لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سمندري پوځ ویاند وایي بلوچستان کې وژل شویو مسافرو کې ځینې د نېوي پوځیان وو


رپوټونه وايي په پوځي جاموکې د وسله والو کسانو ډلې په مکران هايې وی د بس تالاشي واخستله او د پېژنګلو ورسته يې 16 مسافرد بسونو نه کوز کړل او په دغو کې يې 14 په ډزو اوژل،

رپوټونه واېې دوه مسافر د وسله والو نه په تېښته کې بريالي شول.

د پاکستان د سمندري پوځ وياند منلې چې په وژل شوو کې ځينې د پاکستان د سمندري پوځ غړي وو خو د نور تفصيل ورکولو نه يې ډډه کړې ده.

په بلوچستان کې د پاکستان نه د آزادۍ غوښتونکو درېو ډلو په ګډه د دغې حملې ذمه واري په غاړه ا خستې ده.

وزیراعظم عمران خان بیا وایي چې دبلوچستان دننه په رامنځته شوې دې خونړۍ کې ککړ ترهګر به په هر صورت نیولی اؤ دانصاف محکمې ته راکش کولی شي.

بلوچستان د رقبې په حساب د پاکستان د ټولې رقبې نزدې نيمه جوړيږي خو د کلونو رهسې بلوڅ ملت پاله ډلې د صوبې په معدني شته منيو کې د هغوي په وېنا د برخې نه لرلو په سر د پاکستان رياست سره په سياسي او په دې وروستيو کې په وسله واله جګړه کې بوخت دي.

ملت پاله ګوندونه په بلوچستان کې د هغوي د مرضۍ برخلاف د پاکستان او چين ترمينځ په صوبه کې د چين په مرسته په روانو منصوبو په قهر دي.

د سي پېک په نوم د چين په مرسته په پاکستان کې اکثره منصوبې په بلوچستان کې ترسره کېږي په دغو کې يوه د بحيره عرب په غاړه پروت د ګوادر بندر چين ته په ايجاره ورکول هم شا مل دي.

بلوڅان ويره لري چې داسې منصوبې به په صوبه کې ځايي بلوڅان په اقليتونو کې بدل کړي او نه هم هغوي په روانو منصوبو کې خپله برخي ويني .

پاکستان د سي پېک منصوبې د ټول هېواد ترقي ګڼي او وايې دا به د هېواد اقتصادي لوبه بدله کړي.

تر دې وړاندې داسې یوه بله پېښه په کال ۲۰۱۵م کې دبلوچستان په مستونګ سیمه کې رامنځته شوې وه.

دغلته هم وسله والو دکراچۍ سره تعلق لرونکي ۲۴مسافر له بسونو راښکته کړي اؤ تښتولي وؤ چې وروسته پکې د۱۹ؤ کسانو مړي د کهډ کوچا سیمې د غرونو څخه ترلاسه شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG