لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليونی يم خو پوځي ګاډی پېژنم


ميدو لېونی به ثابته ورځ د لوي سړک په غاړه ناست وو جولۍ به يي د ډبرو ډکه کړې وه چې کوم ګاډی به يې په خوا تېرودو په کاڼو به يي ويشتو.

د سيمې ټول ډرايوران په ميدو پوهه وو دهغه خواته به يي ګاډی ودرو او ورله به يي ماتې پېسې ، څلور انيز يا اته انيز ورکړو او د ميدو د پاټک نه به تېر شول.

وخت تېرېده، د پښتنو په سيمه د ترهګرۍ لړې خورې شوې، ځاېې په ځاېې بمونه او چاودنې کېدلې، د پاکستان پوځ او ملېشې هم په لويو لارو ګودرو ناکې ولګولې.

يوه ورځ د پوځي ګاډو قافله د ميدو ليوني په خوا کې تېرېدله ، نوري کاکا ورله غږ ورکړو، "ميدو وله يې. چې بچ درنه لاړ نه شي."

ميدو هم ډېر په قهر راوچت شو او د جولۍ نه يي يوه درنه تيګه را وچته کړه خو چې ګاډو ته يي وکتل، نو تيږه يې بېرته وغورزوله او پخپله ګدۍ قلار کښېناستو.

د کلي خلک د ميدو ليوني په دغه کار حق حېران شول.
نوري کاکا ورته وویل ميدو دا ولې تانه خو ټول ګاډي تش لاس تېر شول او تا هډو په کاڼو وه نه ويشتل.

"کاکا لېونی به يم خو پوځي ګاډی پېژنم،" ميدو ليوني په ټق ټق وخندل.

د ميدو ليوني دغې قيصه راته ډېره موده وروسته ځکه راياده شوله چې تېره هفته مې د پاکستان د سپريم کوټ دوه بدلې فېصلې په نزدې يوشان مقدمو کې وليدلې .

د پخواني پوځي صدر جنرال مشرف او د پخواني وزير خزانه اسحاق ډار په اړه فېصلې درته يادوم.

د پاکستان سپريم کوټ د غبن په مقدمه کې عدالت ته د نه حاضېرېدو په سر د خزانې د پخواني وزير اسحاق ډار ټول جاېداد ضبط کولو امر وکړو.

خو د غدارۍ او قتل په مقدمو کې تورن پوځي ډکټېټر جنرال مشرف ته يي په عدالت کې د نه حاضېرېدو هېڅ سزا ور نه کړه.

د پاکستان سپريم کوټ پخواني پوځي ډکټېټر جنرل پروېز مشرف ته څو وارې په عدالت کې د پېش کېدو امر وکړو، بيا يي ورته په ويډيو لنک د خپل بيان رېکارډ کولو وېل خو هغه و نه منله.

او تېره ورځ په ځاېې د دې چې عدالت لکه د اسحاق ډار د جنرل مشرف جاېداد هم ضبط کولو امر کړی وی چيف جسټس يوه عدالتي ډله عرب اماراتو ته د لېګلو امر وکړو چې د جرنېل صېب بيان هم هلته د هغه په کور کې رېکارډ کړي.

نو ماوېل چې مونږه خو هره ورځ اورو چې په پاکستان کې عدالتونه په بې پلوه فېصلو کې خپلواکه دي خو چې خلک بيا داسې فېصلې وويني نو هغوي هم عدالتونه خپلواکه وګڼي؟

خداې دې نه کړي چې عدالتونه لکه د ميدو ليوني ځيني ګاډي ولي او په ځينو ځان غلی کوي.

وس به کتلی شي چې جنرل مشرف به دغې ډلې سره هم خبرې وکړي او که نه، ځکه چې که جرنېل صېب د سپريم کوټ امر له يوه زره اهميت هم ورکولی نو خو په وېډيو لنک به يي خپل بيان رېکارډ کړی وی څه خله خو يي نه ستړې کېدله، بيا په قرضو کې ګېر پاکستان يې ولې دې نور تاوان ته وتړلو چې عدالتي ډله به په جرنېل صېب پسې اماراتو ته ځي هلته به په ګران بيعه هوټلونو کې شپې کوي ټي ای ډي ای به هم اخلي او د جهاز تر ټولوګران بزنس کلاس کې به سفرونه هم کوي.

خو که دې دومره تاوان او کړاؤ وروسته هم جرنېل صېب بيان رېکارډ کولو ته غاړه کښې نه ږدي نو دا به لا بله مزه وي.

هغه د چا خبره،" ابا هم ابۍ ته تکړه دی."

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

XS
SM
MD
LG