لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان زیاتیدونکي مالي خساره او د راتلونکي حکومت اقتصادي چېلنجونه


د پاکستان تحریک انصاف د قامي انتخاباتو وروستو پداسې حال د حکومت جوړولو تیارۍ کوي چې په اقتصادي میدان کې به د یو شمېر چیلنجونو سره مخ وي. د پاکستان د خزانې وزارت او نړیوالي مالیاتي ادارې د اندازوترمخه د کال ۲۰۱۸-۲۰۱۹ لپاره به پاکستان په مجموعي توګه د ۲۳ ارب ډالر نه تر ۲۸ ارب ډالره پورې بهرنۍ مالي خسارې سره مخ دی.

د تحریک انصاف یو مرکزي مشر اسد عمر ویلي د ملک اقتصادي کړکیچ ډېر زیات دی او داچې ددغه کړکیچ نه د وتلو لپاره به په ټولو مالي لارو غورکوي. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي ٫٫ د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف نه د قرض یا پور اخستو لار ورسره خلاصه پرته ده.٬٬

اسد عمر د خزانې وزارت لپاره د تحریک انصاف تر ټولو غوره کاندید ګڼل کيږي.

د پاکستان نوې اقتصادي شمېرو ترمخه د هیواد مرکزي بینک کې زرمبادله یا بهرنۍ کرنسو ذخيرې په ښکته روانې دي خود اندېښنې وړ خبره په کال ۲۰۱۸ مالي کال کې د کرنټ یا جاري اکاونټ ۱۸ ارب ډالره خساره ده. د کرنټ اکاونټ خسارې مطلب د بهرملکونو نه اخستونکي تجارتي سامانونو او بهرملکونو ته برامد کوونکو تجارتي سامانونو ترمنځ فرق دی. پاکستان چې بهرملکونو ته څومره تجارتي سامانونه برامد کوي، د هغې نه ۱۸ اربه ډالره مالیت زیات سامانونه خپل ملک ته راغواړي.

د پاکستان یو ازاد اقتصاد پوهه ډاکټر حفیظ پاشا ډان ورځپاڼې ته ویلي پاکستان ته به د بهرنو قرضو بیرته ورکولو لپاره د ۹.۵ بلینه ډالره نه تر ۱۰ بلینه ډالره پورې پيسو ضرورت وي.

نوموړي ویلي پاکستان به په دې مالیاتي کال کې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي اېم اېف ته د قرضې په واپس کولو کې ۵۰۰ ملینه ډالره ورکوي او یو بلین ډالره به د بانډونو په بیرته واپس کولو کې ورکوي.

پاکستان کې دننه او بهر ډېر اقتصادي څیړنکاران فکر کوي چې د ایي اېم اېف نه قرض اخستل به دومره اسان کار نه وي ځکه چې ایي اېم اېف او نورې قرض ورکوونکې ادارې د پاکستان نه داسې غوښتنې کولی شوي چې په سیاسي توګه د حکومت لپاره ښه نه وي او په هیواد کې دغه فیصلو ته خلک په ښه سترګه نه ګوري. په دغه شرطونو کې یو د حکومتي ادارو شخصي ادارو ته اړول یا پرایویټایزیشن شامل دی.

پاکستان دا وخت د ایي اېم اېف ۴.۲ بلینه ډالره قرض دار دی. که چرې د پاکستان نوی حکومت د ایي اېم اېف نه په نور قرض اخستو کې کامیابیږي نو د ایشیاي ترقیاتي بینک او نړیوال بینک هم پاکستان ته ځنډول شوې د مالي پنګو مرستې بیرته پرځای کولی شي.

د پاکستان تحریک انصاف مشرعمران خان د روان کال مارچ په ۲۳تمه نېټه یو خبري کانفرنس ته د وینا په وخت ویلي وو د پاکستان هر یو تن باندې یو لاکه او دیرش زره روپۍ قرض دی او تور يې لګولی وو د مسلم لیګ نون حکومت د نړیوالو مالیاتي ادارو نه د خپل حکومت په څلور کالو کې په ریکارډ کچه قرضې اخستي.

نوموړي ویلي وو د پاکستان پیپلزپارټۍ د بهرنیو مالیاتي ادارو نه د کال ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۳ پورې اته کهربه روپۍ او مسلم لیګ نون په څلور کاله کې ۱۰ کهربه روپۍ قرضه اخستې.

پاکستان کې څیړنکاران وايي عمران خان چې په تېرو حکومتونو باندې د بهرنیو ادارو نه د قرضونو اخستو په سر کومې نیوکې کولې اوس پخپله د هغه رنګ حال سره مخامخ شوی.

د تحریک انصاف لپاره به د بهرنیومالیاتي ادارو نه نور قرضونه اخستل او ددې بیرته واپس کول یو غټ چیلنج وي کوم چې به اوس دده مخالف سیاسي ګوندونو مشران هم دده خلاف استعمالوي.

عمران خان په خپله وروستۍ وینا کې ویلي هغه د ملک د ټیکس نظام قوي کول غواړي او دا چې د خلکو د ټیکسونو حفاظت به کوي. نوموړي ویلي د ملکي اقتصاد قوي کولو لپاره به حکومتۍ مصرفونه یا خرچې کمولو ترڅنګ یو شمېر اقتصادي پلانونه شروع کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG