د پاکستان نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف ویلي دده حکومت به د ترهګرۍ مخنیوي لپاره نیشنل ایکشن پلان عملي کوي اؤ هڅه به یې وي چې هیواد د مخې ته پرتو بې شمیره چیلنجونو نه په بریالي ډول وباسي.
د اتوار په ورځ له وزیراعظم منتخب کېدو نه وروسته قامي اسمبلۍ ته خپله وینا کې شهباز شریف ویلي په داسې وخت کې به حکومت سمبال کړي چې د حکومت د وړومبۍ ورځې پېل به یې د 700 اربه روپو د خسارې نه کیږي.
شهباز شریف دا وینا په داسې حال کې کوله چې د اپوزیشن غړي یې مخې ته ورټول شوي وؤ اؤ د "غل، غل "شعارونه یې ورکول خو شهباز شریف د اپوزیشن په سخت شور کې خپله وینا دوامداره ساتلې وه.
د اپوزیشن د غړو د شعارونو په ځواب کې د مسلم لیګ(ن) غړو هم د ګهړۍ د غل نعرې وهلې چې اشاره یې توشه خانې نه د تحریک انصاف د مشر عمران خان له لوري ګړۍ اخستو ته وه.
اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې د اتمې فرورۍ انتخاباتو کې ورسره ټګي شوې ده اؤ د پېسو بدل کې د هغوي بریالي کاندیدان ناکامه اعلان کړل شوي دي خو الیکشن کمیشن بیا وایي چې څوک په انتخاباتو کې د درغلۍ شکایت لري باید الیکشن کمیشن ته مراجع وکړي.
شهباز شریف پخپله وینا کې د تحریک انصاف په تېر حکومت کلکې نېوکې وکړې اؤ تور یې ولګولو چې هغوي خونړي ترهګر له زندانونو خوشې کړي وؤ .شهباز شریف وویل د تحریک انصاف په تېر حکومت کې ترهګر د خپلو شخصي ګټو لپاره بېرته راستانه کړل شوي اؤ دلته اباد کړل شوي وؤ.
خو هغه وویل چې دده حکومت به د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره نیشنل ایکشن ایکشن پلان عملي کوي.
بلوچستان کې د جبري بې درکیو په اړه وزیراعظم شهباز شریف پخپله وینا کې وویل "زه دا ګڼم چې تر څو بلوچستان کې د لادرکه کسانو ستونزه نه وي هواره کړل شوې د بلوچستان د خلکو په زخمونو ملهم نه شي اېښودل کیدای". هغه وویل د بلوچستان د مشرانو سره به کښیني اؤ د لادرکه کسانو په ګډون به د بلوچستان ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې هواروي.
څېړونکي وایي د شهباز شریف نوي حکومت ته به د سختو اقتصادي چلینجونو تر څنګ، د ترهګرۍ، ګرانۍ اؤ بې روزګارۍ ستونزې هم په وړاندې پرتې وي اؤ په غو ستونزو قابو موندل به د شهباز شریف د حکومت لپاره له یوې معجزې کم نه وي.
شهباز شریف هم پخپله وړومبۍ وینا کې هیواد ته د پېښو اقتصادي چیلنجونو یادونه وکړه اؤ وي ویل ستونزې زیاتې دي خو د ختمولو لپاره به یې دی د خپلو اتحادیانو سره په ګډه شپه او ورځ کار کوي.
نوموړي وویل دا مهال د هیواد د ټولو محصولاتو اندازه 12 زره اؤ 300 اربه روپۍ ده اؤ چې صوبو له ترې د این ایف سي ایوارډ له مخې خپله برخه ورکړل شي نو یوازې 7 زره اؤ 300 اربه مرکزي حکومت سره په لاس کې پاتې کیږياؤ په دې کې حکومت ته 8 زره اربه روپۍ د پورونو په سود کې ستنول دي چې داسې به حکومت د وړومبۍ ورځې نه د 700 اربه روپو د خسارې سره مخ کیږي.
وزیراعظم شهباز شریف وویل دا مهال د پي اي ای قرضې 800 اربه روپۍ دي اؤ د بجلۍ ګردشي قرضه هم 2300 اربه روپو ته رسېدلې ده .
نوموړي د هیواد ټولو سیاسي ګوندونو ته بلنه ورکړه چې هیواد ته د پېښو ستونزو اؤ چیلنجونو د هواري پاره باید ټول خپلو کې کښیني اؤ د معیشت په بحالۍ اتفاق وکړي.
شهباز شریف وویل زمونږ په وړاندې اوږده ازغنه لاره پرته ده خو منزل ته به رسېدل وي. نوموړي وویل په څلورو واړو صوبو کې د کارخانو جال غوړېدلی یا پکې پریمانه کارخانې جوړیدای شي . هغه وویل حکومت به یې په رعایتي نرخونو تخمونه د کارخانو پځای نیغ په نیغه کرونده ګړو ته ورکوي.
هغه وویل وړو کرونده ګړو ته به سولر ټیوب ورکوي اؤ د تخمونو مافیا به د تل لپاره ختموي. هغه وویل ټولو صوبو سره به په ګډه کار کوي اؤ د ګاونډیو اؤ دوستو هیوادونو سره به اړیکې نورې هم پراخوي. د نوموړي وینا وه چې امریکا سره به وړومبی اړیکې بحالوي اؤ بیا به یې پراخوي.
شهباز شریف وویل چې پاکستان به یو ویزه فري هیواد جوړوي اؤ د سي پیک پروزه به نوره هم پرمخ وړي. د اقتصاد پوهانو او شنونکو په اند د نوي حکومت پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ به د آي ايم ايف تر پروګرام لاندې د اقتصادي اصلاحاتو دوام وي، ځکه یو کمزوری حکومت نه شي کولای دا ډول اصلاحات ترسره کړي.
Forum