لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دڅلوروېشتو ساعتو په مهال پاکستان کې په کرونا وایرس 100 کسان مړه شوي


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې د تیر شواروز په مهال 100 کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې په تیرو اتوؤ میاشتو کې دا په یوه ورځ دکرونا دلاسه د مړو شوؤ کسانو تر ټولو لوړه شمیره ده.

دکرونا وایرس دچارو دڅار دپاره د جوړې دولتي ادارې این سي او سي دتازه شمیرو له مخې په تیرو څلوریشتو ساعتو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې د 100 نورو ناروغانو د مړینې سره په دې هیواد کې تر اوسه د کرونا وایرس له امله د مړو شوؤ کسانو شمیره 14356 ته لوړه شوې ده.

د تیرې یوې اوونۍ راهسې پاکستان کې د کرونا وایرس ریکارډ پېښې رامخې ته کیږي اؤ شمیري ښایي چې په تیر یو شواروز کې هم په دغه هیواد کې 4084 کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

دا مهال دپاکستان دننه د کرونا وایرس دمثبت پېښو کچه 8.8 روانه ده اؤ تر اوسه په دې هیواد کې ټول شپږ لکه اؤ 63200 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی خو په دې کې 600278 بېرته روغ شوي دي اؤ 48566 کسان اوس هم په دې وایرس اخته دي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې په یاد وایرس کسان اخته شوي اؤ 2319 پرې مړه شوي هم دي .

دپښتونخوا حکومت دکرونا د سیوا شوؤ پېښو له امله دصوبې سرښار پېښور کې د ودانیو دننه اؤ بهر په هر رقم دستورو بندیز لګولی اؤ سرچینې وایي چې په دحکومت لخوا په 16ؤ ضلعو کې په بشپړ لاک ډاؤن لګولو غور روان دی.

دخیبر پښتونخوا دصحت محکمې دچارواکو وینا ده چې دا مهال د پېښور د درېوؤ سترو هسپتالونو کې دکرونا ناروغانو دپاره بیل کړل شوؤ کټونو کې 83 فیصدي کټونه له ناروغانو ډک شوي دي.

د اطلاعاتو دپاره دخیبر پښتونخوا د وزیراعلا معاون کامران بنګش رسنیو ته ویلي د کرونا دلاسه رامنځته شوي وضعیت اوس یو اندېښمن شکل خپل کړی اؤ که هسپتالونو کې د ناروغانو دپاره ځائ پاتې نه شو نو حکومت به سختې پرېکړې وکړي.

په عین حال کې وزیراعلا محمود خان نن د نهې په ورځ د صوبایي ټاسک فورس غونډه رابللې ده چې پکې به دکرونا نه دخلکو د ژغورلو په غرض د لاک ډاؤن په ګډون په یو شمیر لارو چارو غور کولی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG