لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې څلور کاله وروسته د پوليو لومړۍ پېښه رپورټ شوې، پاکستان کې د پوليو پېښې 12 ته رسېدلي


د پاکستان پنجاب صوبه کې يو ماشوم پوليو وايرسو معذوره کړی، دا سږ کال په پنجاب صوبه کې د پوليو لومړۍ پېښه ده، او پنجاب کې څلور کاله وروسته د پوليو کومه پېښه رپورټ شوې ده، او دې سره سږ کال په ملک کې د پوليو پېښو شمېره 12 ته رسېدلې ده.

پنجاب کې د پوليو د پېښې رپورټ کېدو نه يوه ورځ وړاندې د بلوچستان صوبې په دوو ضلعو کې د پوليو دوه پېښې رپورټ شوې وې.

د صحت قامي ادارې د پوليو مخنيوي ليبارټرۍ ترمخه د پنجاب په چکوال سيمه کې يو ماشوم کې د پوليو وايرسو تصديق شوی دی. ويل شوي په ماشوم کې د معذورۍ علامات په 16مه جولايۍ ښکاره شوي وو.

د صحت په برخه کې د وزيراعظم کوارډينېټر ډاکټر مختار برت ویلي، دا بدقسمتي ده چې زمونږ په ملک کې اوس هم ماشومان د داسې ناروغۍ نه اغېزمنيږي د کومې څخه چې د پوليو ويکسينو د لارې ژغورل کېدی شي.

هغه په مياندو پلارانو د پوليو ويکسينو د اهميت په پوهېدو ټينګار کړی چې په وخت یې ماشومانو ته ورکړي.
د پوليو د مخنيوي دپاره د وزيراعظم فوکل پرسن عايشه رضا فاروق ويلي، څلور کاله وروسته د پنجاب نه د پوليو پېښه رپورټ کېدل د اندېښنې خبره ده.

هغې ویلي، د پوليو پروګرام د يادې پېښې پشپړې پلټنې پيل کړي چې معلوم کړل شي دا وايرس دغلته څنګه رسېدلي او د چکوال په خواوشا علاقو کې د پوليو ويکسينېشن شرحه څومره ده.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو پېښې 12 ته رسېدو سره د ملک په 58 ضلعو کې د پوليو وايرس معلوم شوي دي.

ويل شوي 58 ضلعو ته د پوليو وايرسو رسېدو څخه معلوميږي چې ماشومانو ته د دې نه څومره خطره ورپېښه ده.

پاکستان کې سږ کال د پوليو مخې ته راغلو 12 پېښو کې نهه په بلوچستان، دوه په سيند او يوه په پنجاب صوبه کې معلومه شوې ده.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG