لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت د شمالي وزیرستان په ظلم ولې خاموشه دي ؟ سردار بابک


په ټولنیزو رسنېو د وډیو خورېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتون د خپلو سلگونو پلویانو سره د خېسور سیمې ته ورغلي وو او یوې لوې ولسي غونډې ته ېی د وېنا په وخت د حکومت نه د پېښې د بې طرفه پلټنو او ککړو عسکرو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه
په ټولنیزو رسنېو د وډیو خورېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتون د خپلو سلگونو پلویانو سره د خېسور سیمې ته ورغلي وو او یوې لوې ولسي غونډې ته ېی د وېنا په وخت د حکومت نه د پېښې د بې طرفه پلټنو او ککړو عسکرو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامی نېشنل گوند پارلماني لیډر سردار حسېن بابک د شمالي وزیرستان خېسور په پېښه په اسمبلۍ کې د بحث غوښتنه کړی ده.

د وي او اې ډیوه سره په دې اړه د خبرو په وخت سردار بابک وویل په قومي اسمبلۍ کې د خېسور په پېښه خبرې وشوې، په سوشل مېډیا د حکومت نه د دې د پلټنو غوښتنې کېږي خو د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت په دې ظلم ځان خاموشه کړی دی.

تېره اووهنۍ په سوشل مېډیا یوه وډیو خوره شوې وه چې پکې د شمالي وزیرستان خېسور کلي یو ١٣ کلن هلک چې حیات نومېږي، د پاکستان د پوځ په ځینو عسکرو تور لگولی و چې پلار او ورور ورله پوځ د طالبانو سره د تړاو په تورونو نېولي دي او د دې وروسته پوځیان د دوي کورته دننه ورننوځي او ور سره منفي سلکو کوی.

د خېسور دغه کم عمره هلک د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه او د حکومت نه دانصاف غوښتنه کړې ده.

په ټولنیزو رسنېو د وډیو خورېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتون د خپلو سلگونو پلویانو سره د خېسور سیمې ته ورغلي وو او یوې لوې ولسي غونډې ته ېی د وېنا په وخت د حکومت نه د پېښې د بې طرفه پلټنو او ککړو عسکرو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.

په صوبايي اسمبلۍ کې د خېسور په پېښه د بحث دپاره د سردار حسین بابک خبرې دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG