لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې نوی وزیر او د قرضونو پېټی

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د امریکا د وارټن کالج نه فارغ او جی پي مارګن غوندې اعلی امریکايي بېنک سره تجربه لرونکی محمد اورنګزېب د ‏خزانې نوی وزیر ټاکلی خو دا به کتل کیږي چې په اقتصاد کې د هغه تجربه به څنګه د پاکستان د قرض پېټی راکموي او اقتصادي پایه به په کوم رفتار ‏تاووي.‏

د خزانې د نوي وزیر محمد اورنګزېب وروستی روزګار د حبیب بېنک سره وو. د مرکزي وزیر په توګه هغه به، د رایټرز خبري ادارې تر مخه، د هېواد 350 اربه ‏ډالره برابر اقتصاد سمبالوي.‏

په شمېره د اقتصاد کچه لویه ښکاري خو د فبروري پورې راغلي رپوټونه ښيي چې په پاکستان باندې د بهرنیو او په کور دننه د قرضو پيټې دومره دروند ‏شوی چې د ټول پېداوار 70 فیصده برخه د قرضونو په بېرته ورکولو کې مصرف کېږي.‏

د رایټرز خبري اداره وايي تمه ده چې په روان کال کې د پاکستان د ټولو شوو مالیو 50و نه تر 60و فیصده پورې پیسې يوازې په قرضونو باندې په سود ‏ورکولو کې ولګي.‏

د پاکستان تجربه لرونکی بېنکر اورنګزېب خان چې وړاندې په کومه سرکاري څوکۍ نه دی پاتې شوی، د خزانې وزارت ورته په داسې وخت کې ورکړل ‏شوی چې پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې نه په بېړنيو بنيادونو د پور اوږدمهاله لوظنامې ته اړتيا لري، د دې دپاره چې په ملک کې روانه ګراني راکمه ‏شي، د غېر ملکي زر مبادله د کمي پوره کولو او د بهرنيو ملکونو د پور د ادايګيانو ستونزه هواره کړل شي.‏

پاکستان دا وخت د نړیوالې مالياتي ادارې سره د لنډ مهاله درې اربه ډالرو په پروګرام کې دی کوم چې راتلونکې مياشت سر ته رسي، خو پاکستان يو ځل ‏بيا د نړیوالې مالياتي ادارې څخه د اوږدې مودې دپاره کلکو خبرو اترو ته ضرورت لري.‏

د اقتصاد پوهانو په وينا، اورنګزېب ته د پاکستان ټول اقتصادي چېلنجونه ورمخې ته دي او هغه ته تر ټولو غټ چېلنج دا دی چې يو ځل بيا د نړيوالې ‏ادارې څخه پور ترلاسه کړي، په کوم چې پاکستان د ‏‎76‎‏ کالو راهسې روان دی.‏

د رپوټونو ترمخه، د نړيوالې مالياتي ادارې د پروګرام نه علاوه د خزانې نوي وزیر ته په راتلونکو درېو مياشتو کې قامي بجټ وړاندې کول دي چې پکې ‏سخت اقتصادي اصلاحات او اقتصاد په خپلو پښو ودرول دي.‏

په داسې وخت چې رپوټونه وايي په پاکستان ملکي او غېر ملکي قرضې د ‏‎60‎زره اربه روپو نه سېوا شوې ده، او د پاکستان د شمېرنې د سرکاري ادارې ‏ترمخه په ملک کې د ګرانۍ شرحه د فرورۍ په میاشت کې ‏‎23.7‎‏ فيصده وه، او د پاکستان د مرکزي بېنک ترمخه په ملک کې روان کال ګراني ‏‎25‎‏ فيصده ‏اټکل شوې ده.‏

د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه په پرانستي مارکيټ کې ‏‎283‎‏ روپۍ ده، او اقتصاد پوهان وايي که په غېر ملکي زر مبادله کې اضافه نه کيږي نو روپۍ د ‏ډالر په مقابله کې نوره بې قدره کيږي.‏

د رويټرز ترمخه په پاکستان مجموعي قرضې د قامي امدنۍ (جي ډي پي) د ‏‎70‎‏ فيصده نه زیاتې شوي، او نړيوالې مالياتي ادارې او د اقتصاد د درجه بندو ‏ادارو اټکل کړی دی چې روان کال به په پاکستان د قرضونو د سود شرحه د ‏‎50‎‏ نه تر ‏‎60‎‏ فيصده پورې ورسي، او دا په نړۍ کې د اقتصاد په حواله د يو ‏هيواد تر ټولو بد حالت دی.‏

د اقتصادپوهانو په خبره، د پاکستان د خزانې نوي وزير ته به په اتحادي حکومت کې د اصلاحاتو کولو په لړ کې هم مشکلات ورمخې ته وي، او هغه به ‏ملک ته د پانګونو راوړلو هغه پروګرام هم ګوري کوم چې په ځانګړي ډول جوړ کړل شوی په کوم کې چې د پاکستان پوځ هم شامل دی.‏

اقتصادپوھ ډاکټر غلام صمد وایي، پاکستان ته د بھرنیو پانگونو، برامداتو سېوا کولو، بھر نه ملک ته د زیاتو پېسو راوړ‎ل یا رالېږ‎ل، گراني قابو کول او تر ټولو غټ چېلنج د آی اېم ايف نه پور ترلاسه کول دي.
وي او ډیوہ سرہ خبرو کې نوموړ‎ي وویل، که ھر څوک د خزانې چارې سمبالوي، دا ټول چېلنجونه به ورته مخې ته وي، او د پاکستان اقتصاد سمبالول او په خپلو پښو ودرول اسان کار نه دی.

د غلام صمد په خبرہ د اورنگزېب خپله شخصي کارکردگي ښه ده او ھغه ټکنوکریټ دی مثبت یې اړ‎خ یې دا دی چې سیاستوال نه دی او د آی اېم اېف نه به پور ترلاسه کړ‎ي خو که د چا دا خیال وي چې ھغه به ټولې مسلې ھواري، نو دا دومرہ اسان کار نه دی.

Forum

XS
SM
MD
LG