لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټوینټي سیریز په دریمه سیالۍ کې نیوزي لینډ پاکستان ته په 7 ویکټونو ماتې ورکړې


د پاکستان اؤ نیوزي لینډ تر منځ د کرکټ د پینځوؤ سیالیو د لړۍ په دریمه سیالۍ کې د نیوي لینډ لوبډلې پاکستان ته په 7 ویکټونو ماتې ورکړې ده.

د اتوار - یکشنبې په ورځ د پاکستان راولپنډۍ کې د ترسره شوې دې سیالۍ پچه د نیوزي لینډ کپتان وګټله خو پاکستان ته یې وړومبی د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

پاکستان وړومبی بېټنګ وکړو اؤ نیوزي لینډ ته یې د ګټې لپاره د 179 منډو هدف کېښودو.

پاکستان پخپله پاڼۍ کې په ټاکلو 20 اوورونو کې د 4 لوبغاړو په تاوان 178 منډې جوړې کړې

د پاکستان له لوري شاداب خان 41، بابر اعظم 37 اؤ صایم ایوب 32 منډې جوړې کړې.

محمد رضوان د 23منډو په جوړولو له لوبې ځان وویستلو اؤ عرفان خان بیا 30 منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو.

د نیوزي لینډ له لوري سودھي 2 او بریس ویل او ڈفي د پاکستان یو،یو لوبغاړی وسوځولو.

نیوزي لینډ د 179 منډو ورکړل شوی هدف په 19م اوور کې د دریوؤ لوبغاړو په تاوان ترلاسه کړو.

د نیوزي لینډ له لوري مارک چیپمین په 42 بالونو 87 منډې جوړې کړې چې دې کې 4 شپږییزې اور 9 څلوریزې هم شامل وې.

ډین فوکس کرافټ 31، ټم رابنسن 28 اور ټم سیفرټ 21 منډې جوړې کړې۔

د پاکستان عباس اپریدي د نیوزي لینډ دوه لوبغاړي وځول اؤ نسیم شاه بیا د یو لوبغاړي‌ په سوځولو وتوانېدو.

د پاکستان اؤ نیوزي لینډ د پینځوؤ ټي ټوینټي سیالیو د لړۍ وړومبۍ سیالي د باران له امله پرېښودل شوې وه اؤ په دویمه سیالۍ کې پاکستان نیوزي لینډ ته په 7 ویکټونو ماتې ورکړې وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ تړون کې پراخه ګټې ویني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG