لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې چارواکي وايي د غورځېدلي جهاز د ملبې نه ۵۷ مړي راویستلي شوي


جهاز د کرونو د پاسه غورځېدلی دی او په رپورټونو کې په ځمکه د دریو کسانو د زخمي کیدو وېل شوي دي
جهاز د کرونو د پاسه غورځېدلی دی او په رپورټونو کې په ځمکه د دریو کسانو د زخمي کیدو وېل شوي دي

دپاکستان د حکومتي هوایي کمپنۍ پي ای ای کوم جهاز چې په کراچۍ کې غورځېدلی دی د ملبې نه یې تر اوسه لږ تر لږه ۵۷ مړي راویستل شوي دي. اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې دا خبره د سند صوبې د صحت د محکمې چارواکو له قوله رپورټ کړې ده.

رپورټ وايي د جهاز غورځیدو په پېښه کې دوه کسان ژوندې هم پاتې شوي دي.

د پي ايې ای د چارواکو په وینا دجمعې په ورځ غورځېدلې جهاز ۵۱سړي،۳۱ ښځې اؤ نهه ماشومان سواره وؤ اؤ ددې ترڅنګ پکې دعملې اته کسان هم وؤ.

د پي ایې ای چیرمین ای مشر ارشد ملک ویلي په غورخېدلي جهاز کې د مړه شویو ټولو کسانو مړي په موندلو کې به دوو نه تر درې ورځو پورې وخت لګي. په پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان ژوندي پاتې شوي دي.

جهاز د کرونو د پاسه غورځېدلی دی او په رپورټونو کې په ځمکه د دریو کسانو د زخمي کیدو وېل شوي دي.

دپي ایي ای ویاند عبدالستار دپاکستان بیلابیلو ټي وي چینلو ته ویلي دغه الوتکه چې دلاهور نه کراچۍ ته روانه وه ماسپښین په دوه بجې اؤ ۳۷دقیقو غورځېدلې ده.

هغه ویلي دا الوتکه زیاته زړه نه نه وه اؤ ۱۰ یا ۱۱کاله وړاندې اخستل شوې وه خو حالت یې بیخي سم ؤ اؤ که څه فني خرابي پکې راغلي وي نو دهغې په هکله خبره به د وخت نه وړاندې وي.

دپاکستان جیو ټي‌ وي پخپل راپور کې ویلي چې دالوتکې دکوزیدو څخه یوه دقیقه وړاندې دجهازونو دټریفک دکنټرول سره تماس غوڅ شوی ؤ.

دغه شخصي ټي وي دعوه کړې ده چې د جهاز دپائیلوټ اؤ د ټریفک کنټرول دټاور ترمنځ وروستۍ ثبت شوې خبرې هم مخې ته راغلي دي چې هغې کې پائیلوټ د الوتکې دانجن فیل کیدو اطلاع ورکوي .

پائیلوټ ته ویل شوي وؤ چې هغه ته دالوتکې کوزؤلو دپاره دوه رن وی یا سړکونه خوشې دي خو له دې وروسته دغه تماس غوڅ شوی ؤ.

دغه ټي وي د هوا بازۍ د ادارې سول ایوي ایشن د سرچینو له خولې ویلي چې الوتکه کې فني خرابي پیدا شوې وه اؤ دکوزیدو په مهال یې پایه ګانې نه پرانستل کیدلې اؤ دغسې په لږه شیبه کې دا جهاز په ابادۍ وغورځېدو.

ویل کیږي په دې الوتکه کې دپاکستان یو نوموړی صحافي انصار نقوي اؤ دپنجاب بینک صدر ظفر مسعود هم سواره وؤ.

دجهاز د پائیلوټ پیژندګلو د سجاد ګل په نوم شوې ده اؤ هغه سره په نورو مامورینو کې عثمان اعظم،فریداحمد ،عبدالقیوم اشرف، ملک عرفان رفیق،عاصمه اؤ مدیحه ارم شامل وؤ.

دغه الوتکه دغورځېدو په مهال د څو کورونو دبامونو یا چتونو سره ټکر شوې ده اؤ ګڼ شمیر کورونه اؤ په سړک ولاړ ګاډي یې هم تباه کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG