړې ده. "پردۍ ژبه ټول په ټوله زدکول ممکنه نه ده او بیا پکې هغې کې خپل اظهار کول هغه فطري نه دي نو د دې خاطره په خپله ژبه کې زه یوازې په تعلیم باندې زور نه ورکوم بلکې د شخصیت په جوړولو کې د مورنۍ ژبې ډیر لوې اهمیت گڼم."
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان د مورنۍ ژبې ورځ په مناسبت په ټېوېټر وویل گوند یې په خېبرپښتونخوا کې د پښتو ترڅنگ د یو شمېر نورو ژبو د تحفظ دپاره قانون سازي کړې ده.
پښتون دانشور، ماهر تعلیم او څېړونکی خادم حسین په ټېوېټر وايي "مورنۍ ژبه د قامي تړون نه پریکیدونکی مزی دی."
د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د امنیتي چارو څېړونکی اسدمنیر وايي پښتو یوازې ژبه نه ده بلکې په دې کې د ژوند تېرولو اصول هم دي.
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولې نمانځل کیږي؟
د دې پوښتېنې ځواب په پخواني مشرقي پاکستان او د موجوده وخت په بنگله دیش کې د ژبې غورځنگ یا تحریک کې دی.
د پاکستان د جوړېدو سم لاسي وروسته، د لږکیو ژبه اردو په نورو اکثریتي قامونو د قامي ژبې په توگه وتپل شوه. او فېصله وشوه چې د هېواد په پارلیمنټ کې به غړي په انگریزۍ او یا په اردو ژبو کې تقریرونه کولی شي.
بنگالیان چې د پاکستان اکثریتي قام و، غوښتل یې چې بنگالۍ ژبې ته دې هم قامي درجه ورکړی شي. خو داسې وه نشول.
بنګالیانو د هغه وخت د پاکستان ځواکمنو قومونو پرضد احتجاجونه پېل کړل. پاکستاني پولیسو په کال ۱۹۵۲ م کې د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه په ډاکه یونېورسټۍ کې په مظاهره کونکو ډزې وکړې او ګڼ شمېر احتجاج کونکي یې ووژل. او پاکستان باالاخر په کال ١٩٥٦ کې بنگالۍ ته هم د اردو ترڅنگ د قامي ژبې درجه ورکړه.
د مورنۍ ژبې لپاره د بنګالیانو قربانۍ ته د درناوي په توګه ملګرو ملتوتو په کال ۲۰۰۰م کې په ټوله نړۍ کې د فبروري ۲۱مه نېټه د مورنۍ ژبې ورځ وټاکله.
د ژبې، گڼ شمیر نورو سیاسي او اقتصادي مسلو په سر د بنگالیانو تحریک د پاکستان نه په جدايې سر ته ورسید خو په پاکستان کې اوس هم پښتانه، بلوڅان او سندیان خپلې مورنۍ ژبې د تعلیم، روزګار او قامي ژبې ګرځول غواړي.
پښتنو په ټولنیزو رسنیو "پښتو زما مورنۍ ژبه ده " تر عنوان لاندې په دې ورځ د مورنۍ ژبې سره مینه ښودلې.
د سوات نوبل انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي په ټوېټر وویل پاکستان د گڼو ژبو هیواد دی نو ځکه دې د اردو ترڅنگ نورې ژبو کې ماشومانو ته زدکړې پېل کړي.
ملگري ملتونه وايي ژبه د قامونو د ثقافتي ورثې تحفظ کوي
ملگري ملتونه وايي په دنیا کې دا وخت ٦٠٠٠ ژبې ویل کېږي چې ۴٣ فیصد پکې د ختمیدو د خطر سره مخامخ دي. اداره وايي یوازې یو سو سوه ژبو ته په تعلیمي نظام او په عام ژوند کې د استعمال درجه ورکړی شوې ده او د سلو نه کمې ژبې په انټرنیټ استعمالیږي.
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د کال ٢٠٠٠ راهسې نمانځل کیږي چې د مورنۍ ژبې اهمیت او ثقافتي تنوع په اړه پوهه زیاته شي.